د سباؤن لسیزه
په پاکستان د ایران د اسلامی انقلاب اغیزې له مختلفواړخونو د جاجولو وړ دي چی په لنډه توګه په داخلی اړخونو کې د عمومي روحیې او اسلامي ډلو پیاوړتیا او حتی په دولتی سویه هم زیاتې اغیزې شیندلي دي .
په ایران کې اسلامي انقلاب چی د حضرت امام خمیني رح تر هوشمندانه او ځیرې مشرۍ لاندې بریالې شو ، د هغه نور په شان وو چی وړانګې یې نه یوازې د سیمې په هیوادونو بلکې په نړیواله سویه انعکاس درلوده . په دغه پرواګرام کې نیت لرو چی د ایران په ګاونډي او مسلمان هیواد پاکستان د ایران د اسلامی انقلاب د اغیزو په اړه درسره معلومات شریک کړو .
په پاکستان د ایران د اسلامی انقلاب اغیزې له مختلفواړخونو د جاجولو وړ دي چی په لنډه توګه په داخلی اړخونو کې د عمومي روحیې او اسلامي ډلو پیاوړتیا او حتی په دولتی سویه هم زیاتې اغیزې شیندلي دي . دا چی اسلامي انقلاب په پاکستان کې زیات اغیز درلودلې دې علتونه یې دا دي چی دواړه هیوادونه ګډ دیني ، کلتوری او ژبنی اشتراکات لري چی دا ګډولې سبب شوي دي په ایران کی بدلونونه په پاکستان کې سملاسی اغیز او انعکاس ولرلې شي . په بله وینا د ایران له خلکو سره د پاکستانی ملت دلچسپۍ ژوره کلتوری او فکري زمینه لري چی د۱۹۴۷ میلادي کال د اګست په ۱۴ د پاکستان له خپلواکۍ راهیسې د کلتوري اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو ایران او پاکستان د سیاستونو او پروګرامونو په لومړیتوبونو کې راغلي دي . له دې امله د ایران اسلامي انقلاب په پاکستان کې ډیر ژور اغیز درلودلې دې .
د دینی او کلتوری مسایلو کارپیژاندې مولوی مفلح په دې باره کې وایی په ایران کې د اسلامي انقلاب یو عظیم برکت اسلامي ویښتیا وه . که څه هم د پاکستان ولس د انګلستان له استعمار سره په مبارزه کې له اسلامي ویښتیا سره نابلد نه وو خو د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته په پاکستان کې اسلامی ویښتیا او بیداري چټکه شوه او د دغه هیواد خلکو د اسلامی فعالیتونو او پروګرامونو لپاره روحیه ډیره زیاته پیاوړی شوه .
مصرې پوه ډکټر محمد غزالی هم باورې دې ، اسلامی ویښتیا هغه نوې ټکې دې چی په ایران کې د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره دود او پراخ شو. په پاکستان کې اهل سنت او شیعیانو د اسلامی انقلاب د نور له وړانګو اغیز ومانه او په پاکستان اسلامي غورځنګونو وروستی خوځښتونه د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح له مبارزاتي تعلیماتو په بیلګې او الهام اخیستلو سره ترسره شول .
د پاکستان مذهبی جوړښتونه له مختلفو ډلو جوړ شوي چی د مذهبی فعالیتونو تر څنګ د قدرت په ترلاسه کولو پسې هم دي . دغه ګوندونه زیاتره له اهل سنتو دي چی په ایران کې له اسلامی انقلاب وروسته شیعه مذهبي ډلې هم له هغو سره ورزیاتې شوې . تحریک جعفری له دغو شیعه ډلو یو غورځنګ وو چی په قدرت او اقتدار سره د پاکستان سیاسي او اجتماعي ډګر ته ورداخل شو او بریالی شو چی په پاکستان کې موجود د شیعیانو اکثریت یې د خپلو سیاستونو تر چورلیز لاندې راغونډ کړل .
تحریک جعفری په پاکستان کې ډیر ژور اغیزې وشیندلې او پر دې سربیره چی شیعیان سره راغونډ کړي ، د ایران له اسلامی انقلاب په بیلګه اخیستلو سره د وحدت اسلامی شعار ورکړ چی مسلمانانو ترمینځ د اتحاد او وحدت دغه شعار د پاکستان په مذهبی ډلوسربیره په ولس کې هم ډیر زیات پلویان پیدا کړل او دغه چاره د مسلمانانو د زیات وحدت او اتحاد او د استعمار او اسلام د دښمنانود اندیښتنې سبب شوه .
په داسې حال کې چی د پاکستان مسلمان ولس د اسلامی اتقلاب له معظم لارښود په عظیم او تاریخی هرکلی سره چی په هغه وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وو او پاکستان ته یې سفر وکړ ، له اسلامی انقلاب په ملاتړ کې عظیم حرکت نندارې ته وړاندې کړ . دغه تاریخی هرکلې دومره عظیم وو چی تراوسه یې سارې ندې درلودلې او تاریخ په حافظه کې ثبت شوی دی .
د عربستان په مشرۍ وهابیت د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په شان د ترهه ګرو ډلو په رامینځته کولو سره له اسلامي ډلو سره هر اړخیزه نښته پیل کړه .
ترور او ترهه ګرې چاودنې په پاکستان کې د ایران د اسلامي انقلاب له نفوذ سره په مقابله کې د وهابی ډلو د جنایتونو یوه برخه ده . د شیعه اوسني په نامه د مسلمانانو تر مینځ د تفرقې جوړول د استعمکار او د هغو د ګوډاګیانو دسیسه ده .
وحدت او یو زړۀ توب ته د یو توان بخښونکی او کامیابی راوړونکی عامل په توګه تل انسانانو پاملرنه کړې ده، په مقابل کښې تفرقه او اختلاف تل د کمزورۍ او ماتې یو مهم علت ګڼل شوی دی .د ایران اسلامي انقلاب نه یوازې په پاکستان بلکې درسته اسلامی دنیا کې د وحدت بیرغوال دې او د اسلام د سوچه تعلیماتو په اساس تل په اسلامی نړۍ کې د وحدت او اتحاد چارچی دې .
په دې دلیل چی د قرآن شریف د سورۀ آل عمران په یوسل دریم مبارک آیت کښې د خدای پاک د رسۍ په محوریت سره د اسلامی امت په اتحاد باندې تاکید او له اختلافاتو منعې شوې ده.
حضرت امام علی (ع) هم تفرقه او بې اتفاقی د شېطان له چلولونو بولی او فرمائی بې له شکه شېطان ستاسو لپاره خپلې لارې برابروی او غواړی ستاسو د دین یوه یوه کړۍ خلاصه کړی او د اتحاد په ځای تیت پرکوالې او فتنه ستاسو په برخه کړی.
په دې اساس وحدت او یو زړۀ توب یوه مسلمه او ضروری چاره ده چې د انسان له عقل او فطرت سره سمون خوری. خو دا چې د اسلامی امت ترمېنځ چې د دنیا ټول مسلمانان پکې شامل دی ولې تفرقه او بېلتون موجود دې؟ ولې اسلامی نړۍ د خداې دګران رسول (ص) او د نورو دینی مشرانو او لارښوونکو د دغو ټولو تاکیدونو سره سره په دنیا کښې د اختلافاتو په وجه کمزوری او کم اثره شوی دی؟
په مجموعی توګه په هره ټولنه کښې د وحدت او یو والی خنډونه په دوه یعنې کورنۍ او بهرنۍ برخو وېشلې شوو چې په زیاترو مواردو کښې په خپلو کښې سره ارتباط لری. اسلامی نړۍ مودې وشوې د لویدیځو حکومتونو د مداخلت او د هغوی د اختلاف اچونې له لاسه کړیږی. دغه مداخلت د استعمار په دوران کښې زیاتره نېغ په نېغه ؤ خو اوس دغه حکومتونه دې ته ترجیح ورکوی چې د تفرقې اچونه په اسلامی نړۍ کښې دننه خپلو عواملو ته وسپاری، ځکه چې پوهیږی چې مسلمانان له هغوی څخه کرکه کوی او هیڅکله د هغوی اختلاف اچوونکو غږونو ته غوږ نه ږدی. خو په اسلامی دنیا کښې د لویدیځو حکومتونو تفرقه اچوونکی عوامل هم دوه ډلې دی: له هغوی څخه ځینې قصداً او له مخکې نه په خبرېدو سره له لویدیځوالو سره ملګرتیا کوی، خو ځینې نور بې له دې چې له ځانه خبر وی د مسلمانانو ترمېنځ د لویدیځو حکومتونو د اختلاف اچوونکی سیاست په چوکاټ کښې عمل کوی.
له بده مرغه په اسلامی نړۍ کښې ځینې حکومتونه او ډلې له دې زیات چې د اسلامی امت د ګټو په فکر کښې وی د خپلو ګټو د پوره کولو په فکر کښې دی. هغوی دې غلطې نتیجې ته رسېدلی دی چې د هغوی موجودیت د مسلمانانو ترمېنځ په بې اتفاقۍ کښې دې . د داسې یو حکومت څرګنده نمونه د آل سعود وهابی رژیم ګڼلې شوو چې د برطانوی حکومت پهاغیزمنې مرستې سره جوړ شوی دی. وهابیت هغه انحرافی فرقه ده چې یو لړ خرافی او افراطی عقائد لری او په نتیجه کښې دغه عقائد په منتطق او استدلال سره نه شی ثابتولې . په همدې دلیل د دغې متحجرې او فرسوده فرقې پېروکار د خپل ځان د ثابتولو په ځای د نورو اسلامی مذهبونو په تېره بیا د اهل سنتو او شیعیانو نفی کوی او کوشش کوی چې د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنخ د تفرقې او اختلاف په اچولو سره د سنی وروڼو ترمېنځ د ځان لپاره څه ځای پېدا کړی.
د سعودی حکومت دریځونو او کردار ته یوه کتنه دا ښی چې له بده مرغه دغه حکومت له ځینو وحدت غوښتونکو شعارونو سره سره په عملی توګه کوشش کوی چې د زیاتو پېسو په خرچ کولو سره د اسلامی امت ترمېنځ اختلافات رامنځته کړی.
د دغه حکومت او د هغۀ د پلویانو تبلیغات او پروپېګنډې د مسلمانانو ترمېنځ د کینې او دښمنۍ تخم شیندی او په مقابل کښې د امریکا او صهیونېسټ رژیم په شان د اسلامی نړۍ د اصلی دښمنانو په وړاندې هیڅ حساسیت نه پېدا کوی.
واشنګټن تل ریاض په مینځنی ختیځ کښې خپل سټراټیجک انډیوال او دوست بولی او تل ابیب له اسلامی حکومتونو سره د مقابلې لپاره له آل سعود سره خپله نزدې ملګرتیا لری.
وهابی ډلې چې په مختلفو هېوادونو کښې د سعودی په مالی ملاتړ سره خورې ورې شوې دی اوس د مسلمانانو د وحدت په لاره کښې په مهمو خنډونو بدلې شوې دی. داعش، النصره، القاعده، بوکو حرام او جهنګوی لښکر وغېره په شان ډلې د سعودی د پلوی تکفیری او ترهه ګرو ډلو ځینې نمونې دی چې نه یوازې د اسلامی نړۍ په داخل کښې اختلافات زیاتوی بلکه ښۀ په اسانۍ سره خپل مخالف مسلمانان په ډېرې غمیزناکې طریقې سره وژنی.
دغه ډلې د اسلام بد او ناسم انځور نړیوالو ته وړاندې کوی چې په حقیقت کښې د لویدیځ له اسلامه د ویرونې له پروژې سره مرسته ده. ګڼ شمېر شواهد او مدارک ښودنه کوی چې د تکفیری ډلو مشران نه یوازې له آل سعود سره بلکه د امریکې په شان له ځینولویدیځو حکومتونو سره په ارتباط کښې دی.
د مسلمانانو د اتحاد او انسجام په زیان پېژندنه کښې هغه کسان او ډلې چې په ناپوهۍ کښې د اختلاف په لاره کښې ګام اوچتوی او د بهرنی دښمن له هدفونو سره مرسته کوی یو خاص ځای لری. خکه چې هغوی د نورو د تفرقه اچونې لپاره زمینه برابروی. دغه ناپوهه ډلې د اسلام د دښمنانو له اهدافو او مقاصدو خبر نه وی او په عامه توګه په خپلو افکارو کښې له تعصب او تحجر سره مخامخې دی. حال دا چې د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) فرمائی: هغه څوک چې خلک تعصب ته رابولی له مونږه نۀ دی او هغه څوک چې د تعصب په خاطر جنګ کوی له مونږ نۀ دی او هغه څوک چې د تعصب په وجه مړ شی له مونږ نۀ دی.
اسلام مذبوت منطق او عقلانی استدلالونه لری او پکې د تعصب او فکری جمود لپاره څه ځای نشته. دغه ناخوښه خصوصیت له نورو سره د تعلقاتو خنډ او د خپلو عقائدو په اړه د نه تفکر سبب کیږی. په نتیجه کښې هغه کس چې متعصب دی د خپلو اعتقاداتو مخالفان دښمنان او له هغوی سره یووالی ناممکنه بولی.
د مصر د لازهر پوهنتون یو ستر عالم محمد ابوزهره دا موضوع داسې بیانوی: د مذهبی او قومی تعصباتو په نتیجه کښې د مسلمانانو ترمېنځ موجوده تفرقې اواختلاف د هغوی په فکر، احساس او انګېزه کښې رخنه کړې ده او تردې حده چې یو مسلمان بل هغه مسلمان ته چې له هغۀ سره په فکری انګېزه کښې اختلاف لری د یوداسې دښمن په نظر چې یې په کمین کښې ناست وی ګوری، نۀ د داسې مخالف په نظر چې د هغۀ په شان د الهی شریعت د حقائقو په لټه کښې دی.
د یو بل له افکارو او عقائدو ناخبری هم په عامه توګه د غلطو دریځ نیونو او د اسلامی امت اتحاد او یووالی ته د زیان رسولو سبب کیږی. یو سترمتفکر شهید آیت ... ډاکټر مرتضی مطهری باوری دی: هغه ګواښ چې د بې ځایه ناوړو تفاهماتو او د یو بل صحیح نه درک کولو په وجه ورسره مسلمانان مخامخیږی له هغه څه نه زیات دی چې مسلمانان ورسره د مذهبی اختلافاتو په وجه مخامخ دی. زیاتره داسې کیږی چې د یو مسلک او مذهب پلویان په دې خیال سره چې په بل مذهب کښې یې د عقائدو سپکاوے شوی دی د هغه مذهب په خلاف دریځ نیونه کوی او کله هم د هغه مذهب پېروکار تکفیروی. حال دا چې له تحقیق او پوهېدو وروسته دې نتیجې ته رسیږی چې داسې موضوع صحیح نه وه او که وه هم نو د دښمنانو لخوا غټه کړې شوې ده. دلته د پوهو او روڼ اندو عالمانو رول زیات مهم او حساس دی چې د هر دین او مذهب د ا صلی عقائدو په بیانولو سره خلک اګاه کړی او له تفرقې یې وویروی.
د اسلامی نړۍ د وحدت او یووالی یو عامل د مذهبی متفکرانو ترمېنځ خبرې اترې دی او نیشتوالی یې د مسلمانانو اتحاد او انسجام ته زیان او نقصان ګڼل کیږی. د دښمن په وړاندې بصیرت او بېداری او د هغۀ له دسیسو خبرېدل د مسلمانانو د وحدت او انسجام لپاره ضروری چاره ده.
باید ووایو چی د پاکستان مسلمان ولس تل له اسلامی انقلابه په ملاتړ سره ښودلی ده چی د حضرت امام خمینی رح له اسلامی او انقلابي تعلیماتو په اغیز منلو سره د سوچه محمدی اسلام چی د وحدت او اتحاد شعار ورکوی ، د وهابیت چی د استعمار ګوډاګې دې ، رد کړی دې .
پر دې سربیره په ایران کې د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره د پاکستان د شیعه او سنی ولسونو د خپل بیوستون او اتحاد په ساتلو سره له ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ډلو سره چی د وحدت مخالفې دي ، مقابله کړی ده او د ایران د اسلامي انقلاب وحدت بخښونکی شعار یې ښه درک کړی او په ټولنه کې د عملي ګامونو د پورته کولو لپاره زیاتې هلې ځلې کړي دي .
د ایران اسلامي انقلاب په عمل کې ښودلی ده چی د اسلامي نړۍ د وحدت او پیوستون غوښتونکې دې او په دې زمینه کې له هرې ایډیا او پروګرام ملاتړ کوي . دپاکستان د مسلمانو خلکو ترمینځ که هغه شیعیان دي که اهل سنت دي ، د مسلمانانو د وحدت پیاوړې سمبول دی او اسلامی انقلاب هم د مسلمانانو له وحدت پالنې په ملاتړ سره هغه د اسلامي ټولنې د دښمنانو د خوځښتونو په وړاندې پریکنده ځواب بولي .
پای