د رهبری لیدلوری
عزیزانو په دغه برخه کې به د فرهنګي انقلاب له عالی شورا سره، په لیدنه کې د رهبری د ستر مقام حضرت ایت الله خامنه ای د وېناو په هکله معلومات درکړو.
څو ورځې وړاندې د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای، د امام خمینی ره په جومات کې د فرهنګي انقلاب د عالی شورا له غړو سره ملاقات وکړ، د فرهنګي انقلاب عالي شورا په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی ره په حکم رامینځ ته شوه، په ایران کې په ټولنه کې د اسلامي انقلاب نه مخکې او د شاه د واکمنی پر مهال د ایرانیانو د ژوند په مختلفو اړخونو کې د لوېدیځوالو د نفوذ د امله دغه شورا د امام خیمنی ره په حکم جوړه شوه، امام ره د خپل حکم په یوه برخه کې دې ټکي ته اشاره کړې وه چي له لوېدیځ فرهنګ نه خلاصېدل او پر ځای یې د اسلامي او ملي رغنده فرهنګ ځایناستي کول، او په هیواد کې په ټولو ډګرونو کې فرهنګي انقلاب راوستل زیاتو هلو ځلو ته ضرورت لري چي د عملي کېدو لپاره یې باید کلونه کلونه زیار وایستل شي او د لوېدیځ له ناوړه فرهنګ سره اساسي مبارزه تر سره شي.
له څرنګه چي پوهېږي فرهنګ د یوه ولس هویت ته بڼه ورکوي، فرهنګي ارزښتونه د یوه ولس روح او حقیقي معنا څرګندوي، د انسان د ژوند ټولې برخې له ټولنې او اقتصاد نه نیولې بیا تر سیاست او د هیواد تر دفاعي نظام پورې ټوله له فرهنګي ارزښتونو څخه اغېزمن دي، په دې خاطر باید د دې تمه نه وشي چي د یوه هیواد فرهنګ، عامه فرهنګ، د پوهانو فرهنګ، د پوهنتون فرهنګي او د محصلینو فرهنګ په خپلسري توګه په یوه لاره کې روان ووسي، دغه مهم عنصر پلانونې ته ضرورت لري، د فرهنګي انقلاب د عالي شورا اصلي دنده په یادو ډګرونو کې د فرهنګ هدایتول دی، د دې شورا د جوړېدو هدف هم په ټولنې او په ځانګړې توګه په تعلیمي نظام او په پوهنتونونو باندې د اسلامي او ملي فرهنګ واکمنېدل دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې شورا د جوړېدو د کلیزې په مناسبت د هغه له غړو سره ملاقات وکړ، حضرت ایت الله خامنه ای په شورا کې د وتلیو شخصیتونو، پوهانو او د نظر خاوندانو حضور ته په اشارې سره، د هیواد فرهنګي هدایت د دې شورا اصلي دنده وباله او د هیواد د فرهنګي جوړښت د بیارغونې په ضرورت باندې په تاکید سره، وویل: د فرهنګي انقلاب عالي شورا په مختلفو ډګرونو کې د فرهنګي کمزورتیاو او تېروتنو په معلومولو سره، عالمانه حل لارې او مخته بېوونکي لارښوونې وړاندې کړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دوام کې په دې باندې په تاکید سره، چي د حکومتي اداراتو د فرهنګي هدایت لارې چارې د ولسي جوړښتونو د فرهنګي هدایت له طریقې سره توپیر کوي، وویل: د فرهنګي انقلاب عالي شورا کولایشي د هغو زرګونو ولسي جوړښتونو په هدایت سره، چي په مختلفو فرهنګي ډګرونو کې فعالیت کوي، د قناعت، اسراف او د بې ځایې خرچې څخه د پرهیز په څېر په مهمو فرهنګي مسالو کې ولسي حرکتونه رامینځ ته کړي.
د اسلامي انقلاب د رهبر له نظره، داسي عمومي حرکتونه، د فرهنګ د جوړونې او د ناوړو فرهنګونو او دودونو د اصلاح او د فرهنګي اینجینیرګ لپاره ضروري دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد د فرهنګي جوړښت بیارغونه اړینه وباله او جوته یې کړه: د ټولنې فرهنګي جوړښت، عامه ذهنیت، او په خلګو واکمن فرهنګ په یوه کلام کې دا ټوله نرم اوزاري ده چي د ټولنې غړي د هغه پر بنیاد خپل فردي او ټولنیز ژوند کي خپل کړچار تنظیموي، دا چي ولي جوړښت باید په انقلابې توګه ورغول شي، لامل یې دا دی چي اسلامي انقلاب د امام خمینی ره د مشری او لارښونې او د ولسي حرکت د امله معجزه ډوله وه او په خپلې مخته تلونکې روحیې سره، د خلګو په فکرونو واکمن فرهنګي، سیاسي او ټولنیز بنیادونو کې بدلون راوستل.
د ایران په ټولنه کې له اسلامي انقلابه مخکې یوه واکمنه فرهنګي تېروتنه، د (مونږ هیڅ هم نه شو کولای) ناسم باور وو، د پهلوي د رژیم سیاست غرب پورې د پې یلو رژیمونو په څېر، د نړیوال استکبار له سیاستونو سره سم، په ټولنه کې د ناتوانی او کمزورتیا د روحیې واکمنول وو، په داسي ډول چي ولس فکر وکړي چي د خپل هیواد د مدیریت لپاره غرب ته اړمن دي، د ایت الله خامنه ای په وېنا، اسلامي انقلاب له نوښتونو په ډکو او رغنده حرکتونو سره، په خلګو کې د ناتوانی او بې وسئ واکمنه مفکوره بدله کړه، معظم رهبر په دې هکله وویل: اسلامي انقلاب په رغنده او نوښتګرو حرکتونو سره، دغه ناوړه ذهنیت یې له مینځه یووړه چي پایله یې د ماهرو ځوانانو په مټ د اوبو د لویو بندونو، برېښناکوټونو، ټربینونو، لویو لارو، د ګازو او د تیلو د صنعت په زمینه کې د سامان الاتو د جوړولو په څېر د لویو پروژو پلي کول او د هیواد بېخ بناوو رغول وه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ټولنې باندې یوه بله فرهنګي واکمنه مفکوره، لوېدیځ ته لېولتیا او ګروهنه وباله چي د اسلامي انقلاب د هلو ځلو په نتیجه کې په غرب باندې د اعتراض په فرهنګ باندې بدله شوه.
له انقلابه وروسته، د خلګو په شخصي ژوند باندې د انقلاب د اثراتو او د تر سره شوي فرهنګي بدلون په هکله ځینو بېلګو ته اشاره کولایشو، لکه په سرشیندنې او فداکاری باندې د ځان خوښېدونې او د شهرت د فرهنګ بدلون، لکه په ځان باوری باندې د ناتوانی او د بې وسئ د فرهنګ بدلون، او یا هم هغه چي مخکې مو یادونه وکړه، د ګران ایران سره د دلچسبی په فرهنګ باندې، غرب ته د ګروهنې د فرهنګ بدلون او داسي نورې زیاتې نمونې چي د شمېرلو لپاره یې کافي وخت نه شته.
ایت الله خامنه ای له اسلامي انقلابه وروسته له دغه فرهنګي بدلون څخه د ساتنې د ضرورت په هکله وویل: د زیاتو ناسمو بنیادونو د بدلون سره سره، لیکن د وخت په تېرېدو سره مخالف لاملونه د اسلامي انقلاب د خوځېدونکې روحیې د کمزورتیا سبب شوی، چي باید په دې زمینه کې څېړنې وشي، څو بیا د ناسمو او ناوړو بنیادونو د راژوندې کېدو کتوونکي نه ووسو، کولایشو د انقلاب د فکري ستنو او د فعالو ځوانانو په مرسته هغه انقلابي روحیه او فرهنګ بیا خوځنده کړو او یو لوی فرهنګي حرکت رامینځ ته کړو،.... شورا باید د دې کار د تر سره کولو لپاره فکر او پلانونه وکړي.
د هیواد د انقلابي جوړښت په بیارغونه کې یوه ضروري اقدام د هیواد په فرهنګي بدلونونو باندې دایمي څار دی، دغه بدلونونه اکثره پټ وي، خو د دغو علاج باید پر وخت وشي، ایت الله خامنه ای د فرهنګي انقلاب د عالي شورا غړو ته یادونه وکړه چي که د دغو بدلونونو او د هغوی د منفي او ناوړو اثراتو څخه غافل ووسو نو ټولنه به مو زیانمنه شي، فرهنګي لالهاندي او پردیو ته د فرهنګي چارو د مدیریت فرصت د یادو زیانونو له جملې څخه دي.
د فرهنګي جوړښت اصلاح فرهنګي اینجینرینګ ته ضرورت لري، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وېنا په دې لړ کې د ټولنې، سیاست، کورنۍ او د ژوند سټایل په څېر په مختلفو ډګرونو کې دایمي هوښیارتوب او د فرهنګي نیمګړتیاو پېژندنه او ورسره سم، د عالمانه لارو چارو وړاندې کول او د سمو فرهنګي باورونو دودول له زیات اهمیت څخه برخمن دی.
د ایت الله خامنه ای له نظره، فرهنګي اینجینرینګ د تعلیمي نظام، نشریاتي ادارو، عالي تحصیلات، ولسي جوړښتونو او د ځوانانو پورې د اړوندو مراکزو په څېر د مختلفو ارګانونو مسئولیتونه روښآنه کوي، د هغوی په وېنا: که ارګانونه په داسي ډول له خپلو مهمو مسئولیتونو څخه غافل ووسي، نو ټولنه به هرو مرو له زیان سره مخامخ شي.
د یادې شورا له غړو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وېناو یوه بله برخه په هیواد کې د علمي پرمختګ د ضرورت په هکله وه.
د هر یو هیواد لپاره علمي پرمختګ یوه اساسي ضرورت ګڼل کیږي، په دې ډول دا اسلامي ایران لپاره هم یو مهم ضرورت دی، که د علمي له نظره پرمختګ نه وکړو، د ایران د تمدني، فرهنګي او سیاسي دښمنانو ګواښونه به تل پاتې شي، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وېنا، د ایران په ضد هر اړخیز ګواښونه هغه وخت ختمېدایشي چي ایران په علمي ډګر کې پرمختګ وکړي، هغوی په خپلو وېناو کې په ځلونو د (العلم سلطان) روایت ته اشاره کړې ده چي په کښې حضرت علی علیه السلام فرمایي: پوهه واکمني او قدرت دی، هر څوک یې تر لاسه کړي، د هغه په وسیله په نورو یرغل کوي او هر څوک چي یې د لاسه ورکړي نور یرغل پرې کوي.
سلطان په اصل کې اقتدار یا پرتم ته ویل کیږي، علم له ځان سره اقتدار راولي، په دې خاطر علمي شخصیتونو ته توجه زیات اهمیت موندي، له دې نظره د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه ملاقات کې یو ځلې بیا د علمي پرمختګ په ضرورت تاکید کړی او په تېرو دوو لسیزو کې په علمي ډګرونو کې ځلانده لاسته راوړنو ته په اشارې سره، ویلي دي: د علم او ټکنالوژی په ډګرونو کې پرمختګ د هغه لوی حرکت یعني د انقلاب له برکتمن اثارو څخه دی چي باید دوام وموندي..... پوهنتونونه، علمي او تحقیقاتي مرکزونه او ورسره اړوندې ادارې، ټوله باید په خپل اجنډا کې علمي پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي او په دې لړ کې جدي هلې ځلي وکړي څو د علم له قافلې څخه شاته پاته نه شو.