ایران داونۍ په هینداره کې
د ایران د سپاه پاسداران ځمکنې ځواک ټینګار کړی دی د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو د مرکزونو او اډو پرضد پیل شوي عملیات به د ترهګرو ډلو تر بې وسلې کیدا پورې دوام ولري
د ایران د اطلاعاتو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلې دي: د وطن مدافعان او د هیواد د نظم او امنیت ساتونکي په دې تیرو ورځو کښې د مختلفو ډلګیو او د پردیو جاسوسي ادارو د عواملو د عناصرو له ټولګو او د امریکې او انګلستان د حکومتونو او د هغوي په لاره د روانو سعودیانو له نیغ په نیغه لاسوهنې واخلې په سړکونو کښې تر غلبلي جوړونکو ناخبره او غولیدلو عناصرو پورې له مختلفو مسائلو سره مخامخ وو.
په خبرپاڼه کښې راغلي چې په تیرو ورځو کښې د منافقینو د ډلګۍ ۴۹ تنه او ورپورې پیئلي کسان نیول شوي دي چې په البانیا کښې د میشتو ترهګرو منافقینو د حکم له مخې یې د ګډوډي جوړونکو د راپارولو لپاره د جعلي خبرونو له جوړولې واخلې د خلکو د وژلو او تخریب لپاره تر پلاننګ، شعارونو ته تر لور ورکونې، په سړکونو د ګډوډیو په ډګر کښې تر نیغ په نیغه شتون او د عمومي اموالو تر خرابولو، له پولیسو سره د مقابلې لپاره د مختلفو تجهیزاتو او د عمومي او شخصي اموالو او ګاډو د سوځولو لپاره د موادو تر برابرولو پورې کارونو کښې یې لاس درلود.
«««««««««««««««««««««««
د عراق د کردستان سیمه کې د ترهه ګرو دلګیو د ایرانی ضد خوځښتونو په زیاتیدا سره د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک د دغو ډلګیو پرضد د حملو نوې پړاو پیل کړی دی .
د ایران د سپاه پاسداران ځواک عومي اړیکو دفتر د شورو په ورځ په یوه بیانیه کی وویل د عراق له شمال سیمې په تیره بیا د ایران په کردستان ، اذربایجان غربي ، کرمانشاه ولایتونو کښې د ترهرګو ډلو د عناصرو او د غړیو د ترهګرو اقداماتو او د شرارتونو له دوام او د شرارتونو له ډیریدا او د عراق د کردستان سیمې حکومت ته د خبرداریو او د تذکرونو له بې اغیزې پاتې کیدا وورسته د ایران سپاه پاسداران ځواک له ډول ډول جنګي بې پایلوټه الوتکو او توغندیو څخه په ګټه پورته کولو سره د ترهګرو ډلو په مرکزونو او اډو باندې بریدونه پیل کړل او تراوسه په اکثرو پیژندل شوی هدفونو باندې بریدونه ترسره شوي او هغه له مینځه وړل شوي دي.
د ایران د سپاه پاسداران ځمکنې ځواک ټینګار کړی دی د عراق په کردستان سیمه کښې د ترهګرو ډلو د مرکزونو او اډو پرضد پیل شوي عملیات به د ترهګرو ډلو تر بې وسلې کیدا پورې دوام ولري او زیاته یې کړه مونږ د عراق له مرکزي حکومت او د عراق د کردستان سیمې له حکومت غواړو چې د یوه ګاونډي په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې خپلو مسوولیتونو ته جدي پام وکړي.
په همدې ارتباط د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی چافی د عراق په کردستان سیمه کې د ترهه ګرو په مرکزونو د ایران د وسله وال ځواک د حملې په اړه د لویدیځو هیوادونو د بیانیې په غندلو سره د جمعې په ورځ وویل ایران د تیر ګرو اقداماتو په وړاندی له ملی امنیت د دفاع لپاره خپل حق خوندي بولی او له هر ډول ترهه ګر اقدام سره به پریکنده مقابله وکړي .
««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران بهرنی تجارت په تیرو شپږو میاشتو کې په ۱۳.۲ فیصده زیاتوالی سره ۵۰ میلیارډ ۲۸۲ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی .
د ایران ګمرګ د نهې په ورځ وویل د ایران بهرنی تجارت د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړی نیمایی کی د وزن له نظره ۶۸ میلیون ۱۰۳ زره ټنه شیان وو . په دغه موده کی ۵۱ میلیون ۷۸۳ زره ټنه شیان چی ۲۴ میلیارډ او ۲۵۱ میلیون ډالره ارزښت لری ، صادر شوي دي چی دا ۱۳.۲ فیصده زیاتوالی
ښی . د وارداتی شیانو اندازه هم په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶ میلیون او ۳۲۰ زره ټنه وه چی ۲۶ میلیارډ او ۳۱ میلیون ډالره ارزښت یې درلوده .
چین ، عراق ، امارات ، ترکیه او هند د ایران د صادراتي شیانو اصلی هیوادونه دي .
«««««««««««««««««««««««««
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ایران له خلکو سره د ټيلي ویژن له لارې په ژوندۍ بڼه خبرو کښې د اټومي خبرو اترو د وروستي حالت په هکله پوښتنه ته په ځواب کښې د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره خپلې وروستۍ کتنې ته په اشارې سره وویل په دغه کتنې یې په دوو اصلونو د سیف ګارډ د مسائیلو په حل کولو او د ایران د ملت د اقتصادي ګټو په امکان سره د بایکاټونو په پایداره ډول په ختمیدا ټینګار کړی دی.
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په سیاسي کړچار باندې نیوکې سره وویل د اټومي اژانس مشران د ایران د اټومي مرکزونو له کتلو وروسته په رسمي ډول وايي چې ایران په اټومي موضوع کښې هیڅ سرغړونه نه ده کړي خو چې کله اروپا ته ورستنیږي یا ورسره صهیونیسټ رژیم ټیلي فوني تماس نیسي نو د دوې لهجه او خبرې بیا بدلیږي چې دغه د دریځ بدلون مسلې ته د سیاسي کړچار ښودنه کوي .
سید ابراهیم رییسي همداراز پر دې په ټینګار سره چی د دشمن چل د اختلاف رامینځته کول او ملی کوټلتیا ته ګوزار ورکول دي ، زیاته کړه د ایران ټول ملت په دغه ټکی ګډ نظر لري چي نن سبا هر ډول بلوا د خلکو د امنیت د له مینځه تلو او د خلکو په ژوند او مال د تیري سبب کیږي نو ځکه خو د هر چا لخوا بلوا او ګډوډې د منلو وړ ندې .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوام کښې په دې خبرې سره چې د ملت په بلواو کښې د انقلاب ضد کسان او دښمانان ناکامه کړل وویل هغوې غوښتل د تیرو فتنو په شان په ایران کښې بلوا رامینځته کړي. هغه په دې خبرې سره چې دښمانان هر ځل یوه موضوع پلمه ګرځوي چې په ایران کښې بلوا رامینځته کړي وویل هغوې د ایران د ملت لپاره زړه نه خوږیږي او د ایران ملت هم هغوې ډیر ښه پیژني .
«««««««««««««««««««««««««««««
په وروستیو څو ورځو کې د بلواګرو په وسیله د اسلامی سپیڅلتیاو او قران ته په سپکاوی او د دغه اقدام په غندلو کې د غونډې د ترسره کولو په بلنې پسې د ایران په مختلفو ښارونو کې د رسول ا... امت ستر غونډه ترسره شوه .
د دغې اجتماع له خوا په خپور شوي پریکړه لیک کښې راغلي دي د ګډوډوی جوړونکو او شخړه غواړو او د اسلامي آرمانونو او ارزښتونو د حرمت ماتونکو له خوا غیراصولي حرکات او د قرآن کریم د مقدس ساحت سپکاوی، د جوماتونو او د ایران د بیرغ سوزول او د اسلامي ایران د میرمنو د ستر او حجاب بې حرمتي چې د دښمنانو او د سلطې د نظام او صهیونزم له خوا د جمهوري اسلامي نظام خلاف د دسیسې او فتنې د ژورتیا بیانونکي او د اسلام له مبین دین او د مسلمانانو له سترتوب او بیدارۍ سره د کینې او دښمنۍ له امله دي، په کلکه غندو.
د دغه پریکړه لیک په دوام کښې راغلي دي: له مسئولو ادارو او قضائیه قوې غواړو چې قانون ماتونکي او په عامه اموالو او د خلکو په ناموسونو باندې تیري کونکي او هم داشان په مجازي او حقیقي فضا کښې دروغ او پروپاګنډا خورونکي چې د ټولنې رواني امنیت یې په خطر کښې اچولی دی، معلوم کړي او ورسره پریکنده او عبرتناک سلوک وکړي.
پریکړه لیک هم داشان زیاتوي چې د کفر او نفاق او الحاد ګډې جبهې د اسلامي نظام د قوت ټکی او د انقلاب ترټولو مهم رکن یعنې د ولایتِ فقیه مترقي اصل په نښه کړی دی.
««««««««««««««««
د ایران خارجه وزیر د نهې په ورځ په نیویارک کې د یمن ، افغانستان ، سوریې او یوکرین د بشري حقوقو او انساني وضعیت په اړه د ملګرو ملتو د بشری دوستانه چارو له غږملونکی مارتین ګریفیتس سره خبر اترې وکړې . حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کې وویل تمه کیږی ملګري ملتونه په یمن کې د اوربند د دوام په خاطر د یمنی لورو په وسیله د واقعی سیاسي خبرو اترو د ټینګولو په څتنګ کې د یمن د خلکو د بشردوستانه کلابندۍ په لیری کولو توجه ولرلې شی .
د ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چی کابو ۵ میلیون افغان کډوال په ایران کی ژوند کوي او هره ورځ د پام وړ شمیر د ګډو پولو له لارې ایران ته راځي وویل ولې دغو زیاتو نفوسو په تیره بیا د افغانستان نویو کډوالو ته د ملګروملتو بشر دوستانه مرستې نه ورکول کیږی .
هغه همداراز د سوریې د ټولو خلکو ترمینّځ د بشر دوستانه مرستو د عادلانه ویشلو او د سوریې خلکو ته د مرستندویه نړیوالو اژانسونو په جدی پام ټینګار وکړ .
پای