د کال شعار
حقیقت دا دې چی د رهبرۍ ستر مقام په دغو لسو کلونو کې هڅه درلوده تر څو اقتصاد په غالبو خبرو بدل کړي او په دې نتیجه کې دغه موضوع په ټولنه کی په یوه کلتور بدله شی او ټول خلک له خپلو ټولو ظرفیتونو د هیواد د اقتصادي ودی اووړتیا لپاره استفاده وکړی ځکه چی پوه بنسټه له هر څه زیات یو کلتور دې چی دغه کلتور باید په هره برخه کې په نظر کې ونیول شی .
په وروستیو کلونو کې له ټولو زیات د دښمن لخوا ورتپل شوي اقتصادي دباونه د انقلاب د معظم لارښود او دولتی چارواکو په اصلی اندیښنې بدل شوی دی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای مدظله العالی د ۱۳۹۰ لسیزې په کابو ټولو او په وروستیو دو کلونو کې اقتصادي چورلیزونه د کال د شعار په توګه غوره کړل .
حقیقت دا دې چی د رهبرۍ ستر مقام په دغو لسو کلونو کې هڅه درلوده تر څو اقتصاد په غالبو خبرو بدل کړي او په دې نتیجه کې دغه موضوع په ټولنه کی په یوه کلتور بدله شی او ټول خلک له خپلو ټولو ظرفیتونو د هیواد د اقتصادي ودی اووړتیا لپاره استفاده وکړی ځکه چی پوه بنسټه له هر څه زیات یو کلتور دې چی دغه کلتور باید په هره برخه کې په نظر کې ونیول شی .
د پوه بنسټه شرکتونو تر ټولو مهم ظرفیت له پوهه ځوانانو استفاده بللې شو . د پوه بنسټه شرکتونو یوه مثبته ځانګړنه په دې حوزه کې د باسواده ځواک روزګار دې . د دغې حوزې روزګار د هغوپوهه او باسواده کسانو روزګار دې چی د خپل شاوخوا چاپیریال د بدلولو وړتیا لري . په ایران کې څه د پاسه څلور میلیونه محصلین په زده کړو بوخت دي او څه د پاسه ۱۴ میلیون باسواده ، ځوان او انګیزره لرونکي کسان د سترو کارونو ترسره کولو ته چمتو دي . په پوه بنسټه اقتصاد کې معلومات او پوهه اساسی اهمیت لري .دغه تعریف ته په پام سره داسې ښکاری چی باسواده انساني ځواک په پوه بنسټه اقتصاد کې مهم رول لري . دې ته په پام سره چی د هیواد د بیکارانو ستره برخه د پوهنتونونو فارف التحصیلان دي ، ویلې شو چی ایران د انساني ځواک له نظره په پو ه بنسټه برخه کې ستر پوټینشل لري . د هیواد ځوان او باسواده نفوس د ایران داسلامي جمهوریت د نظام یوه مهمه پانګه ده . د هیواد ۴۴ فیصده بیکاران د کرهڼې فارغ التحصیلان دي . د تولید پوه بنسټه کیدا په لومړیو کې د ماهرو او باسواده بیکارانو د جذب سبب شوی دي .
«««««««««««««««««««««««««
په طبیعی توګه د هیواد له انساني پانګو او پوهانو مناسبې استفادې نه کول د هیواد د سرچینو د ضایع کیدا او تباه کیدا په معنا دي . له دې امله د دغو وړتیاو د ودې فرصتونو رامینځته کول او د هغو له وسونو استفاده هغه لاره ده چی له پوه بنسټه شرکتونو په ملاتړاو پراختیا سره تحقق پیدا کوی . په پوهې موضوع تاکید چی په نن پورې اړه نلری او له کلونو مخکې دا ټینګار موجود وو ، د پوهه او انساني ظرفیتونو په دلیل اسللامی ایران ترې برخمن دې . دغه تاکید د انقلاب د دوهم ګار په بیانیه کی د رهبرۍ د ستر مقام د کړچار په دوام کې دی چی ځوانان یې خپل اصلی مخاطبان ګرځولي دي
««««««««««««««««««««««««««««««««
بل ټکی دا دې چی په تولید تمرکزسبب کیږی د بودجې پیټې له تیلو پورته شی او مختلفو برخو په لور ورکش ویل شي . په ایران کی په مختلفو حوزو کې عظیم ظرفیتونه موجود دي .
بله مهمه موضوع دا ده چی د هیوادونو ترمینځ تجارت د تولید په اساس دې نه خدماتو . که څه هم د خدماتو برخه هم د هیواد په اقتصاد کې مهمه ده خود تولید اهمیت زیات دې . اوس چی دیارلسم دولت له ګاونډیوهیوادونو سره تعامل د خپل بهرنی سیاست د ایجنډې مهم سیاست ګرځولې دې ، تولید ته پام بهرنې تجارت زیاتولې شی .
بله موضوع دا چی که تولید رونق پیدا کړی نو د ټولنې په معیشت کې به یوه اصلی اندیښنه او ستونزه کمه کړی . په وروستیو کلونو کی د اسلامی انقلاب دښمنانو د بایکاټونو په سختولو سره هڅه وکړه خلک تر اقتصادي دباونو لاندې راولي او د نارضایتی په رامینځته کولو سره په عمل کی خلکو او نظام ترمینځ په اړیکو منفی اغیز وشیندي . په تولید او روزګار رامینځته کولو باندې تمرکزسبب کیږی چی د خلکو د معیشت حوزه د بهرنیو دباونو تر کم اغیز لاندې ورشی . همدغه اهمیت او د تولید رول ته په پام سره ده چی د اسلامی انقلاب مظم لارښود په وروستیو کلونو کې تل له ملی تولید ملاتړ کړی دی او د تولید د رونق غوښتنه یې کړی ده .
«««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای د ۱۴۰۱ لمریز کال د پیل په مناسبت په پیغام کې نوې کال د تولید ، پوه بنسټه او دکار رامینځته کولو کال ونوموه . دا سلامی انقلاب معظم لارښود په وروستیو کلونو کې د تولید پر موضوع د تمرکز دعلت په بیانولو سره وفرمايل تولید،له اقتصادي سختیانو څخه د تیریدا اصلي لاره او د اقتصادي مشکلاتو دحل کِلي ده ، ددې په ترڅ کې چې اقتصادي وده ، دکارکسب زیاتیدا ، دګرانۍکمیدا ، د سړي سر عاید زیاتیدا ، دعمومي هوساینې ښه کیدا ، او همدارنګه په ملي عزت او په نفس دباور زیاتیدا ، دملی تولید په نامې سره دودیدا او له رونټيا سره غوټه خوري چې په دغو کلونو کې ورباندې تکیه کولو تر ډيره حده ښې اغیزې درلودلي دي .
ډیر اقتصاد پوهان په دې باور دي چی نن سبا د هیوادونو په اقتصادي پراختیا کې د نوی ټیکنالوجۍ او پوهې رول د پانګې او بازار له اندازې زیات دې . هغه ټکی چی باید ورته تل پام وشی دا دی چی پوه بنسټه اقتصاد ته درسیدا لپاره یوازې د معلوماتو ویشل ، تولید او څیړنې او زده کړی کافی ندي بلکې مهم ټکی په دوامداره توګه له اقتصادي سرچینو په استفاده کې د هغو کارول دي . په بله وینا د پوهې کارنده کول او له هغې اغیزمنه استفاده مهمه ده او پوه بنسټه شرکتونه په دې زمینه کی پام وړ رول درلودلې شي .
حقیقت دا دې چی په دودیزه رودو او یوازې پانګونې سره د تولیداتو په اپوټه پوه بنسټه تولیدات زیات ارزښت رامینځته کوي او هغه روزګار هم چی رامینځته کوی یې ، پوه بنسټه روزګار دی . پوه بنسټه اقتصاد په درسته دنیا کې د هر هیواد لپاره اغیزمن کیدلې شی .
هغو مشکلاتو ته په پام سره چی ایران وروسره مخامخ دی او همداراز د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو له لوری بی پایه دښمنیو په نظر کې نیولو سره پوه بنسټه تولیدد مشکلاتو د کمولو ، اقتصادی پرمختګ اوږ د بهرنیو دباونو د شنډولو یا کمه اغیزه کولو لپاره په اجرایی وړتیا سره یوه لاره چاره کیدلې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامي انقلاب په پینځمې لسیزې کې د دنیا مستکبر هیوادونه دیره هڅه کوي په دې دلیل چی ایران د سیمې او نړۍ په سویه یو خپلواکه ، امن ، وړتیاو ، امکاناتو او لوړو ظرفیتونو درلودونکې هیواد بلل کیږی او نه غواړی چی د هغو له استکباري سیاستونو سره یو ځای شی ، په مختلفو بایکاټونو اعمالولو اوپه خپل ګومان په فلج کونکیو تحریمونو سره اسلامی ایران له پښو وغورځوی . اسلامی ایران په خپلو وړتیاو ، ظرفیتونو ، پرمځکه او مځکې لاندې وسونو او له ټولو مهم وسمن انساني سرچینو او نویو پوهو ته په رسیدا سره خپل مشکلات اوارولې شی .
د تولید ، پوه بنسټه او روزګار رامینځته کولو جوړښت تحقق اقتصادي مشکلات کمولې ، په سیمه ایزه او نړیواله سویه ملی اقتدار پیاوړې کولې ، د ایران ضد خپلو سپیرو هدفونو ته په رسیدا کې دښمن ناهیلې کولې ، د ایران خلک په تیره بیا ځوانان امیدوار کولې شي ، هغه موضوع چی د رهبرۍ ستر مقام پرې ټینګار لري .
پیاوړې ایران نن هم د انقلاب د پیل په شان د مستکبرانو له چیلنجونو سره مخامخ د ی خو په بشپړه معنی لرونکی تفاوت سره . که هغه وخت له امریکا سره ستونزه په تهران کی د صیهونیسټ رژیم د سفارت د تړلو ، جاسوسی ځالی د رسوا کولو یا د پردیو د لاسونو د لنډولو پرسر وه نن چیلنج او مشکل د صیهونیسټ رژیم په پولو کې د پیاوړی ایران د شتون او له مینځنی اسیا سیمې د امریکا د ناروا نفوذ د ټغر د ټولولو او په سیمه کی د مقاومت او حزب ا... د بیرغ له پورته کولو دفاع او په نیواکی ټاټوبیو کې له فلسطینی مبارزانو د اسلامی ایران د ملاتړ په سر دې .
که هغه ورځ د لویدیځ ستونزه د ایران لپاره د ابتدایی وسلو له اخیستلو مخنیوې وو ، نن یې ستونزه د مقاومت ځواکونو ته د پرمختللیوایراني وسلو له انتقالولو مختنیوی دی .
د ایران برکتناک انقلاب اوس د نړیوالو په سترګوکی د ایرانی ملت د شایسته او لوړ ځای کې دې او له ډیرو تیټو هسکو اوسختو پړاونو تیر شوې دې .
اللهم عجل لولیک الفرج و العافیة و النصر و اجعلنا من خیر انصاره و اعوانه و المستشهدین بین یدیه