ایران په تیره اونۍ کښې
ګرانو لوستونکو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ یوه بله برخه درته وړاندې کړو، په دې پروګرام کښې نن هم له معمول سره سم د ایران د تیرې یوې اونۍ مهمې پيښې، خبرونه او بدلونونه جاجوو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیره سه شنبه د نظام د مسئولانو او کارکوونکو په کتنه کښې د نړۍ سیاسي بدلونونه ډیر چټک او په عین حال کښې د اسلامي ایران د دښمنانو د جبهې د کمزورې کیدو په لړ کښې وبلل او د راتلونکې نړۍ په نوي نظم کښې د ایران خلاف د جبهې د کمزورتیا د نښو په بیانولو کښې یې وویل: د امریکې د دوه درې کاله مخکښې په انتخاباتو کښې رامینځته شوی اختلاف تراوسه په پوره زور او شدت سره موجود دی.
دوي د امریکې د مخ په کمزورتیا مصداقونو په هکله هم څرګنده کړه: امریکې د یوکرین جنګ پیل کړ خو دغه جنګ یې، له خپلو اروپايي انډیوالانو د لرې کیدو سبب شوی چې په حقیقت کښې د جنګ تاوان هغوي ته رسي خو ګټه ترې امریکا اوچتوي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د صهیونیسټي رژیم یعنې د اسلامي ایران د بل دښمن په هکله هم، دې ټکي ته په اشارې سره چې په خپل ۷۵ کلن عمر کښې هیڅکله د نن په شان ویروونکې ستونزې سره نه و مخامخ شوی، د هغه د سربدالۍ او مخ په ړنګیدو حالت ته اشاره وکړه او ویې ویل: صهیونیسټي رژیم سیاسي تزلزل لري او په څلورو کالو کښې یې څلور ځلې وزیراعظم بدل کړی دی، په کښې ګوندي ائتلافونه نه دي جوړ شوې، ټوټې کیږي، په ټول جعلي رژیم کښې سخت اختلاف او دوه قطبي توب موجود دی چې په ځینو ښارونو کښې یې د لکونو خلکو مظاهرې د دغه اختلاف نښه ده او دا چې وغواړي د یو څو توغندیو په ویشتلو سره دغه کمزورتیاوې جبیره کړي، ممکنه نه ده.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په لویدیځو هیوادونو کښې د ښځو خواشینونکي او ناامنه حالت ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه هیوادونه چې په ځینو کښې یې ښځې د هغوي په خپل اعتراف په سړک باندې یا په کیمپ کښې او په پوځي ځواکونو کښې هم امنیت نه لري او حتی مثلاً یوه سترناکه مسلمانه میرمنه هم چې د شکایت لپاره محکمې ته تلې، د شکایت کوونکي په ګوذار وژل کیږي او شهیدیږي، د ایران اسلامي جمهوریت ته چې د ښځې لپاره د ډیر لوړ شأن قائل دی، امر و نهي کوي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود هم داشان د تیرې اونۍ په چارشنبې هم، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د بشري حقوقو ادعا په هیڅ توګه له لویدیځوالو سره نه ښايي، څرګنده کړه: لویدیځوال له سره د بشري حقوقو دښمنان دي او د هغوي بشري حقوق ټولو خلکو په داعش کښې او د انسانانو په ژوندي سوزولو او یا یې په اوبو کښې په ډوبولو کښې او یا یې له منافقینو او صدام څخه په ملاتړ کښې او یا هم د غزې او فلسطین خلاف په جنایتونو کښې لیدلي دي.
معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې په ایران باندې د بد غواړو ډول یرغلونه، رسندوي یرغل او د دروغو، پروپاګنډو او ګمراهیو د دودولو لپاره له زرګونو رسنیو د هغوي استفاده وبلله او زیاته یې کړه: له دغه یرغل څخه د دښمن هدف د فکري او معرفي ټکیو سلبول او د خپلواکۍ او ملي استقامت د روحینې او د یووالي او اسلامي عمل کمزورې کول دي.
*/*/*/*/*
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طه سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټي رژیم په وروستي تیري د غور لپاره د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
صهیونیسټي پوځیانو د تیرې چارشنبې په شپه په مسجدالاقصی کښې اعتکاف ته په ناسو خلکو باندې حمله وکړه او هڅه یې وکړه چې هغوي له جوماته وباسي. په دغه برید کښې یوشمیر فلسطینیان زخمي شول.
د دغو بریدونو او د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ځواب کښې د فلسطین مقاومتي ډلو د غزې تړانګې د پولې د خواوشا صهیونیسټي میشت ښارګي څو ځلې په توغندیو وویشتل.
د ایران د اسالمي جمهوریت خارجه وزیر هم داشان د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د مسجدالاقصی د حرمت سپکاوي ته په اشارې سره څرګنده کړه: صهیونیسټان په اسلامي نړۍ کښې د یووالي له څپې او د کورنۍ دړې وړې کیدو د خطر په وجه سربداله او لالهانده دي.
*/*/*/*
.هم داشان د ایران د خارجه وزارت ویاندوي په باکو کښې د ایراني معلمانو او سفارتکارانو خلاف د آذربایجان جمهوریت د ځینو تندو، جذباتي او نارغنده دریځونو، اقداماتو او غبرګونونو په ځواب کښې وویل: مون د آذربایجان جمهوریت د حکومت دا کړچار د ګاونډیتوب د اصولو خلاف ګڼو.
ناصر کنعاني تیره جمعه د آذربایجان جمهوریت حکومت متقابل احترام، د ښه ګاونډیتوب په لاره تګ او له هغه څه نه ډډه کولو ته راوباله چې د صهیونیسټانو او د سیمې د دښمنانو خوښه او غوښتنه ده او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب د اصولو په خیال ساتنې او د اسلامي هیوادونو ترمینځ اړیکو کښې د اختلاف او شخړې په رامینځته کولو کښې د صهیونیسټي رژیم سپیرو اهدافو ته په پاملرنې باندې په ټینګار سره، د متقابل ډیپلماټک عمل کولو اقدام په ایجنډا کښې لري.
*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د فلسطین له حقوقو ملاتړ او له صهیونیسټي رژیم سره مبارزه د اسلامي امت په ترکیب او جوړښت کښې نه بدلیدونکی اصل دی او د صهیونیسټي رژیم له تیریو او جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ وحدت یو همیشنی ضرورت دی.
«سید ابراهیم رئیسي» تیره پنجشنبه د انډونیشیا له ولسمشر «جوکو ویدودو» سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین د اوسني حالت په وضاحت او د اسلامي نړۍ د درزیدونکي زړه په توګه دهغه په بللو سره څرګند کړه: اسلامي نړۍ په نړیوالو معادلاتو کښې د یو اغیزناک بلاک په توګه لازیات یووالي ته اړتیا لري.
د انډونیشیا ولسمشر هم د اسلامي ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو لپاره د ایران د ولسمشر د وړاندیز هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دې غونډې ترسره کیدل د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
*/*/*/
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او فیصل بن فرحان تیره پنجشنبه په بیجنګ کښې په تهران او ریاض کښې د دواړو هیوادونو د بیا خلاصولو لپاره د موافقې په ترڅ کښې د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د موجودو خنډولو په ختمولو ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د تهران او ریاض رسمي اړیکې په رسمي توګه فعالې شوې دي، طبیعي حالت ته د دواړو ګاونډي، ملګرو او ورور هیوادونو د اړیکو له ستنیدو خوشالي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د دلچسپۍ وړ ټولو برخو کښې له عربستان سره د اړیکو پراختیا ته چمتووالی لري.
هغه هم داشان د اقتصادي، تجارتي او هم د پانګونې په برخه د ایران او عربستان د اړیکو د پراختیا په اهمیت او ضرورت باندې په ټینګار سره، د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن جوړولو ته د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم د رمضان په مبارکه میاشت کښې د ریاض او تهران د رسمي اړیکو له فعالیدو د خوشالۍ په څرګندولو سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د موجودو موافقو اجرايي کولو ته د خپل هیواد پر چمتووالي تاکید وکړ.
*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی