ایران د اونۍ په هینداره کښې
(last modified Sat, 25 Jun 2022 05:39:35 GMT )
Jun 25, 2022 10:09 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

ایران د اونۍ په هینداره کښې نومې دې لیکنې کښې د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو خبرونو او پيښو جاجونه کوو

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیرې اونۍ یوه مهمه پیښه تهران ته د قزاقستان د ولسمشر  او ورسره پلاوي سفر او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره یې ملاقات و.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قزاقستان د ولسمشر او ورسره پلاوي په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د یوکرین په قضیه کښې اصلي ستونزه د ناټو د پراختیا لپاره د لویدیځوالو پروګرام دی

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ په یکشنبې د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژورمات توکایُف او ملګري پلاوي په کتنه کښې، په یوکرین پورې د اړونده مسائلو په هکله وویل: د یوکرین په مسئله کښې اصلي ستونزه دا ده چې لویدیځوال د ناټو د پراخولو په تکل کښې دي او هغوي چې په هر ځاې کښې وتوانیږي، د خپل نفوذ د پراختیا لپاره به ځنډ او فکر ونه کړي.

دوي څرګنده کړه چې چارې باید په ځیر سره وڅارلې او وڅیړلې شي او خیال وساتل شي ځکه چې امریکایان او لویدیځوال تل د آسیا د شرق او غرب په شمول مختلفو سیمو کښې د خپل نفوذ د دایرې د پراخولو او د هیوادونو د خپلواکۍ او اقتدار د خرابولو په لټه کښې دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایران او قزاقستان ترمینځ ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره په مختلفو ډګرونو په تیره بیا د سیمه ایزې ملګرتیا په برخه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ له مخکښې نه د زیاتې پراختیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د سیاسي او اقتصادي مسائلو په برخه کښې غږملتیا د اړیکو د پراختیا لپاره ضروري وبلله او د ګډ کمیشن د فعالیدو په ضرورت باندې په ټینګارسره یې څرګنده کړه چې دواړه لوري باید د موافقو د تعقیبولو او د هغو د اجرايي کیدو لپاره څو چنده کوشش وکړي.

معظم رهبر د ایران او قزاقستان د کلتوري اړیکو پراختیا هم ډیره مهمه وبلله.

په دغې کتنې کښې د قزاقستان ولسمشر قاسم ژورمات توکایف هم وویل چې د ایران له ولمسشر سید ابراهیم رئیسي سره یې ډیرې ښې خبرې اترې وکړې او کوم اسناد چې دواړو لورو لاسلیک کړل، هه د دواړو هیوادونو د اړیکو له مخکښې نه د زیاتې پراختیا زمینه برابرولی شي.

*/*/*/*/

ایران خارجه وزیر له خپل اماراتي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې په سیمه کښې د قدس د نیواکګر رژیم شتون  په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ ، ناامنۍ، ټرور او ورانکارۍ عامل وباله .

حسین امیر عبداللهیان د اسلامی ایران په بهرني سیاست کې د ګاونډیانو لومړیتوب ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ د دوه اړخیزه سلاو مشورواو د کتنو په زیاتولو ټینګار وکړ او هغه یې د ایران او اماراتو ترمینځ د اړیکود پراختیا زمینه جوړونکی وباله .

په دغو ټیليفوني خبرو کښې شیخ عبدا... بن زاید ال نهیان هم د خپل مینځیو اړیکو په پراختیا کې د دواړو هیوادونو ګډو ګټو ته په اشارې سره د ایراني او اماراتي چارواکو د پرله پسې سلاومشورو هرکلی وکړ .

هغه ټینګار وکړ چې متحده عرب امارات به هیڅ لورې ته د ګاونډي هیوادونو خلاف له خپلې خاورې څخه د خرابونکو اقداماتو اجازه ورنه کړي او تل یې د ګاونډیانو امنیت ته پام کړی دی.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت د کشتۍ چلونې د شرکت پ ملګرتیا سره له شمال-جنوب کوریډور څخه په ازمیښتي توګه د ۴۰ فوټیزو کنټینرونو د دوو جوپو په تیریدو سره، له روسیې څخه د ایران له لارې هندوستان ته وړومبنۍ څواړخیزه ټرانزټي کارګو وشوه او دغه لاره د کلونو کلون له مذاکرې او صلاح مشورو وروسته فعاله شوه.

دغه جوپه په آزمایشي توګه د روسیې له سن پیټرزبرګ څخه روانه شوه او آستارا خان بندر ته له منتقلیدو وروسته د کاسپین سمندر له لارې ایران ته راورسیدله او ټاکل شوې چې د ایران په جنوب کښې د فارس خلیج له لارې د هندوستان لویدیځو سواحلو ته ورسیږي.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د تیرې چارشنبې په ماښام په تهران کښې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګئي لاورول په کتنه کښې، د ایران او روسیې د چارواکو پرله پسې ملاقاتونه او خبرې اترې د اقتصادي برخې په شمول د دواړو ولسونو لپاره د ګټه ورو سټراټیجکو ملګرتیاؤ د یو نوي پړاؤ د رامینځته کولو لپاره د ایران او روسیې د جدي هوډ نښه وبلله.

د اسلامي ایران ولسمشر له خپل هیواد سره د روسیې د اقتصادي ملګرتیا د پراختیا د مخ په ودې بهیر د وروستي وضعیت په هکله د روسیې د خارجه وزیر له رپورټ وروسته وویل: د ملګرتیاؤ او غږملتیاؤ پیاوړتیا د خپلواکو هیوادونو خلاف د امریکې د اقتصادي یواړخیزپالنې او بندیزونو سره د مقابلې لپاره اغیزناکه حل لاره ده.

په دغه ملاقات کښې د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف هم د اقتصادي برخې په شمول د تهران او ماسکو د ملګرتیاؤ د اړخونو په هکله تفصیلي توضیحات وړاندي کړي او سټراټيجکې سویې ته له ایران سره د ملګرتیاؤ د رسولو لپاره یې د خپل هیواد په چمتووالي او دلچسپۍ باندې ټینګار وکړ.

لاوروف هم داشان د شنګهايي د اقتصادي ملګرتیا په سازمان کښې د ایران د غړیتوب اهمیت ته په اشارې سره، په سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د رول لوبونې له پراختیا څخه د روسیې ملاتړ اعلان کړ.

*/*/*/*/

ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي تیره دوشنبه په نړۍ کښې له اسلامه د ویرونې د ورځ تر بلې زیاتیدونکي بهیر په هکله په خبرداري سره، د دیني عقایدو په بنیاد د خلکو د سپکاوي پراختیا د ولسونو ترمینځ د زغم او د ګډ صلحه ایز ژوند د دودولو مخې ته یوه بنیادي ننګونه وبلله.

هغه وویل: دا بهیر، د اسلامي ضده ډلو له اقداماتو او د اسلام دښمنه رسنیو له خوا یې له دودولو سره په مقابله کښې د ځینو حکومتونو د بې عملۍ په سیوري کښې، په ځینو هیوادونو کښې د حجاب د محدودیت، د قرآن سوزونې او د دیني شعائرو د سپکاوي

په شان یولړ سیاسي اقداماتو د ترسره کیدو سبب شوی دی.

مجید تخت‌روانچي په دغې غونډې کښې د پردې او حجاب به وجه د مسلمانو نجونو او ښځو د ځورونې موضوع ته د ځانګړې پاملرنې په ضرورت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: له اسلامه د ویرونې په هکله دغه ډول ګروهنو د تشدد او قهرجنې افراط پالنې لپاره یو تیار ماحول جوړ کړی دی چې د ټولنیز پیوستون او هم داشان د ټولو ټولنو د امنیت او سوکالتیا لپاره یو جدي ګواښ دی.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بریکس ډلې د غړو هیوادونو په سرمشریزه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ له سترو بازارونو سره د بریکس ډلې د هیوادونو نښلیدو په لړ کښې یو پایداره شریک کیدلی شي.

«سید ابراهیم رئیسی» تیره جمعه د چین په کوربه توب د بریکس ډلې د غړو هیوادونو د مشرانو په آنلاین غونډې کښې زیاته کړه: نړیوال متعارض بهیرونه، د لوېدیځو هیوادونو یو اړخیز پالنه، تندلارې ملي پالنې او د بندیزونو په څېر اقتصادي زور وینې د ملګرو ملتونو د ادارې تر څنګ د نویو ارګانونو او ملګرتیاو د پیاوړتیا ضرورت رامینځ ته کوي تر څو د هیوادونو ملي واکمنۍ او ملي ګټو ته په درناوی سره، په نړۍ کښې (په ګډ راتلونکي سره د بشري ټولنې) د عملي کولو لپاره یو مهم ګام پورته شي.

*/*/*/*/*

او د ایران او چین خارجه وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او وانګ یي تیره پنجشنبه په ټیلیفوني اړیکه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د بهیر او به ایران باندې د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو په شمول د دلچسپۍ وړ ځینو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بندیزونو د ختمولو مذاکراتو ته په اشارې سره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس سیاسي پریکړه لیک غیررغنده وباله او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت تیار دی چې په ښه نیت او جدیت سره، یوې پایدارې او د ایران د ولس د ګټو ساتونکې موافقې ته ورسیږي.

د ایران خارجه وزیر د دواړو هیوادونو د چارواکو خبرې اترې د تهران او بیجنګ د اړیکو د پراختیا لپاره د همفکرۍ په لړ کښې یوه مناسبه زمینه وبلله او زیاته یې کړه: هیله لرو چې د کرونا د وبا کنټرولیدو ته په پام سره د هوايي ټرانسپورټ او د محصلینو د تبادلې په شمول د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا بهیر زرترزره اسان شي.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د چین خارجه وزیر وانګ یي هم په نړیوال ماحول کښې د یواړخیزپالنې په ردولو سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا لپاره له ایران سره د ټولنو د سټراټیجک مشارکت شتون ګټه ور او رغنده وباله.

هغه د ایټمي مذاکراتو له دوام څخه د ملاتړ په اعلانولو او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د سیاسي پریکړه لیک په کړکیچ جوړونکي بللو سره هیله وښودله چې د ډیپلماسۍ لاره او خبرې اترې د ویانا په مذاکراتو کښې د موافقې لامل وګرځي.

*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی