هرمز نومې بالسټیک توغندی،د ایران د سمندري توانمنیو زیاتیدا
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د سمندري توانمنیو د زیاتیدا په زمینې کې د لوړو ګامونو په دوام کې د هرمز نومې بالسټیک توغندي دځانګړنو په باب درسره غږیږو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د ایران داسلامی جمهوریت د اقتدرا د یوې مولفې په توګه توغندوي سلاکووټ ،د وسلوالو بندیزونوپه غبرګون کې او هم د سټراټژيک مخه نیونکي وړتیا د غوړیدا په لړ کې دقدرتمنیدا بنیاد پياوړی کړی دی ..
د پوه بنسټه او ځاي کیدا دوه ځانګړنې لامل شوي دي ، چې په وروستیو درو لسیزو کې د ایران توغندي توانمنۍ پراختیا ومومي او نن سبا هم د پرمختګ هغه حد ته رسیدلی دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په اختیار کې ډير زیات ډول ډول بالسټیک توغندي ورکړل شوي دي .له دغه ډول توغندیو استفاده ،د دښمن د حملو دځواب لپاره یو مناسب لورنیونه حسابیږي . په دې توګه چې له بالسټیک توغندي څخه د استفادې اسناني مرګ ژوبلې او تاوانونه ، د نورو پوځي ټاکنو په نسبت ډیرې کمې دي او پر دې سربیره ،له توغندوي قدرته استفاده ، به ځواب ورکول لا چټک او په موقعې کړي .
د ایران داسلامی جمهوریت د توغندیو یو ترټولو مهم ډول د ؛فاتح- ۱۱۰ ډوله توغندیو ډول دی چې ډير زیات دقت لري او تر اوسه پورې هم د دوي ډير ماډلونه پراخ شوي او دایران وسلوالو ځواکون ته سپارل شوي دي . دفاتح – ۱۱۰ ډوله توغندیو په ډول کې د ایران یوه توغندوي بریا د ؛ هرمز ؛ توغندی دی،چې د پامم وړ مقدورات لري او په دوو ډولونو کې یعني هرمز یو او هرمز دوه ډولونو کې تولید او عملیاتي شوی دی . د هرمز یو او هرمز دوله ډوله توغندي په شان د بیړۍ ضد او راډار څخه تښتیدونکي بالسټيک توغندیو پلانول او جوړول،د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي سسټم د خوندیتوب او قدرت ښودنه کوي چې د هیواد مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتنې په لړ ورځ تر بلې لاپسې پراخ او پياوړی کیږي .
د بیړئ او کشتۍ ضده بالسټیک توغندیو ځانګړتیا په څو علتونو ده ، لومړۍ ئې دا چې د ایران ، چین پرته بل هیواد په بیړئ ضد رول لوبونې کې د بالسټیک توغندیو رسمي کارؤنکی نشته . دوهم دا چې ،د واټن په وهلو او سپيډ کې د ډیرې وړتیا ،د وارهیډ وزیات وزن ،په اوبو کې په ډيرې زیاتې زاوئې سره د ټارګټ په لور د سپيډپشمول د بالسټیک توغندیو خاصو ځانګړنو ته په پام سره ، دغه توغندي د هغه ټارګټ کیدا په نسبت چې د دښمن د توغندوي ضد دفاعي سسټم په وسیله ممکنه وي ،احتمال ئې کمدی او په مقابل کې له ډير زیات اغیزشیندنې او تباهي رامینځةکونې له وړتیا برخمن دي .ددغو توغندیو د قدرت د لومړنۍ ازمیښت نتیجه، د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک دقوماندان په وسیله د پیامبر اعظم اوه نومې سترې توغندوي مانورې د پيلیدا په درشل کې خپره شوه ،چې په مځکنۍ او سمندري حدودو کې په هرې یوې برخې کې ئې د راډارونو د تباه کولو توانمنۍ لري.دغه توغندی هماغه هرمز یو ډوله توغندی ؤ چې د هرمز دوه ډوله توغندي تر څنګ ئې د ۱۳۹۳لمریز کال په غوائ یا ثور میاشت کې مخ کتنه وشوه .هرمز دوه ډوله توغندی په فعال راډاري لټون سره په ۱۳۹۲ کال کې مثبته نتیجه ورکړې وه .
هرمز یو او هرمز دوه ډوله توغندي د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۳۹۳لمریز کال د غوائ یا ثور د میاشتې په یوویشتمه نیټه، د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک له بریاؤ څخه د اسلامی انقلاب ددرستو قواؤ دستر قوماندان او د معظم لارښود په لیدو سره نندارې ته وړاندې شو .دغه بالسټیک توغندی چې د شهید سردار طهراني مقدم په وسیله پلان او تولید شوی دی ، د ایران یو تر ټولو خاص او کم ساری بالسټیک توغندی دی . هرمز توغندی د جوړښت اوظاهر له پلوه د فارس خلیج دکشتۍ ضده بالسټیک توغندي ته ډير ورته والی لري . دهرمز بالسټیک توغندي پلانونه او جوړول چې د خلیج فارس نومې توغندي څخه لا زیات ماډرن ماډل حسابیږي ، د فاتح -۱۱۰ ډوله توغندي په اساس ترسره شوی دی .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان سردار حاجی زاده د ۱۳۹۵لمریز کال د کب یا هوت د میاشتې په روستیو کې د هرمز دوه ډوله بالسټیک توغندي د آزموینې خبر اعلان کړ .
دهغه په وینا، هرمز توغندی چې په فاتح ماډل کې دایران د اسلامی جمهوریت د سمندري بالسټیک توغندیو اعلان شوی تر ټولو وروستی ماډل دی ، توانیدلی دی ، په عمان سمندر کې او په دوه سوه پنځوس کلومیټرۍ کې په یوه واړۀ ټارګټ په کامیابۍ سره ولګیږي . د هرمز دوه ډوله توغندی رینج یا واټن په کابو درې سوه کلومیټر حدودو کې دی او چټکتیا ئې هم د غږ د چټکتیا په مقابل کې د څلور او پنځو ترمینځ په اندازه زیاته ده.هرمز یو ډوله توغندی چې راډار ضده دی،د خلیج فارس توغندي په اپوټه چې له آپټیکي لارښونې استفاده کوي ،او د فاتح -۱۱۰ ډوله توغندی چې له ډير دقیق ګائيډيډ سسټم څخه استفاده کوي ،د راډاري ویوز لټؤنکي سسټمه استفاده کوي او د هغو د خپریدا پر مرکز او سرچینې حمله کوي .
ددغه توغندي د وار هیډ وزن په رسمي توګه اعلان شوی نه دی ، خو د فاتح -۱۱۰ ډوله او خلیج فارس ډوله توغندیو ماډل ته د دوي ورته والی ته په پام سره،ددغه توغندي د وار هیډ وزن له څلور سوه پنځوس کلوګرامه رانیولې تر شپږ سوه کلوګرامو ترمینځ اټکل شوی دی .په مانورې کې دهرزم یو ډوله توغندي د توغولو په خپرو شوو عکسونو کې مشخصه شوې چې دغه توغندی توانیدلی دی،یوازې شپږ میټره اوږد کنټينر چې راډار پرې لګیدلی ؤ ، تباه کړي چې یو ډیر مهم دقت او کړچار حسابیږي .
سردار حاجی زاده په دې باب وائي ،هرمز یو ډوله توغندی ، په یوې جنګی بیړئ لګیدلي راډارونه یا په وچې کې پيټریاټ سسټم او یا یو لټؤنکی راډاري سسټم تباه کولی شي .
د هرمز ډوله توغندوي سسټم په باب یو بل ټکی ددغه سسټم ډیر زیات خوځښت دی چې په یوه چټک خوځنده پلیټ فارم لګیږي.بل د پام وړ ټکی دا دی چې دغه دوه توغندي ، مختلف وار هیډ لري ، او دا چاره په قدرت او تباه کولو توان کې د توپیر ښوده کوي .هرمز یو او هرمز دوه ډوله توغندي د خلیج فارس نومې بالسټیک توغندي ترڅنګ د یوه بل په ملاتړ او پشتیبانۍ سره هم په مختلفو شرائطو کې د یوه بل د توانمنیو په بشپړتیا سره د دښمن د جنګي بیړیو لپاره درې ګوڼه مرګونی ځيری کیدلی شي چې په نهایت کې د هر ډول آب و هوا په شرائطو کې یا د الیکټرانیک جنګ په شتون کې یا په شیشت کې دراوستي بیړئ د راډار د خاموش شونې په بڼه کې به د ټارګټ کونکو د تباه کولو وړتیا لري .
په جنوبی برخو کې له ډیرو اوږدو سواحلو او زیاتو ټاپوګانو څخه د ایران برخمنیدا ته په پام سره د دښمن په جنګی بیړئ باندې له مختلفو لورو څخه د توغولو امکان ممکن شوی ددغو توغندیو دتباه کیدا توان عملا ناممکن کوي . په دې توګه او ددغه ډول توغندیو په راپنځیدا سره د نامنظمو جنګونو دسټراټژۍ په لړ کې ، د کم لګښت په رودې سره دقوا انډول بدل شوی او دتعادل او برابرۍ په لور پر مخ ځي .
هرمز یو او هرمز دوه ډوله توغندي ، پيټریاټ او خوځنده راډارونو په څير دتوغندیو ضد سسټم لرونکو راډارونو د تباه کولو وړتیاوې لري او اساسا یو راډار ضده بالسټيک توغندی حسابیږي .هرمز یو ډوله توغندی د هماغه فاتح -۱۱۰ ډوله سسټم په څیر په کابو نهه میټره اوږدوالي ، درې زره درې سوه دیرش کلوګرام جرم ، څلور سوه دوه څلویښت کلوګرام وارهیډ، او دوه سوه پنځوس کلومیټر واټن سره جوړ شوی دی.دغه بالسټیک توغندی په درې سوه کلومیټرۍ واټن کې د شل فټیز کنټینر په بشپړ او دقیق ډول دتباه کولو وړتیا لري .
هرمز یو ډوله توغندی چې د غږ په مقابل کې له څلورو ترپنځه زیاتې اندازې پورې چټکتیا لري ، د ایران او نړۍ یومړی راډار ضده بالسټیک توغندی ګڼل کیږي . په حقیقت کې راډار ضده یو بالسټیک توغندي ، په درستې نړۍ کې یوازې دایران اسلامی جمهوریت ئې په اختیار کې لري او په ګوته شمیر څو هیوادونه چې د هوافضا ضد دفاعي سسټم لرونکي دي ،دغه توانمني ،د راډار ضده او نورو هوائي وسلو ضده توغندیو په بڼه کې ده چې د جنګي الوتکو له خوا یا نورو الوتکو په وسیله د دښمن دراډاري سایټونو اوسسټمونو په لور توغول کیږي .
هرمز دوه ډوله بالسټیک توغندی،د جنګی بیړئ ضده یو سمندری بالسټیک توغندی دی چې د سمندر په سطح او تر درې سوه کلومیټرۍ په حد کې د متحرکو ټارګټونو په دقیق ډول په شیشت کې راوستلی او تباه کولی شي . دغه توغندی دسمندر په سطح باندې دهر یو ه متحرک ټارګټ او کشتۍ باندې په ډير زیات سپيډ سره حمله کولی او په دقیق ډول ئې تباه کولی شي . په دې توګه دغه توغندی ددې جوګه دی چې په فارس خلیج یا عمان سمندر کې هم ددښمن سترې جنګی بیړۍ یا کشتۍ ټارګټ کړي.ددغه توغندي پلانونکی او جوړونکی چې د ایران یو ترټولو بې مخینې بالسټیک توغندی دی ، یعني هماغه د هرمز یو ډوله توغندي پلانونکی شهید سردار حسن طهراني مقدم دی .
په داسې حال کې چې دکشتۍ ضدکروز توغندیو سپيډ دغږ په مقابل کې له اوو تر اتو برابره اندازې کې دی،خو دهرمز دوه توغندي سپيډ د څلورو او پنځو برابره اندازې ترمینځ اټکل کیږي .هرمز دوه ډوله توغندی ، کابو څلور ټنه وزن لري او د وارهیډ وزن ئې هم تر پنځه سوه کلوګرامو پورې دی . دغه توغندی دهرمز یوډوله بالسټيک توغندي ماډرن شوی ماډل دی او نهه میټره اوږدوالی لري .
له سیمې د ورآخوا اوپرَدَیو درستې کشتۍ ا و بیړۍ، فارس خلیج ته واردیدو لپاره مجبوره دي له عمان سمندر او هرمز تنګي څخه تیرې شي او باید ددغې واریدیدا لپاره د ایران داسلامی جمهوریت دپوځي ځواک مامورانو ته ځواب ووائي او خپل مشخصات په بشپړ ډول اعلان کړي . پر دې اساس د مکران په سواحلو کې د هرمز دوه ډوله او خلیج فارس نومې توغندیو په شان په تور سمندر کې د بالسټیک توغندوي سسټم دیره کیدا،دسمندري ګواښنو په مقابل کې د ایران دتوغندي یرغل او مخه نیؤنکی قدرت تر پام وړ اندازې پورې زیاتولی شی .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************