په ایران کښې پوه بنسټه اقتصاد ۲۶
په ایران کښې پوه بنسټه اقتصاد نومې لړۍ له یو بلې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو
د طب و صنعت رهیاب په نامه پوه بنسټه شرکت په ۱۳۹۳ کال کښې جوړ شو او د سلولونو د بیلولو د ستنو او د دې کار د مقناطیسي کِټونو MACS د جوړولو په برخه کښې کار کوي. د دغه شرکت د کار بنیاد د عامل دار شویو نانو ذرّاتو په تولید کښې د ماهرانو د اوږدې تجربې په بنیاد د کیفیت له پرله پسې لوړولو سره مل د ډیرو محصولاتو تولید دی. لوړ معیارونه سبب شوي دي چې دغه شرکت له بدنه د بهر تشخیص، انالایز، په سلولونو باندې د سټیکر لګولو او هم داشان د تشخیص او علاج د نویو طریقو په لړ کښې د تحقیقاتو د سیسټمونو لپاره د یو قابلِ اعتماد تولیدونکي په توګه وپیژندل شي. د دغه شرکت د تحقیقاتو یوه برخه د مګسیو Magsieve په برینډ او نامې سره د سلولو د بیلونکې ستنې او مشین د جوړیدو لامل شوې ده چې د Miltenyi په نامه د ورته بهرنۍ نمونې ځاې یې نیولی دی.
دغه شرکت هم داشان د یاد مشین د کار د صحت په هکله د ایران د انتقالِ خون له ادارې څخه د تاییديې په اخیستلو کښې هم کامیاب شوی دی. د بهرنۍ نمونې په پرتله د دغه مشین نوې ډیزاین، پر ظاهري ښکلا سربیره، د اسان او د کارونکي د خوښې مطابق استمعال امکان برابر کړی دی. د مشین په باډۍ کښې په مختلفو اندازو د فالکن د پایپونو د کيښودو لپاره ځایونه جوړ شوي دي او د وینځونکو محلولونو د راغونډولو لوښې، سټینډ ته له ضرورت پرته د خروجۍ په ځاې کښې ایښودل کیدې شي.
د دغه شرکت له خوا ډیزاین شوي د سلولونو بیلونکي کټونه په پراخه پیمانه د حفاظتي او بنیادي سلولونو د بیلولو وړتیا لري. د داخلي او صنعتي اوبو او سپری د پاکولو مشین د دغه شرکت له خوا جوړ شوی او نن سبا خرڅیږي. د خلاقانه آئیډیاؤ او محصولاتو له لارې د تازه ارزښتون وپه رامینځته کولو سره د خلکو د ژوند د کیفیت ښه کول او په پوهنتونونو او تحقیقاتي مرکزونو پورې د اړوندو علمي پروژو د بهیر چټکتیا د دغه شرکت ځیني اهداف دي. دغه شرکت توانیدلی چې په ۱۳۹۷ کال کښې د دویم ډول د پوه بنسټه تولیدي شرکت په توګه په دې لړ کښې د خپل فعالیت مجوز ترلاسه کړي.
په کلي توګه د سلولونو د بیلولو او د اوبو د پاکولو مشینونه د طب و صنعت رهیاب شرکت له اصلي محصولاتو څخه ګڼل کیږي. د سلولونو په بیلولو کښې هم د سلولونو د جلا کولو مشینونه، د سلولونو د بیلولو ستنې او هم داشان یې کټونه شاملیږي.
نن سبا په ډیرو تحقیقاي او تشخیصي لیبارټریو کښې د سلول بیلول د مختلفو ټسټونو په ترسره کولو کښې ډیر استعمال لري. سلولونو ته له زیان رسولو پرته د زیات شمیر سلولونو کره او خالصه بیلونه د محققانو د نظر وړ مهم کار دی. په سانټریفیوج سره د سلولونو د بیلولو زړې طریقې، د ډیر وخت اخیستو نه علاوه د سالمو سلولونو د پام وړ شمیر په جلا کولو کښې ډیره ګټه نه لري. د مقناطیسي ذراتو په کارولو سره د سلولونو بیلول هغه طریقه ده چې د سطحي مارکر په اساس د مختلف ډوله سلولي جمعیتونو د جلا کولو په موخه استعمالیږي. دغه طریقه چې په لنډه توګه MACS بلله کیږي، له یو بله د سلولونو د بیلولو د زرین معیار په توګه مطرح ده.
په تیرو ۲۵ کلونو کښې دغه طریقه د بنیادي سلولونو د خالص کولو، د هډوکي له مغز څخه د لوکیمیا د بدخیمو حجرو د حذفولو، له IVF مخکښې د اپوپټوټیک اسپرم بیلول او حذفولو او د وینې په ګردش کښې د موجودو سرطاني سلولونو په بیلولو کښې کارول شوې ده.
د دغه مشین خاص ځانګړتیاوې، لارښوونې او سټونه سبب کیږي چې په یوې درملیزې طریقې باندې د هرې علمي کارکردګۍ د بدلیدو امکان ولري. نن سبا د وینې د کینسر د AML ډول په درلمنه کښې د دې مشین د کارولو امکان شته دی چې د FDA له خوا هم تایید شوی دی.
د طب و صنعت رهیاب شرکت د سلولونو د جدا کولو د تخنیکي پوهې لرلو ته په پام سره د تحقیقاتي او درملیزو فعالیتونو لپاره د ډول ډول کټونو د جوړولو توان لري. په IVF طریقه کښې په طبیعي حالت سره یوازې بشپړ شوي او سالم سپرمز تخمکونو ته د رسیدو توان لري چې له امله یې امیندواري پیدا کیږي. په دې بنیاد په سړیو کښې شنډوالی د سپرم د لږ تولید، د هغو د ناقص والي او د سپرم د بې حرکتۍ په وجه رامینځته کیږي. په خواشینۍ سره د دنیا له ۵۰ میلیونو زیات کسان شنډ دي. خو نن سبا د شنډوالي په تیره بیا په سړیو کښې د دغې ناروغۍ د درملنې په طریقو کښې ډیر پرمختګونه شوي دي.
د سپرم د جلا کولو په دودو طریقو کښې د ډیر وخت پر لګیدو سربیره د سالمو سپرمونو د پام وړ شمیر په جلا کولو کښې ښه نتیجه نه ترلاسه کیږي. خو د طب و صنعت رهیاب شرکت کښې له پرمختللې ټیکنالوجۍ Magsieve څخه په استفادې سره عیب لرونکي سپرمونه چې د بارورۍ قابلیت نه لري، جلا کیږي.
په دې وجه دا طریقه نن سبا آیډیل او له خرابو سپرمونو د سمو او بارورو سپرمونو د جدا کولو لپاره د تایید وړ ده. دا طریقه ډیر مزیتونه لري چې یو په چټکوالی او اسانتیا، د لګښت له نظره ارزانوالی، د خرابو سپرمونو د ختمولو په قابلیت سره د زیات شمیر سمو سپرمونو بیلول او هم داشان سمو سپرمونو ته ډیر کم تاوان رسول او له هغې زهرجنې بایالوجیکې مادې په کښې نشتوالی دی چې د سپرمز د غیرفعال کیدو لامل کیږي.
د طب و صنعت رهیاب شرکت تولید کړې د اوبو د پاکولو مشین د دغه شرکت یو بل تولیدي محصول دی چې په کښې د کورنیو اوبو د پاکولو فلټرونه، د څښلو د صنعتي اوبو د پاکولو او د پاتې صنعتي اوبو د پاکولو مشینونه شامل دي.
په اوبو کښې څه باندې ۷۰۰ ډوله زیان لرونکي کیمیايي مواد پیژندل شوي دي چې زیاتره په روانو او تر ځمکې لاندې اوبو کښې د صنعتي اوبو او د ښار د استعمال شویو اوبو او هم داشان د وینځونکو موادو او د نباتي آفاتو د زهرونو د شاملیدو له امله رامینځته کیږي. د آرسنیک په شان ناخالصیو شتون که څه هم د خوند او بوي د بدلیدو لامل نه ګرځي خو په اوبو کښې له ډیرو خطرناکو موادو څخه دی. له حده په زیاتو درنو فلزاتو په تیره بیا آرسنیک، جیوه او یا کروم سره د څښلو د اوبو استعمال د انسان د سلامتیا لپاره تاوان ثابت شوي دي چې په سرطان یا کینسر باندې د اخته کیدو رسک ډیر زیاتوي.
اکو سیو ټیکنالوجي چې له اوبو څخه د اضافي موادو د ختمولو ډیره اغیزناکه طریقه ده، د طب و صنعتِ رهیاب شرکت له خوا موندل شوې او د اوبو د پاکولو په فلټرونو کښې استعمالیږي. دغه مشینونه یا فلټرونه اوبه په معیاري کیفیت سره پاکوي او په اسانه یې د استعمال وړ ګرځوي.
په اِکو سیو ټیکنالوجۍ کښې له یو ډیر اقتصادي، اغیزناک او ساده طریقې کار اخیستل شوی دی چې په اوبو کښې د آرسنیک او درنو فلزاتو په شان د موجودو خطرناکو عناصرو د ختمولو توان لري او د کیلشیم په شمو یې نور ګټه ور مواد ساتي.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی