د رهبرۍ له نظره په سیمه کې د پایداره امنیت مولفې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i109692-د_رهبرۍ_له_نظره_په_سیمه_کې_د_پایداره_امنیت_مولفې
د امریکا مشهوره ټایم خپرونه هم په یوه راپور کې لیکی نن ډیرو خلکو د امریکا د قدرت او نفوذ ځوړتیا منلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2021 11:06 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ له نظره په سیمه کې د پایداره امنیت مولفې

د امریکا مشهوره ټایم خپرونه هم په یوه راپور کې لیکی نن ډیرو خلکو د امریکا د قدرت او نفوذ ځوړتیا منلی ده .

 

د ستمبر له ۱۱ وروسته د امریکا ځوړتیاپه سیاسی او اکاډمیکو ټولنو کې تعقیب شوی ده . څیړاندي د سیالانو په تیره بیا چین د قدرت زیاتیدا ته په اشارې سره په دې باور دي چی د ستمبر له ۱۱ وروسته د امریکا ځوړتیا چټکه شوی ده او دغه هیواد په راتلونکیو څو لسیزو کې مجبوره دې په نړیوال مدریریت کې  د نورو هیوادونو ونډه ومنی. خو د امریکا د نفوذ د قدرت ځوړتیاڅرنګه او تر کومو عواملو اغیز لاندې پیل شوی ده .

کابو نیمې پیړۍ پیښو ته کتنه ښی امریکا له ۱۹۴۵ کال وروسته ورو ورو د قدرت په مرکز بدله شوه . دغه هیواد له صنعتی او اقتصادی ودې له اړخه له اروپا مخکې شوه ، کیپیټلسټی نړیوال اقتصاد ته پراختیا ورکړه . په هغو کلونو کې د نړۍ له دوه قطبی والی سره سره  چی په دو بلاکونو کمیونسټی او کیپلسټی ویشل شوی وه ، امریکا هماغه راز  له جنګه وروسته په راتلونکیولسیزو کې په نړیوال سیسټم مسلطه وه.

په ۱۹۹۸ کال کې زبیګینو برژینسکی تایید کړه چی نن د امریکا د نړیوال قدرت شتون او پراختیا بې ساری ده . له دې درې کاله وروسته هنری کسینجر به ویل د امریکا نړیوال پرمختګ د تیروسترو امپراتوریو په شان بې سارې دې .

خو دغه طلایی پړاو زیات دوام نه لری . دوجنګونو او اقتصادی کړکیچ د امریکا سلطه تر اغیز لاندې راوستي ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

نظریه ورکونکې نوام چامسکی د بیچاره دولتونو په کتاب کې د امریکا د حکومت د سیاستونو او دهغو تاریخی مخینې دقیقه شننه کړی ده . هغه په دغه کتاب کې د امریکا نظام پوره پوسټ مارټم کړې دې او د هغه ژورې کمزورتیاوې یې په فیصله کولو کې د خلکو د رول کمزورتیا او د اقتصادی قدرتونو او فشار ډلو سخت نفوذ بللې دي .

چامسکی باوری دې په نړیوالو مسایلو کې دامریکایواړخیزه کتنه چی باید درسته نړۍ د دغه وړکوټی لږکی د ګټو په چوکاټ کې تعریف شی او خنډونه ختم شي ، د امریکایی ټولنې د بنسټ ایښودونکیو په تفکراتو او تاریخ کې جرړه لری . هغه خبردارې ورکوی دغه کار به د تاریخ په اوږدو کې د ازادۍ ، برابرۍ او سولې لپاره د بشر د ټولوبریاود تباهۍ سبب شي .

چامسکي همداراز په امریکا کې د نویو محافظه کارانو ډلې ظهور د نړۍ په سیاسی اړخونو کې د حاکمیت په پړاو کې د پیاوړی او مرموز طیف په توګه یادوی او نوی محافظه کاران چی د پوځی حملې په بڼه د پوځی لاس وهنو په شان جنګ غواړی ګروهنې لري ،د تاریخ تر ټولو خطرناک سیاسی بهیر بولی . هغه په عین حال کې په لویدیځه اسیا د امریکا د تیری ماتې اوپه دې مینځ و میان کې د امریکا په شمول د لویدیځو دولتونو په ستراتیجیو او کړچار نیوکه کوی .

د اکونومیسټ خپرونې په دې باره کې په یوه تحلیلی راپور کې لیکی ، د سوریې  له خونړي میدان تر چین سمندرګی د امریکا قدرت په ځوړتیا دې او د نړۍ د پیاوړو هیوادونو په وسیله له چیلنج سره مخامخ شوی دی . د پخوانی شوروی له دړې وړې کیدا راهیسې دواړې سیمې د برلاسه قدرت د اړیکو په زیاتو بدلونونو سره مخامخ دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د امریکا مشهوره ټایم خپرونه هم په یوه راپور کې لیکی نن ډیرو خلکو د امریکا د قدرت او نفوذ ځوړتیا منلی ده .

دغه بدلونونه سبب شوی دي چی امریکا په نړۍ کې په بیلا بیلو حوزو کې له ډیرو سیالیو سره مخامخ شي . دغه بدلونونه په بله وینا د قدرت په  نوی لوبه کې د هیوادونو د قدرت د زیاتې ودې د رسمی اعلان یوه نښه ده .

سیاسی فیلسوف او نظریه ورکونکې فرانسیس فوکویاما د اکونومیسټ لپاره په یوه مقاله کې د امریکا د هژمونۍ ځوړتیا ته اشاره کړی ده او لیکلی یې دي ، د هغو ناامیده افغانانو بوږنونکي انځورونه چی کوشش یې کاوه د امریکا د ملاتړ وړ دولت له نسکوریدا وروسته له مابله ووځی ، له نړۍ د امریکا د مخ اړولو په معنا ، د نړۍ په تاریخ کې د ستر بدلنه پیچومې رامینځته کړ .

د افغانستان کابو  دو لسیزو نیواک وښودله چی امریکا خپلې ګټې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې نه بلکې د جنګ او ناامننیو په پراختیا او دوام او په سیمه کې په پوځی لاسوهنو کې ویني . په تیره بیا دا چی افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د داعش د نفوذ لپاره د مناسب جغرافیایی موقعیت لری .

د اسیا په لویدیځه کې وروستیو بدلونونو وښودله چی له یوې خوا د امریکا پوځی لاسوهنې په سیمه کې د امریکا د زیات نفوذ سبب شوي دي او له بل پلوه د سیمې امنیت یې د غیر رغنده سیالیو او له سیمې وراخوا اړیکو قربانی کړی دې .

دا هماغه واقعیت دې چی د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د درس خارج په یوه ناسته کې  ورته اشاره کړی او فرمایلی یې دي هماغه لاسونه چی د داعش په جوړولو سره یې په سوریه اوعراق کې د خلکو پرضد د ظلم او جنایت لپاره د اوزار په توګه وګرځوه ، نن په هغو سیمو کی له ماتې وروسته ، افغانستان ته د داعش په انتقال پسې دي او وروستۍ وژلې په حقیقت کې د همدغه پیل نقشه ده .

ترهه ګرۍ او ناامنۍ په حقیقت کې هغه ستونزه ده چی امریکا او متحدانو یې د ځینو تیری ګرو او شرغواړو رژیمونو په ملګرتیا سره  رامینځته کړی ده . دا وضعیت سبب شوی دی د لویدیځې اسیا د سیمې د هیوادونو امنیتی اندیښنې  ګډې وډې شي . اوس نور د سیمې د هیوادونو امنیت له یوه بله نشي جلا کیدلې . په حقیقت کې د سیمې د هیوادونو امنیت د درستې سیمې د امنیت په چوکاټ کې تعریف کیږی .

د وروستیوکلونو بدلونونه ښی چی سلطه غواړی قدرتونه او په سر کې یې امریکا له ترهه ګرۍ او افراط پالنې د اسلام د تباه کولو او د اسلام او لویدیځ ترمینځ د مقابلې لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کړی ده . په تیرې یوې لسیزې کې د ایران او سیمې د امنیت پرضد د لویدیځ او عربی هیوادونو لخوا  بیلا بیلې دسیسې ترسره کړي چی د ډله ایز ثبات اوامنیت د کمیدا سبب شوی دي . په حقیقت کې باید ووایو چی د امنیت د رامینځته کولو په پلمه له سیمې وراخوا ځواکونه او امریکا پوځی شتون نتیجه د ناامنۍ پراختیا او بې ثباتۍ رامینځته کیدا ده .

پای