ایران په تیره اونۍ کښې
(last modified Sun, 09 Jul 2023 00:37:31 GMT )
Jul 09, 2023 05:07 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو د ویب سایټ ګرانو لوستونکو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن هم په تیره اونۍ کښې په ایران کښې د رامینځته شویو مهمو بیښو او بدلونونو جاجونه کوو

تیره جمعه د غدیر د اختر په ورځ د امامت او ولایت عاشقانو په پلازمینې تهران او ټول ایران کښې د دغه اختر ستر او پرتمین جشن ترسره کړ.

د ذي الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه د غدیر د اختر ورځ، د شیعه مسلمانانو یو ډیر ستر اختر دی چې په کښې حضرت امام علي علیه السلام د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) په جانشینۍ وټاکل شو. د دې ورځې په فضیلت کښې خپله له پیغمبر اکرم او پاکو امامانو علیهم السلام څخه ډیر روایتونه نقل شوي دي.

په دغه ورځ همداشان د روژې نیولې، د غدیریه زیات د لوستلو، د غدیر د لمونځ کولو او مؤمنانو ته د خوړو ورکولو په شان د اعمالو سپارښتنه شوې ده. د نړۍ شیعه مسلمانان په دې ورځ جشن لمانځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید  علي خامنه اي د غدیر د اختر په هکله فرمايي: په حقیقت کښې د نړۍ مسلمانان د غدیر له پیښې څخه د ټولې اسلامي نړۍ د ودې او بشپړ هدایت لپاره یوه وسیله پیدا کړي. هیڅ څوک هم د دغې پيښې له رامینځته کیدو او د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) له هغو خبرو څخه نه دی منکر شوی.

*/*/*/*/

د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په درویشتمې سرمشریزې کښې چې تیره سه شنبه په آنلاین توګه د هندوستان په مشرۍ ترسره شوه، په دغه سازمان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت غړیتوب په رسمي توګه اعلان شو. په دې بنیاد اسلامي ایران د شنګهايي دملګرتیا سازمان نهم غړی شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغې غونډې کښې وویل: اسلامي ایران د «ګاونډیتوب او همکارۍ» سیاست د خپل بهرني سیاست بنیاد ګرځولی دی او هغه د سیمه ایزې صلحې او ثبات د عملي کیدو غوره لاره ګڼي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د وحدت او صلحې رامینځته کولو لپاره د غاړو هیوادونو ترټولو ستره وړتیا، د هغوي تمدني ظرفیت وباله او څرګنده یې کړه: اوس چې دې لرغوني براعظم یوځل بیا سر پورته کړ یدی، باید په اخلاقو، معنویت، عدالت، عقلانیت او د انساني کرامت په احترام سره یوځل بیا تمدن جوړونکې شي. هغه زیاته کړه: د شنګهايي د ملګرتیاؤ سازمان چې «د دې سترې تمدني کورنۍ» مثال دی، اوس په یو داسې ځاې ولاړ دی چې د سیمه ایزې همپالنې او د امنیمت رامینځته کوونکو ملګرتیاؤ نوي افقونه رامینځته کولې شي.

*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تیره سه شنبه  باکو ته په سفر کښې، په ناپیئلي غورځنګ کښې پر ګډون او وینا او له خپلو ځینو همرتبه ؤ سره پر کتنو سربیره، د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علي اف سره هم ملاقات وکړ او دغه ملاقات یې ګټه ور وباله.

د آذربایجان ولمشر په دغې کتنې کښې په دې خبرې سره چې هیواد به یې هیڅکله پرې نږدي چې خاوره یې د سیمې او ایران خلاف ګواښ وګرځي، وویل: په سیمه کښې د مواصلاتو دهلیزونو د بندیز د ختمولو په تکل کښې یوو.

هغه هم داشان وویل چې هیواد یې په سیمه کښې د ایران د تاریخي لارو په شتون پابند دی.

په دغه ملاقات کښې د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان هم د ایران  په اسلامي جمهوریت کښې د آذربایجان جمهوریت د سفارتي فعالیتونو هرکلی وکړ او بیا یې د خبریالانو په ټول کښې وویل: په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت په سفارت باندې حمله کوونکي او هر هغه لوري ته به سخته سزا ورکړې شي چې په دغه جنایتي اقدام کښې یې لاس لرلی دی، مونږ د آذربایجان جمهوریت امنیت د سیمې او د ایران امنیت ګڼو.

*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیره چارشنبه په باکو کښې د ناپیئلي غورځنګ په غونډه کښې په خپلې وینا کښې وویل: ناپیئلی غورځنګ باید په نړۍ کښې د ایټمي وسلو د سمدستي او بشپړې ختمونې د ضرورت، د قرآن کریم د بې حرمتۍ د غندنې، په افغانستان کښې د ټولو قومونو په شمول د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو په موضوع او د یوکرین د جنګ د ختمیدو د ضرورت په هکله پر خپل اصولي دریځ ټینګار وکړي.

*/*/*

د ملګرو ملتو د سرمنشي سیاسي مرستیالې له امریکې وغوښتل چې د ایران خلاف یواړخیز بندیزونه ختم کړي. روزماري ډي کارلو Rosemary A. DiCarlo د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا د څیړنې لپاره د امنیت شورا په غونډه کښې د ایران د ایټمي پروګرام د صلحه ایز ماهیت څخه د ډاډ لپاره، برجام د ترټولو غوره انتخاب په توګه وباله او له امریکې یې وغوښتل چې د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي.

هغې زیاته کړه: د ایټمي موافقې جمع بندي او اته کاله مخکښې یې د دې شورا له خوا تایید، د ایټمي وسلو د نه خورولو او د سیمه ایزو امنیت او د ایران د خلکو لپاره د اقتصادي ګټو د برابرولو په لړ کښې ګډو موخو ته د رسیدو لپاره د کوټلو مذاکراتو نتیجه وه.

د ویلو ده چې د امریکې حکومت د ۱۳۹۷ کال په غويي میاشتې کښې په یواړخیزه توګه له ایټمي موافقه ووته او د دې موافقې له مخې د ځنډول شویو بندیزونو د دوباره فعالولو په ترڅ کښې یې د ایران خلاف نور او نوي بندیزونه هم ولګول.

ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي "امیرسعید ایرواني" هم د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: امریکا له برجامه د غیرقانوني او یواړخیزې وتنې او دوباره د بندیزونو د لګولو په وجه د دغې موافقې د اوسني حالت ذمه واره ده، هم داشان د برجام غړي درې اروپايي هیوادونه او اروپايي اتحادیه هم د ایټمي موافقې او د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په لړ کښې د خپلو څرګندو قانوني ژمنو د پام وړ نه اجرا کولو په وجه ګرَمه او قصورواره ده.

*/*/*/

بغداد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال په سفر او له عراقي چارواکو سره یې په شویو صلاح مشورو کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټیجک سند د برابرولو په سر موافقه وشوه.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال علي باقري چې تیره دوشنبه د یو پلاوي په مشرۍ بغداد ته تلی و، د عراق د ولسمشر او وزیراعظم په شمول یې د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل.

د عراق ولسمشر"عبداللطیف جمال رشید" له علي باقري سره په کتنه کښې، په مختلفو برخو کښې د دوو وروڼو ولسونو او هیوادونو ترمینځ د مضبوطو اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ او هغه یې د سیمې د ګټو په ګټه وبللې.

*/*/*/

د د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر "احمد عطاف" تیره شنبه په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وکتل.

تهران ته د الجزایر د بهرنیو چارو د وزیر سفر د ایران د خارجه وزیر په بلنه شوی دی. د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو د روان ۱۴۰۲ کال د وري په لسمه نیټه په مختلفو برخو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي څانګه کښې او هم داشان یې د فلسطین د بدلونونو په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو په هکله صلاح مشورې کړې وې.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی