د لمر په حضور کې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i127502-د_لمر_په_حضور_کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د کار له رامنځته کوونکو، تولیدوونکو او پوه بنسټه کسانو سره د حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د لیدنې په اړه راپور وړاندې کوو. له موږ سره واوسئ.
(last modified 2023-02-06T07:45:12+00:00 )
Feb 06, 2023 10:54 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د کار له رامنځته کوونکو، تولیدوونکو او پوه بنسټه کسانو سره د حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د لیدنې په اړه راپور وړاندې کوو. له موږ سره واوسئ.

تېره دوشنبه( د ۱۴۰۱ کال د سلواغې لسمه) د اسلامي انقلاب لارښود حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د اقتصاد برخې له سلګونه فعالانو سره ولیدل. د دې لېدنې په پیل کې، یوشمېر د تولید، کار او پوه بنسټه برخې فعالانو د رهبري ستر مقام ته د خپلو ګامونو، بریاوو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ، همدارنګه د خپلې کارې برخې د ستونزو په بیان سره، ځیني وړاندیزونه وکړل.

حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د راپورونو له اورېدو وروسته د خپلو خبرو په پیل کې، دا لاسته راوړنې یې د ستر امید او روحیې تر سیورې لاندې حیرانوونکي ونه ګڼل. هغوی فوق العاده طبیعي سرچینې، له سیاسي او نړیوال اړخه د هېواد استثنايي جغرافیه او همدرانګه لوړ انساني ځواک د هېواد له لوړو استعدادونو څخه یاد کړل او وفرمایل: هغه څه چې زه په خپل ذهن او فکر کې د دې هېواد او ملت پرمختګ  او راتلونکي په اړه وینم، له هغه څه ډېر دي چې په متعارف ډول بیانېږي او یا یې فکر کېږي او واقعا له دې خبرو ډېر زیات دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د کار، تولید او پوه بنسټه په برخو کې ترسره شوي فعالیتونه څه ناڅه ښه وارزول اود هېواد اقتصاد او تولید په برخه کې ترلاسه شوي پرمختګونه یې د کتنې وړ یاد کړل. هغوی د تېر کال په پرتله د ۱۴۰۱ نیمايي کال اقتصادي برخې ودې په اړه د هېواد رسمي مرکزونو د شمېرو له مخې وفرمایل: دا د یوه خوځښت ښکارندويي کوي؛ له تیلو پرته د ناخالص تولید وده، د سترو کارځایونو د تولید په برخه کې د صنعت او کانونو برخې وده، د ۶.۶ سلنې وده ښيي چې ښه سلنه ده – د ثابتې پانګې وده او د دوی په څېر؛ دا د دې ښکارندويي کوي چې پرمختګونه شتون لري.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د هېواد د یوې لسیزې شاته پاتې کېدل د کمزورو مدیریتونو، د بندیزونو، په یوه وخت کې د تیلو د بیو راټېټېدل او همدارنګه د اټومي موضوع په اړه د هېواد پاملرنې له امله یاد کړ، چې د هېواد اقتصاد یې مشروط کړی دی. هغوی د اقتصاد دوامداره او بېړنۍ وده د هېواد د نن ورځې مهمه مسأله یاده کړه وفرمایل: د دې شاته پاتې کېدو جبرانول آسانه کار نه دی او له ۷ تر ۱۰ کلونو په موده کې په دوامداره توګه اقتصادي ودې ته اړتیا لري. حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د دې په بیان سره چې د پرمختګ اوومې برنامې اصلي لومړیتوب، له عدالت سره یوځای اقتصادي وده ده، وفرمایل: د عدالت مسأله مهمه ده؛ یعني که موږ له عدالت پرته پرمختګ ولرو، په حقیقت کې موږ پرمختګ نه دی کړی، پرمختګ باید له عدالت سره یوځای وي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د پرمختګ اوومې برنامې په سیاستونو کې د ۸ سلنې اقتصادي ودې ته په اشارې سره وفرمایل: که په واقعیت سره موږ وکولای شو په منځنۍ کچه ۸ سلنې ودې ته ورسېږو د ۵ کلونو په موده کې زما په نظر ښه کار ترسره شوی دی، موږ دې ودې ته اړتیا لرو.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود، د خپلو خبرو په دوام سره، د څلورو علتونو له امله د هېواد ودې ته اړتیا یې یاده کړه. لومړی دا چې د خلکو د ژوندانه او د کورنیو هوساینې لپاره اقتصادې وده اړینه ده. په هېواد کې د لوږې له له منځه وړلو پرته اقتصادي وده امکان نه لري. هغوی دویم علت د سیمې او نړۍ په اقتصاد کې د ایران د ځای لوړول یاد کړل او وفرمایل: په نني نړۍ کې، د یوه هېواد د ځای لوړېدل د هغه اقتصاد پوري اړه لري. کله چې د یوه هېواد پېسې کمزوري کېږي، اقتصادي امکانات یې ښکته کېږي، په ننۍ نړۍ کې یې اعتبار او ځای کمېږي. موږ د دې لپاره چې د هېواد دا ځای په ټولې سیمې او نړۍ کې وساتو، دې ودې ته اړتیا لرو.

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، د هېواد اقتصادي ودې د اړتیا درېیم علت په هېواد کې دننه د ځوان او مختصص کاري ځواک شتون یادوي. او د دوی په خبره، په هېواد کې په بېلابېلو علمي برخو کې میلیونونه زده کړیالان او فارغ شوي کسان شته چې په دوی کې د کار او علمي وړتیاوو پرمختګ شتون لري. له لوړ اقتصادي ودې پرته نشو کولای د ځوانو او متخصصو پوهانو لپاره کار رامنځته کړو. حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په دوام سره وفرمایل: څلورم دلیل دا چې موږ نن په هېواد کې ډېری ځوانان لرو خو آیا سبا به هم همدومره ځوانان ولرو؟ روښانه نه ده. په دې وضعیت سره چې زه یې وینم، په دې ټول ټینګار سره مې چې وکړ، په همدې حال کې پایلې ډېرې ښې نه دي، شونې ده سبا همدومره ځوانان ونه لرو، موږ باید هېواد د هغې ورځې لپاره بډای کړو. که هغه ورځ چې موږ لږ شمېر ځوانان لرو، هېواد بډای نه وي، نشي کولای نور بډای شي. نن باید وده رامنځته کړو، ترڅو هېواد بډای شي د دې لپاره چې سبا چې دومره ځوانان نه لرو، واقعا هېواد وکولای شي خپل ځان اداره کړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود، داسې ودې ته لاسرسی د هغه ګامونو اخیستل یاد کړل کوم چې دوه اصلي برخې یې د تولید لپاره د پانګونې او د ګټې اخیستنې ډېروالی دی. دوی همدارنګه په اجرايي برنامو کې د ستراتیژیک لید او اوږدمهاله پلان شتون اړین وباله او یادونه یې وکړه چې د خصوصي تصدیو له فعالیت پرته هېواد نشي چلېدلی او اجرائیه بسټونه باید د خصوصي تشبثاتو له پراختیا ملاتړ وکړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د علم او ټکنالوژۍ د سطحې لوړول د اقتصادي ودې له نورو اړتیاوو څخه وبلل او وفرمايل:"نن ورځ چې موږ څومره برياليتوبونه لرو، په هېواد کې د علم د پرمختګ له امله دي، چې د خداى په شکر، پنځلس يا شپاړس کاله مخکې په هېواد کې پيل شول. دا ښه پروسه وه، ښه پرمختګ یې کړی دی. حقیقت دا دی چې تاسو ګورئ چې دا ځوان دلته راغلی، په زړورتیا سره یې وایي چې موږ دا کار کړی، موږ کولی شو دا کار وکړو او د دوی په څېر، دا ځکه چې دوی په علم کې پرمختګ کړی، پوهې ته لاره پرانستل شوې ده. »

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په دوام کې په ۱۳۹۲کال کې د ځوانو نامتو کسانو په اووم ملي کنفرانس کې خپلو خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ وویل چې لاړ شئ د علم سرحدونه مات کړئ، له هغه تیر شئ، مخکې لاړ شئ. د نړۍ د علمي کاروان په وروستیو برخو کې د پاتې کېدو لپاره بسنه مه کوئ. مخکې لاړ شئ هغه څه چې ما څو کاله مخکې د یوې هیلې په توګه وړاندې کړل، او دا ارمان باید ترلاسه کړو، هغه دا چې ما وویل چې موږ باید داسې پلان وکړو، داسې حرکت وکړو چې له نن څخه پنځوس کاله وروسته، که په نړۍ کې څوک وغواړي چې یوه نوې علمي کلمه واوري، هغه باید فارسي زده کړي، ترڅو د نوي علمي خبرو اورېدلو وړتیا ولري، موږ باید داسې حرکت وکړو."

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د توکو سیالي د هېواد د اقتصادي ودې لپاره يوه بله اړتيا وبلله. هغوی دې ته په اشارې سره چې د ايراني توکو ماهيت د کميت او کيفيت له پلوه رقابت لري وفرمايل: "که موږ خپل توليدات رقابت ته ورسوو، يعنې هم کيفيت لوړ شي او هم قيمت را ټيټ شي، نو دغه بنديز به نور کار ونه کړي." ... اوس دا په ځینو مواردو کې پېښېږي. زه معلومات لرم. ځینې ​​داسې ځایونه شته چې موږ خپل محصولات صادروو، د نورو خلکو محصولات هم هلته راځي او زموږ محصول د خوښې وړ وي، کیفیت یې ښه وي او ارزانه وي. له همدې امله خلک دا خوښوي، دوی د نورو محصولاتو پلوي نه کوي ... (د چوپړتیاوو) په برخه کې هم همداشان وي ... د نړۍ ډېری هېوادونه، افریقایي هېوادونه، د لاتین امریکا ځینې هېوادونه ... یو بند ته اړتیا لري. سړکونو او لویو لارو ته اړتیا لري. (نور هېوادونه) دا د دوی لپاره په لوړه بیه جوړوي او په خراب کیفیت سره. موږ کولای شو د دوی لپاره په ارزانه بیه او په ښه کیفیت سره جوړ کړو."

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د کار پیدا کولو او د توکو د ارزښت په زیاتولو کې د وړو او متوسطو شرکتونو ستر رول ته په پام سره له حکومتي ادارو او سترو شرکتونو وغوښتل چې له دغو شرکتونو سره د ملګرتیا د خپلو تولیداتو په لړ کې له هغوی سره مرسته وکړی. په دغه غونډه کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وروستۍ موضوع د ملګرتیا موضوع یاده کړه. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له قوله، تولیدي ملګرتیا په ټول هېواد کې د کارموندنې او په تېره بیا د اقتصادي عدالت د رامنځته کولو لپاره ترټولو مهم کار دی. حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د هېواد مسئولینو ته د دعا ترڅنګ، زیاته کړه: ګواهي ورکوم، شهادت ورکوم چې دولتي کارکوونکي په خپل ټول توان سره په کار بوخت دي. یعني واقعا هغه هڅه چې دوی یې ترسره کوي، ښه هڅه ده، یوازې اړخ نیولو ته دې پام وکړي او کار دې داسې ترسره کړي چې ان شاءالله ښه پایلې ولري.

ژباړه: زماني