ایران د اونۍ په هینداره کښې
د تهران راډیو مینه والو السلام علیکم! ایران د اونۍ په هینداره کښې تر عنوان لاندې د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو او حالاتو د څیړنې اونیزه لیکنه دلته لوستلې شئ
دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ، نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذيقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت ثامن الحجج علي بن موسی الرضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده.
امام رضا علیه السلام د د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذي قعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی او د ۳۶ کالو په عمر کښې د خپل قدرمن پلار حضر امام موسی کاظم علیه السلام له شهادت وروسته یې د مسلمانانو د امامت دنده په غاړه واخیستله.
د امام رضا علیه السلام د ژوند او امامت پړاؤ د عصمت او طهارت د اهل بیتو په لور د خلکو د ګروهنې د اوج او هم داشان د رسول الله مبارک د پاکې کورنۍ د ولسي اډو د پراخیدو دوران و.
نو مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په تیره بیا خپلو ګرانو مینه والو او د پاکو اهلبیتو علیهم السلام قدردانانو ته په دې مناسبت مبارکي وایو.
تیره اونۍ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د امام خمیني(رح) د وفات د دوه دیرشمې کلیزې په دستورو کښې په خپله وینا کښې وویل: په اسلامي ایران کښې د خلکو عامل یو ډیر مهم عامل دی او دښمنان به ونه توانیږي چې ولس د اسلامي نظام مقابلې ته راپورته کړي.
حضرت آیتالله العظمی خامنهاي د تیرې اونۍ د خالي په سهار د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر په پاکه روضه کښې د خلکو په زوږناکه اجتماع کښې چې دوه کاله پس په حضوري توګه ترسره شوه، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نن سبا دین او انقلاب ته د خلکو ګروهنه یقیناً د انقلاب له ابتدا نه زیاته ده، له مقاومت او روحانیته په قدرونه کښې دخلکو د پرتمین شتون ځینو نمونو ته اشاره وکړه.
دوي د ایران د دښمنانو د پرله پسې غلطو محاسباتو د علت په شننه کښې، په دغو محاسباتو کښې د ځیني خیانتکارو ایراني صلاحکارانو رول ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: دغه خائن صلاحکاران نه یوازې له خپل هیواد سره بلکې حتی له امریکایانو سره هم خیانت کوي ځکه چې په خپلو غلطو مشورو سره د هغوي د ماتې خوړلو سبب کیږي.
معظم رهبر له اسلامي ایران سره د دښمنۍ یوه وجه له لویدیځوالو د امام خمیني جدي لرې کیدل وبلل او څرګنده یې کړه: له فلسطین څخه ملاتړ او د فلسطین ولس ته د غاصب رژیم د سفارت ورکول او د ډیرو اروپايي هیوادونو او امریکې په ریاکاریو او جنایتونو باندې نیوکه د غربي تمدن او تفکر او د اسلامي تمدن او تفکر او نظام ترمینځ د امام د واټن اچولو مهمې نمونې دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان د تیرې اونۍ په چارشنبې، د حج د کارکونکو په کتنه کښې په دې خبرې سره چې صهیونیسټان د اسلامي نړۍ فوري او نغد مصیبت دی، څرګنده کړه: صهیونیسټي رژیم هغه حکومتونه استثماروي او لوټي چې ورسره د اړیکو د ښه کولو په لور ځي.
دوي زیاته کړه چې د صهیونیسټانو د دسیسو او پلانونو ایشوا کول په حج کښې یو ضروري کار دی او عرب او غیرعرب حکومتونه چې د ولسونو د غوښتنې په اپوټه او د امریکې په غوښتنه له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو په لور تللي دي،پوه دې شي چې دغه ناستې پاستې به د صهیونیسټي رژيم له خوا د هغوي له استثمار پرته هیڅ نتیجه ونه لري.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي دې ته په اشارې سره چې حج د اسلامي امت د یووالي نښه ده، څرګنده کړه: باید پوره پوره هڅه وشي چې د مسلمانانو د یووالي موضوع ته هیڅ تاوان ونه رسیږي ځکه چې اختلاف په تیره بیا د شیعه او سني ترمینځ اختلاف اچول د انګریزانو یو چل ول دی.
*/*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک د صهیونیسټي رژیم په لمسه تصویب شوی دی، څرګنده کړه: هیڅ کس نه شي کولې چې د ایران له ولس سره د زور په ژبه خبرې وکړي.
سید ابراهیم رئیسي د تیر زیارت په شپه وویل: باوري یو چې د دې کار بنیاد د صهیونیسټي رژیم په لمسون ایښودل شوی دی خو په هر حال، مونږ تل ویلي دي چې دا ډول اقدامات به د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله اودریدو او شاتګ ته مجبور نه کړي.
ولسمشر رئيسي په دې خبرې سره چې دا ډول اقدامات د پرمختګ په لور د ایران د ولس د تګ مخه نه شي نیوې، زیاته کړه: زور ویونکي باید د ایران د ولس حقوق په رسمیت وپیژني.
*/*/*/*/*/
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یمن کښې د دوو نورو میاشتو لپاره د اوربند د تمدیدولو په لړ کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي له وړاندیز سره په دغه هیواد کښې د ښکیلو لورو د موافقې هرکلی وکړ.
سعید خطیب زاده د شنبې په ورځ زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هیله لري چې په سیاسي هلوځلو سره د یمن محاصره په بشپړه توګه ختمه شي، پایداره امنیت ټینګ شي او سیاسي حل لارې ته د رسیدو لاره هواره شي.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې سټرايټجکې نظریې او د اصولي سیاستونو له مخې تل د یمن د کړکیچ حل لاره سیاسي بللې او د دغه هیواد د حقیقتونو په اساس د عادلاره صلحې د پرمخ بیولو لپراه یې له خپلو ټولو وړتیاؤ کار اخیستی دی.
*/*/*
په ملګرو ملتو کښې د ایران د سفیرې د هغو قهرجنو او ناعادلانه اقداماتو په غندلو سره چې د هیوادونو د روغتیا برخه یې اغیزمنه کړې ده، د ایران خلاف د یواړخیزو بندیزونو د ختمولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې د اغیزناکه اقدام غوښتنه وکړه.
زهرا ارشادي د تیرې جمعې په مازیګر په عمومي اسمبلۍ کښې په خپلې وینا کښې څرګنده کړه: لکه څنګه چې د ایډز وبا د ختمولو لپاره د نابرابرویو د ختمولو په عنوان سره د ملګرو ملتو د سرمنشي په رپورټ کښې ټینګار شوی، تر ۲۰۳۰ کاله پورې د دغې ناروغۍ په ختمولو پورې اړونده هلې ځلې له ټاکلي پروګرامه شاته دي، نو په دې وجه غړي هیوادونه باید د هغو ننګونو د ختمولو لپاره چې دغه هدف ته په رسیدو کښې د ځنډ لامل کیږي، موثره او جدي اقدامات دې غوره کړي.
*/*/*/*
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د صهیونیسټي رژیم اقدام او د دمشق په هوايي ډګر باندې حمله وغندله او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل د سوریې د حکومت او ولس ترڅنګ دی او هم دغه شان یې ورسره ولاړ پاتې شي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د سوریې د هوايي ډګرونو، بندرونو او نورو مهمو او حیاتي مرکزونو په شمول د سوریې په بیخ بنايي تاسیساتو باندې د اسرائیلو د تیریګر رژیم حملې نه یوازې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ بلکې د ټولو نړیوالو قوانینو او انساني اصولو ښکاره خلاف ورزۍ ده.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد هم د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړونو په قدرونې سره، د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ او تیریدو په وړاندې د سوریې د ولس د مقاومت په دوام باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: په سیمه کښې د اسرائیلو د رژیم دا ډول وارخطا اقدامات او تیري، د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د ویرې او کمزورۍ نښې دي.
*/*/*/*/
او د ایران د ګمرک یا کسټمز ویاند د دې هیواد د غیرتیلي بهرني تجارت د ۳۶ فیصده زیاتوالي خبر ورکړ.
"سید روح الله لطیفی" تیره سه شنبه د ۱۴۰۰ کال د وږي د میاشتې له اولې نیټې نه د ۱۴۰۱ کال د غويي د میاشتې تر پاې پورې د هیواد د بهرني تجارت په هکله وویل: د ایران غیرتیلي تجارت د ۸۳ میلیارډه، ۹ لاکه او ۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۲۶ میلیون، ۸ لاکه او ۷۷ زره ټنه شیانو ته رسیدلی چې د تیر پړاؤ د ورته مودې په پرتله په کښې د وزن له نظره ۸ فیصده او د ارزښت له نظره ۳۶ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی