د ۱۴۰۲ کال د شعار د لړۍ دویم پروګرام
د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده ۲
په دې پروګرام کښې د روان کال د شعار اهمیت ته په سرسري کتنې سره، په لنډه توګه د ګرانۍ او تولید ترمینځ اړیکه جاجوو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر چې د هر نوي کال لپاره یو شعار او عنوان غوره کوي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره یې «د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده» نوم غوره کړی دی. دغه نوم او عنوان ښودنه کوي چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لپاره د اقتصاد مسئله ډیره مهمه ده. په هم دې وجه دوي سږ کال هم د تیرو څو کلونو په شان اقتصاد، د کال د شعار چورلیز ګرځولی دی.
ښه ګرانو مینه والو، په سر کښې به د ګرانۍ او انفلیشن د کنټرولولو اهمیت درته بیان کړو.
انفلیشن چې له امله یې ګراني رامنیځته کیږي، د هر هیواد د اقتصاد د سنجونې یوه خانګړنه ده. انفلیشن یا پړسوب هم د خلکو له ژوند سره نیغ په نیغه اړیکه لري او هم د نظام له ټولنیزې پانګې سره. په عین حال کښې دغه پړسوب له هغو اقتصادي ځانګړنو څخه دی چې د نظام په نړیوال موقعیت باندې هم اغیزه لري. دښمنان هم په اقتصاد کښې د پړسوب د موضوع په اهمیت پوه شوي او په هراړخیزو اقتصادي دباؤنو سره هڅه کوي چې په ایران کښې د انفلیشن په بې قابو شوي زیاتوالي سره، له نظام سره د خلکو د مقابلې لاره هواره کړي. که څه هم دښمنانو دغه هدف ته په رسیدو کښې ماتې خوړلې ده خو د اسلامي حکومت دنده دا ده چې د خلکو د ستوزنو د کمولو او د هغوي د رضایت د زیاتولو زمینه برابر کاندي.
په هم دې بنیاد، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ۱۴۰۲ کال د نوروز په پیغام کښې، انفلیشن د تیر ۱۴۰۱ کال یو اقتصادي تریخوالی وباله او ویې فرمایل: «زما په اند په ۱۴۰۱ کال کښې د ولس لپاره ترټولو مهمه مسئله، د هیواد د اقتصاد مسئله وه چې د خلکو له معیشت سره نیغ په نیغه اړیکه لري. دلته هم د اقتصاد په برخه کښې هم تریخوالي موجود وو او هم ځیني خوږوالي هم موجود وو. تریخوالي زیاتره انفلیشن او ګراني وه چې په حقیقت کښې ډیره ترخه ده. په تیره بیا د خوراکي موادو او د ژوند د ضروت د اصلي شیانو ګرانیدل ځکه کله چې د خوراکي توکو او د ژوند د بنیادي ضرورت د شیانو بیه لوړیږي نو ترټولو زیات زور د ټولنې ټیټې او له مالي نظره کمزورې پرګنې ته رسیږي او دا یې ترخه برخه ده.
*/*/*/*
اوس راځو د تولید د ودې اهمیت ته،
په ایران کښې د تولید د ژوند کمزوري او له امله یې د انفلیشن د اندازې زیاتیدل، د ملي کرنسۍ د ارزښت کمیدل او له هیواده د پانګې او وړتیا لرونکو کسانو تیښته وغیره هغه مسئله ده چې کابو ۲۰۰ کاله لرغونوالی لري او هم داشان اوس هم د هیواد ترټولو مهمه ټولنیزه مسئله ده. مسئلې یې ځکه بولو چې هر ټولشموله او پراخه ده او هم یې عامه افکار د هواري په اړه اندیښنه او حساسیت لري. دا مسئله په تیره بیا له دې امله اهمیت لري چې له تیرې کابو یوې لسیزې راهیسې د ایرانیانو ژوند د ګرانۍ د ډیرو سختو څپو له راپورته کیدو اغیزمن شوی دی چې په کښې د خلکو د خرید د قدرت په کمیدو سره، د ځینو ټولنیزو زیانونو د راڅرګندیدو او دودیدو په ترڅ کښې، په ایران کښې د ژوند ځیني معیارونه هم له زوال سره مخامخ شوي دي. له دې نظره دې مسئلې ته پاملرنه او په هواري باندې یې تاکید، د نظام د ټولنیزې پانګې په راژوندې کولو باندې ډیره اغیزه کولې شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې وروستیو کلونو کشې په مختلفو چوکاټونو کښې د تولید په موضوع باندې ټینګار کړی دی. د انقلاب معظم رهبر د کال په شعارونو کښې تراوسه ۷ ځلې د تولید په موضوع تمرکز کړی دی. په تیرو کلونو کښې د معظم رهبر زیاتره ټینګار د تولید د لارې د خنډونو په ختمولو او د کورني تولید په ګړندي کولو باندې و. تیر کال یې د پوهې په بنیاد ولاړ تولید باندې تاکید وکړ. دغه تاکید په دې وجه و چې دوي نه یوازې له تولید څخه د خنډونو د ختمولو په ضرورت ټینګار درلود بلکې د کورنیو تولیدي محصولاتو د کیفیت د ښه کیدو غوښتنه یې هم کوله ترڅو له کورنیو تولیداتو څخه د خلکو رضایت او په نتیجه کښې د کورنیو تولیدي محصولاتو د مصرف اندازه زیاته شي.
د کورني تولید په موضوع باندې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ټینګار، د مقاومتي اقتصاد په سټراټیجۍ باندې د دوي د تمرکز په دوام کښې دی. په حقیقت کښې تولید، د هیواد د اقتصادي پرمختګ د بنیاد په شان دی. د اسالمي انقلاب ستر لارښود د روان ۱۴۰۲ کال د نوروز په پيغام کښې وفرمایل: «تولید په اقتصاد کښې یو بنیادي فعالیت دی، یعنې تولید په اقتصاد کښې یو بنیادي کار دی.
*/*/*/*/
د ګرانۍ د قابو کولو او د تولید د ودې ترمینځ تړاؤ
د انفلیشن یا ګرانۍ او تولید د اړیکې او نسبت په هکله باید ووایو چې دغه دواړه، دوه اړخیزه اړیکه لري، له یوې خوا د ګرانۍ کنټرول د تولید د ودې سبب کیږي ځکه چې د ګرانۍ په کنټرول سره د تولید لګښتونه کمیږي او د تولیدي یونټونو د پیسو د تامین ستونزه ختمیږي او له بلې خوا، د تولید وده هم د ګرانۍ د کنټرول لامل کیږي ځکه چې د تولید په ودې سره، هم واردات کمیږي او هم په بازار کښې د محصولاتو کمی نه راځي. په دې وجه د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده د یوې سکې دوه مخونه دي چې د معیشت تامینیدو او د بازار د ټیټیدو او هسکیدو کنټرول ته ستنیږي. سره له دې داسې ښکاري چې د ګرانۍ کنټرول، د تولید په ودې باندې مقدم او د هغه لپاره یوه زمینه ګڼله کیږي ځکه چې د انفلیشن د شتون په حالاتو کښې تولید له سره نه ارزي او نقدې پیسې د اسعارو، سکې، سرو زرو، ځمکې او جایداد او کورونو وغیره په شان د تولید موازي بازارونو ته ځي. په دې وجه د انفلیشن او ګرانۍ په قابو کولو سره هیله کیدې شي چې پيسې د تولید وخوا ته لاړې شي او د تولید په برخه کښې پانګونه پیاوړې شي.
په عین حال کښې باید ووایو چې د ګرانۍ د کنټرول او د تولید په ودې باندې د سږ کال نومول، د دغو دوو شیانو د عملي کولو لپاره د دیارلسم حکومت له کړنلارې د ملاتړ په لړ کښې دي. په لا واضحو ټکیو ویلو شو، لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم په خپلو نوروزي پیغام کښې په دې برخو کښې د حکومت د هلوځلو خبره وکړه خو حقیقت دا دی چې د دیارلسم حکومت له هلوځلو سره سره، تیر کال نه یوازې ګراني او انفلیشن کنټرول نه شو بلکې تولید هم د پام وړ وده ونه کړه. په دې وجه د انقلاب معظم رهبر د ګرانۍ په کنټرول او د تولید په ودې باندې په ټینګار سره غواړي چې حکومت په غوږ ووهي چې په دې برخه کښې یې هلې ځلې باید په لاجدي او لاپیاوړې توګه دوام ولري.
*/*/*/*/
حقیقت دا دی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد د قدرت په جوړښت کښې له بل هر چار نه زیات د حکومت او خلکو په اقتصادي ستونزو او ننګونو خبر دی او هغه د هیواد په وړاندې ترټولو مهم او اصلي مشکل ګڼي چې البته دښمن هم ورڅخه د ناوړه استفادې هڅه کوي. په هم دې بنیاد، په وروستیو کلونو کښې د کال د شعار اصلي چورلیز، په اقتصادي موضوعاتو ولاړ دی تر څو د حکومتونو تمرکز له موجودو اقتصادي ستونزو په وتلو ووسي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په دې اقدام کښې څو پیغامونه موجود دي. وړومبې دا چې دوي که څه هم په هیواد کښې د غیراقتصادي مسائلو په هکله هم اندیښنه لري خو به نورو برخو کښې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو ۴۴ کلونو کښې پوره پياوړی شوی دی داشان چې له جدي ګواښ سره نه مخامخیږي. په هم دې لړ کښې د انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۲ کال د نوروز په پیغام کښې وفرمایل: زما له نظره په روان کال کښې هم زمونږ اصلي مسئله، د اقتصاد مسئله ده. یعنې زمونږ ستونزې لږې نه دي، ډول ډول مشکلات لرو، په کلتروي برخه کښې، په سیاسي برخه کښې، خو اصلي او چورلیزي مسئله سږ کال هم د اقتصاد مسئله ده. یعنې که مونږ وتوانیږو ان شاءالله اقتصادي مشکلات کم کړو او چارواکي ان شاءالله په دې برخه کښې همت وکړي، دقت وکړي او مهم کوششونه وکړي نو د هیواد نور ډیر مسائل به هم حل شي.
دویمه دا چې اقتصاد هغه مهمه برخه ده چې دښمن پرې هم تمرکز کړی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د دښمن نننی جنګ، ترکیبي جنګ دی خو په دغه ترکیبي جنګ کښې اقتصاد بنیاد او اساس دی ځکه چې دښمن هڅه کوي په ایران باندې په اقتصادي دباؤ سره، ولسي خوابدي رامینځته کړي او دغه نارضایتي نورو برخو ته هم ورسیږي.
په هم دې بنیاد د اسلامي انقلاب معظم رهبر اقتصاد د کال د شعارونو اصلي چورلیز ګرځوي چې: د ایران د اقتصاد د لږترلږه دوه سوه کلنو زیانونو په ختمولو سره، د نظام داخلي استحکام له مخکښې نه زیات پياوړی کړي.
د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا سره، د نړیوال نظام په روان پړاؤ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د لافعال او لارغنده رول لوبونې امکان برابر کړي.
د خلکو د معیشتي وضعې په ښه کولو سره، د نظام ټولنیزه پانګه زیاته کړي او له خلکو سره د نظام تړون له مخکښې نه زیات پياوړی کړي.
او د ایران د اقتصاد خلاف د دښمن سټراټیجۍ بې اغیزې کړي.
*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی