د شهید سلیماني کشتۍپه سمندري ډګرکی د نوښت سمبول
دغه کشتۍ د خپلو هم اندازه کشتیو په نسبت د مانور له ډیر زیاتې وړتیا برخمنه ده چی دغه وړتیا په افندی او پدافندی ډول ډول تاکتیکونو په اجراکې ډیر زیات اهمیت لري .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی ایران د ملی امنیت او قدرت لپاره د سمندری ځواک اهمیت د هغه هیواد په توګه چی په خپلوشمالی او جنوبی پولو کې اوږده ساحلونه لري او له بل پلوه د فارس خلیج په جیو پولټیکه حوزه کې قرار لری ، نه انکاریدونکې دې .
دغې چارې او حقیقت ته په پام سره چی ایران څو لسیزې کیږی له تسلیحاتي بایکاټونو سره مخامخ دې ، نو ځکه د سمندری تجهیزاتو او کشتیو د تامین لپاره داخلی وسونو ته پام د ایران د سمندری صنایعو او سپاه پاسداران د سمندری ځواک د ځان بسیا د فعالیتونو سرلوحه ګرځیدلی دی .
د ندسا نوښت
د سپاه پاسداران سمندری ځواک ندسا چی د تپلی جنګ په مینځنیو کی کې یې بڼه غوره کړه ، له سپیڅلی دفاع وروسته د دنیا د ورځې له تیکنالوجۍ په استفادې سره وتوانیده ورو ورو جنګی او لجستکی کشتۍ او د خپلې اړتیا وړ نور تجهیزات په ځای توګه تولید کړی او ځا بسیا ته ورسی . د سپاه پاسداران سمندری ځواک له سپیڅلی دفاع وخت راهیسې تر مودو مودو د کشتیو په حوزه کی په خپلو تندرو کشتیو متکی وو ، یعنی وړکوټی او چټکې کشتۍ یې خپل ماموریت ته په پام سره استفاده کولې ، خو په وروستیو کلونو کې په سپاه کې د تندروکشتیو په طراحۍ کې یو مهم بدلون یعنی د دوه بدنې (کاتاماران )کشتیو د جوړولو لپاره هڅه شوی ده . د کاتاماران کشتۍله یوه بله جلا له دو بدنو جوړشوه شوی چی د یوه مینځنی بدنې په وسیله سره تړل کیږی . د یو بدنې کشتیو په اپوټه چی د خپل انډول لپاره له بره مخزنونو استفاده کوی ، په کاتاماران کشتیو کې په اوبو کې د بدنې د پایدارۍ په خاطر د دوه بدنې ترمینځ له عرضی فاصلې استفاده کیږی او هر څومره چی دغه عرض زیات وی نو پایداری هم زیاتیږی . د دغه ډول طراحۍ یوه بله مهمه ګټه په ډیرو کمو ژورو اوبو یعنی کابو له دوه میټره کموژورو اوبو کی د حرکت کولو وړتیا ده . په دې زمینه کی لومړی ګام د شهید ناظری د کشتۍ په جوړولو سره پور ته شوی او بل ګام اوس د شهید سلیماني د کشتۍ په جوړولو سره پوره شوی دې .
د ندسا قوماندان سردار علیرضا تنګسیری د ۱۴۰۱ کال په مرداد میاشت کې د سپاه د مالک اشتر فیسټوال په ترڅ کې د دې خبرې په کولو سره چی دغه ځواک په تیرو څه د پاسه دریو کلونو کې د سپاه په سمندری ځواک کې اته الحاق درلودلی دی چی عموما د هیواد د داخل له تجهیزاتو جوړشوی ید ، وویل د سپاه د سمندری ځواک یو ویاړ دا دې چی د هیواد دننه له جوړو شویو تجهیزاتو استفاده کوی چی په دې لړ کی د شهید سلماني کشتۍ چی په ریډار کی نه راځی او اینکت بدنه لری ، جوړه شوی ده . دغه لړۍ د شهید سلیمانی په نوم نومول شوی ده او په بوشهر کې د شهید محلاتی په سمندری صنایعو کې په ځای توګه طراحي او جوړه شوی ده او له دې سره په یووخت په بندرعباس او قشم کې هم په جوړیدا ده . هغه د شهید سلیمانی کشتۍ په اړه وویل دغه ځانګړی کشتۍپه بشپړه نوی بدنې اینکت (incat)سره جوړه شوی ده . د شهید سلیمانی کشتۍ په حقیقت کې کاتاماران اینکت یعنی کاتاکاران کشتۍ په سینې سره ده . د یادولو ده چی په نړۍ کې یوازې درې هیوادونه د څه د پاسه ۶۰ میټره په اوږدوالی سره د الومینیومي کشتیو د جوړولو او طراحۍ کولو وس لری چی ایران هم پکې شامل دې .
ځانګړتیاوې
د شهید سلیمانی جنګی کشتۍ چی په ۶۷ میټر اوږدوالی سره ، د سمندرونو او دریابونو په خرابو شرایطو او لیرې اوبوکې د ډول ډول عملیاتو د اجرا ، سمندر کچکونې وړتیا او د طراحي ډول ته په پام سره د۶۰۰ ټنه وزن د وړلو توان لری . دغه کشتۍ د خپلو هم اندازه کشتیو په نسبت د مانور له ډیر زیاتې وړتیا برخمنه ده چی دغه وړتیا په افندی او پدافندی ډول ډول تاکتیکونو په اجراکې ډیر زیات اهمیت لري .
د شهید سلیمانی کشتۍ په هیواد کې د ځای شوی ډیر پیاوړی څلور موتوره الې باندې سنباله ده چی د عملیاتو په ډګر کی د چټک شتون او له ساحلی ملاتړ پرته د اوږدواټن سمندر کچکونې وړتیا په لیرې اوبو کی د اسلامی ایران د ګټو د دفاع لپاره زمینه برابروی . د دغه جنګی کشتۍ واټن پینځه زره سمندری میله دې او په ازادو اوبو کې د ندسا د شتون امکان برابروی .
په شپه او ورځ کې د سمندری هیلی کاپټر د کښنستو اواوچتیدو او وړلو وړتیا ، د سمندری ماموریتونو ته په پام سره په نارامه اوبو کې د حرکت کولو توان ، د یرغلیزو چټکو کشتیو اب ګیری ، اب اندازی او وړلوتوان او داسې نورې ډیرې وړتیاوې لري . د شهیدسلیمانی جنګی کشتۍد استخباراتي اشراف او پیژندلو په حوزه کې او همداراز د هدفونو په څارلو که هغه سطحی او له سطحې لاندې او هوایی وی ،ډیر زیاته وړتیا لری او د کشفولو او افشا کولو په ډیرو پرمختللیو تجهیزاتو سنباله ده . همداراز د الیکټرونیک جنګ ، مخابراتی او ریډاری اوریدو توان هم لری . د دغه کشتۍ یوه بله وړتیا ، د لینکونو د ډیټا ، د ورځې د مخابراتی او ارتباطی تجهیزاتو او له ځانه د ساتنې په ځای پلیټ فارمونو سنبالیدا ده .
د شهید سلیمانی کشتۍ د ایران هغه لومړنۍ جنګی کشتۍ ده چی په عمودی برد ، کم واټنه او مینځ واټنه هوایی دافع هوا پلیټ فارمونو په ترکیبی ډول سنباله ده . د دغې کشتۍ یوه بله وړتیا تر ۱۵۰ کلومیټره واټن پورې له عمود ویشتونکیو لانچرونو د دافع هوا توغندوی د ویشتلو توان دې . دغه کشتۍ په عین حال کې په اټومیټیک او نیمه اټومیټیک پلیټ فارمونو ، د د خپل شاوخوا او سطحی او هوایی هدفونو سره د ښکیدلیدا او دفاع لپاره د شل او دیرش میلی میټری توپونو باندې سنباله ده .
دغه کشتۍ د لنډ واټنه او مینځ واټنه له سطحې ، سطحې ته د توغندویو د ویشتلو په لومړني پلیټ فارم سنباله ده او د عملیاتو له کوټې د نښتې د ډګر د مدیریت او د ګواښ او هدف د پیژندلو وړتیا هم لري .
د دغې کشتۍ په طراحۍ کې د دنیا له موجودو وروستیو تجروبو استفاده شوی ده او ددغې کشتۍ د فضاګانو ، ځایونو ، د تجیهزاتو د ځایونو ، د رنګ د ترکیب ، د تجهیزاتو د جوړښت ، او د کشتۍ د پرسنلو د روانی او فکری تمرکز د رامینځته کولو په لړ کې له دقیقو او د ورځې له علومو او تجروبو ګټه پورته شوی ده . د شهید سلیمانی کشتۍ حاضر دمه د سمندری ځواک تر ټولو مسلح کشتۍ بلل کیږی او د پام وړ تسلیحاتی ترکیب لکه سطحې ، زیر سطحې او هوایی ضد هدفونود له مینځه وړلو او یرغلیزو عملیاتو توان لری او له ځان سره د تندرو کشتیو د وړلو قابلیت هم لری . د دې په ترڅ کې چی دغه کشتی د هیلی کاپټر د منلو توان هم لری چی لومړی دا خیال کیده یوازې د سپکو هیلی کاپټرو د منلو توان لری خو د ۴۰۱۲ بل منلو ته په پام سره زیات استحکام لری او په یرغلیزه زمینه کی هم د ندسا د شاهد ۲۸۵ هیلی کاپټر چی پوره لوډ وی ، د وړلو توان هم لری .