د ناسموعادتونو په ځاي ښه عادتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i108520-د_ناسموعادتونو_په_ځاي_ښه_عادتونه
ارامه او روښانه خبرو کول سبب کیږی چی د تاسو خبرې زیاتې درک شي او دا مقابل لوری ته هم ارامښت ورکوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2021 13:31 Asia/Kabul
  •     د ناسموعادتونو په ځاي ښه عادتونه

ارامه او روښانه خبرو کول سبب کیږی چی د تاسو خبرې زیاتې درک شي او دا مقابل لوری ته هم ارامښت ورکوي

د یوه ښه ژوندلپاره د اروا او بدن سلامتیا دواړه مهم دي . کله د تاسو د خوښې وړ ژوند ته د رسیدا لپاره د ژوند په سټایل کې بدلون ضروری دې .

یادونوه کوو چی په دغه پروګرام کې هغه څه چی وړاندی کیږی کلی دي او ممکنه ده په دوی کې ځینې د ټولو لپاره مناسب نه وی ، نو د خپل ژوند په سټایل کې د ځینو بدلونونو لپاره خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دوستانو په دغه پروګرام اوراتلونکیو څو پروګرامونو کې د ارتباطی مهارتونو جاج اخلو نو زمونږ سره ملتیا وکړئ .

لکه څرنګه چی انسان اجتماعی موجود دې ، د ارتباطی مهارتونو درلودل ضروری دي . په کلی ډول ارتباطی مهارتونه په دوه ډولونو کلامی او غیرکلامی ویشل کیږی . د دغو مهارتونو شتون په وګړنیز ، کاری ، تحصیلی  او مکاتباتی اړیکو کې ډیر ضروری دی . ارتباطی مهارتونه یادول کیدلې  شی او په تمرین او زده کړې سره په ځان کې هغه پیاوړی کولې شو .ځینو وختونه هم ارتباطات سبب کیږی چی وګړې تاوان ووینی ، په دې اساس ضروری ده چی د ژوند په بیلا بیلو اړخونوکې بریالیتوب ته د رسیدا لپاره د ارتباطاتو له بهیره ژور درک ولرلې شئ . له نورو سره د اغیزمن ارتباط د ټینګولوکې بی وسی په ځان د باور د کمښت او د ماشومتوب له مشکلاتوپه شان مختلف دلایل درلودلې شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

نورو ته په اغیزمنه او کارنده توګه د معلوماتو د انتقال لپاره د وګړی توان ته ارتباطی مهارتونه وایی .ژوراو کارنده ارتباطی مهارت د فردی او تجارتی ارتباطاتو د ښه کیدا سبب کیدلې شی ، په نتیجه کې له ژونده رضایت زیاتیږی . له نورو سره په ارتباط نیولو کې لومړنې پړاو د معلوماتو تولید او بیا نورو ته د معلوماتو د رسولو لپاره لارې پیدا کول دي  . د سمو ارتباطاتو د ټینګولو بهیر پر معلوماتو سربیره  د هغو د انتقال رودې پورې اړه لری . هر څوک په خپلې خاصې رودې سره د بیغام د انتقال لپاره له ارتباطي مهارتونو استفاده کوی . هر څومره وګړې د ژوند په نورو مهارتونو زیات تسلط پیدا کوی ، په بهتره روده  له نورو سره ارتباط ټینګولې شی .

«««««««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی اشاره وشوه ، په کلی ډول دوه ډول مهارتونه موجود دي چی په دوام کې کلامی ارتباط مهارتونو ته اشاره کوو .

د کلامي ارتباط مهارتونه هغه مهم  ارتباطی مهارتونه دي چی له نورو سره د اغیزمن ارتباط ټینګولو لپاره ورته اړتیا لرئ . کلامي ارتباط  او خبرې کول  هغه اوزار دي چی زیاتره کسان ترې استفاده کوي ، خو ایا ټول د خپل پیغام په سم انتقالولو او یا په مخاطب اغیزشیندلو کې بریالی دي ؟کلامي ارتباط هغه مهارت دې چی تمرین او زدهکړې ته اړتیا لری او پکې د ډیر مهارت ترلاسه کول تاسو سره مرسته کوی چی د خپلو اړیکو کیفیت ښه کړي  او پر هغه سربیره په کاریزماتیک شخصیت بدل شئ . پر دې اساس ضروری ده د نورو ارتباطی مهارتونو په څنګ کې په خپل وجود کې کلامي ارتباط هم وپالئ .

«««««««««««««««««««««««««««

کلامي ارتباط مختلف مراحل لري . ددغو مرحلو پیژندل له وګړی سره مرسته کوی ، د بریالی او اغیزمن ارتباط ټینګولو لپاره د کلامي مهارتونو ښه کولو ته پام وکړي . د سترګو تماس د کلامي ارتباط دپیل پړاو دې .د سترګو تماس له مهمو ارتباطی مهارتونو دې چی په مخاطب زیات اغیز شیندی . په یوه مسکا سره له نورو سره د سترګو ارتباط ټینګ کړئ . بل پړاو پوښتنې کول دي . په یوه ساده پوښتنه سره شروع کړئ . دا پوښتنه له هغه سره ارتباط ولرلې شی چی د مخاطب اندیښنه ده . تاسوئ په هغه پوښښ او کړچار سره چی مخاطب پکې موقعیت لری ، د هغه د دلچسپۍ په ځینو برخو پوهیدلې شئ .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د ځان افشا کول د کلامي ارتباط بله مرحه ده . د ځان په اړه ووائ . دغه د ځان افشا کول د یوه راز یا شخصی او پټ څیز د بیانولو په معنا نده ، مثلا له یوه محصول سره د دلچسپۍ ښودل کیدلې شی . مقابل لوری ته پام کول د دغه ارتباط بله مرحله ده . په دلچسپۍ ښودلو او د سر او مخ په حرکتونو او د سترګو تماس په درلودلو سره هغه څه چی وای خپل احساس بیان کړئ . له تعریف ، ستاینې او  تایید هم استفاده کولې شئ . له مخاطب سره متناسبه خیرغوښتنه چی له مبالغې او طمعې خالی وي ، د مثبت حس په رامینخټه کولو سره د خبرو دوام ته د ګروهنې سبب کیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د دې لپاره چی مخاطب له تاسو سره د خبرو دوام ته جذب شی ، ضروری ده چی فعال اوریدونکې شئ . خبروته پام و دلچسپۍ وښئ . ځواب ورکړئ ، مشترکو دلچسپیو په اړه خبرې وکړئ ، د مخاطب د کلام د درک د ښودلو لپاره هغه څه چی ویلی یې دي ، خلاصه کړئ او ورته ووای ،اجازه ورنکړئ چی خبره بل اړخ ته ولاړه شی یا ستړی کونکی شی ، په موقع د خبرو موضوع بدله کړئ . بهتره ده په کلامی ارتباط کې په اوج کې خاتمه ورکړئ البته نه په دې معنا چی له ډل بندۍ او د موضوع له ختمولو وړاندې یوځل بحث ختم کړئ . د خبرو پای په یوه دوه طرفه ښه احساس سره ، دا د خبرو اترو له مهمو ټکیو دی . بهتره ده خپلې خبرې راغونډې کړئ . که د ستړی توب او بی ګروهنې له امله مو غیرکلامي کړنې ولیدلې نو ژر خبرې ختمې کړئ .

«««««««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی تر اوسه متوجه شوی یاست  دکلامی ارتباط مهارت یوازې د جملواو ټکیو په کاروولو پورې ندې ، که څه دغه د پیغام د انتقال د اغیزشیندلو او د نورو د قانع کولو لپاره ضروری دی خو له نورو سره په کلامی ارتباط کې مهم موردونه هم شته دي . د اغیزمن کلامی ارتباط په ټینګولو کې  مهربانه اوخندانه څیره  له تاسو سره مرسته کوی . په کلامی ارتباط کې اعتماد زیات اهمیت لری . که د تاسو په څیرې کې ویره ، ستءیس ، ستړی توب ، وغیره موجود وي نو مخاطب د تاسو په خبرو باور نشی کولې او د خبرو د پای احتمال زیات دې . پر دې سربیره د تاسو د څیرې حالتونه د نورو په قانع کولو کې ډر اهمیت لری . د دې یوه لاره چی نور قانع کړئ دا ده چی دڅیرې حالت کې مو په ځان باور موجود وي . په ډیرو موردونو کې ضروری ده چی مظلومانه څیره ولرلې شئ .

««««««««««««««««««««««««««««««««

فعال اوریدل له هغو مهمو مهارتونو دې چی ضروری ده هغه له نورو سره په کلامی ارتباط کې وکاروئ . دوامداره خبرې کول د مخاطب د ستړی کیدا سبب کیږی او هغه متوجه کیږی چی د هغه د خبرو لپاره ارزښت ته قایل نه یو . په فعالانه اوریدو بهیر کې ضروری ده کله د خپل سر په خوځولو یا لنډه تاییدی جملو په ویلو سره  تایید کړئ . همداراز په مهربانه څیرې سره د ګرم اواز درلودل ډیر مهم دي . د څیرې حالت او اواز غږملتیا په مخاطب زیات اغیز شیندی . په داسې بڼه کې چی د څیرې حالت مو یو شانته وی او غږ مو بل شانته ، نو مخاطب له شک سره مخامخ کیږی او دوه ګوڼ والې رامینځته کیږی او په دغه حالت کې بی باوری رامینځته کیږی . په حقیقت کې د تاسو احساسات له دې زیات چی د تاسو له څیرې جوتیږی ، د تاسو له غږ منتقل کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««

ارامه او روښانه خبرو کول سبب کیږی چی د تاسو خبرې زیاتې درک شي او دا مقابل لوری ته هم ارامښت ورکوي . ژر ژر خبرې کول مخاطب ګیج  او سرګردانه کوی او پکې د سټریس سبب کیږی . ارامه خبرو کول د تاسو په نسبت د اوریدونکی احترام جلبوی .کله وګړي د خبرو په وخت ډیبر سټریس تجروبه کوی او زیاتره اغیزمن کلامی ارتباط نشی ټینګولې . همداراز هڅه وکړئ مقابل لوری درک کړئ  او ځان له هغه سره خبرو ته لیواله وښی . البته د نورو درک کول تل له هغو سره د اغیزمن ارتباط به ټینګولو کې ښه دی ، خو د هغو د ټولو خبرو د منلو په معنا ندی او دا په ډیرو موردونو کې د تاسو په  اړتیاو باندې د سترګو پټولو سبب نشی . د نورو له درک کولو سره سره که د هغو خبرې تاواني وی نو رد یې کړې . په کلامی ارتباط کې مهم اصول نه ویل دي .

«««««««««««««««««««««««««««««

 ضروری ده چی په کلامي وګړنیز ارتباط کې تل دې موضو ع ته پام ولرلی شی چی پرله پسې او مخاطب په نظر کې نه نیولو بڼه خبرې ونکړی . بهترین خبرې د ټیبل ټینس په شان دی ، لږې خبرې وکړې او بیا په تمه شئ تر څو واورئ . هغه څه چی وای روښانه بیان کړئ ، خبرې زیاتې اوږدې نکړئ  ، اخوا دیخوا مه کوئ ، زیاتې خبرې د مخاطب حوصله له مینځه وړي ، خپل غږ ښه برابر کړئ  ، د سترګو تماس د خبرو په ټولو مرحلو کې وساتئ او د اوریدونکی احساس درک کړئ  ، په خبرو کې مثبتو ټکیو او معنا لرونکیو جملو ته اشاره وکړې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

همداراز هغه مورد چی وګړی ترمینځ خبرو ته ګوزار ورکوی هم په نظر کې ولرلې شئ او ډډه وکړئ . مناسبه ده پوهه شئ په ظاهری کړچار زیات ټینګار د بیغام اغیز کموی ، ژر خبرې کول او فرصت نه ورکول  او د غږ لوړول هم د پیغام اغیز کموی . نامناسب اهنګ او لهجه  ، دپیغام په وړاندی کولو کې  د مناسب وخت نه رعایتول ، د معاشرت د ادابو خیال نه ساتل  پر مخاطب منفی اغیز شیندی . بیا بیا د ټکیو غلط تلفظ کول ، د بیغام روښانه نه بیانول او احساس نه څرګندول وغیره هم په کلامی ارتباط کې مهم موردونه دی . همداراز نه اوریدل ، ملنډې وهل  ، تحقیر ، نیوکه ، زر نتیجې اخیستل ، د تعصباتو درلودل ، وار مخکې قضاوت وغیره هم هغه موردونه دي چی د پیغام اثر کموی .

پای