ایران په تیره اونۍ کښې
ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې يوو، نن هم په تیره اونۍ کښې د ایران مهمو پیښو او خبرونو ته یوه کتنه لرو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ په یکشنبې د ایران د سندري ځواک د قومندانانو او او د ۸۶سکوارډن د ځواکونو او د هغوي د کورنیو پ کتنه کښې، د ځمکې چاپیره د دغې ډلې کامیاب او له ویاړه ډک ماموریت، د لوړ همت، کلک هوډ، په ځان باندې د اعتماد، د پلاننګ د قدرت، د پرمختللې پوځي پوهې، کارنده مدیریت او د سختیو په وړاندې د میړانې او استقامت نتیجه وبلله.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر "حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي" په کابو اتو میاشتو کښې د شپږاتیایم سکوارډن له خوا ۶۵زره کیلومیټره سمندري سفر، د ایران د سمندر کچ کوونې په تاریخ کښې یو بې مخینې ویاړ وباله او ویې ویل: دې له معنا ډک او ژور خوځښت ته یوازې د یوې پوځي او سمندري پیښې په توګه کتل نه دي پکار، ځکه چې د هغې هر یو جوړونکی عامل، د پام وړ او درس اخیستونکی دی.
دوي په دې ټکي باندې په تینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د ۸۶مې سمندري ډلې له ویاړه ډک سمندري سفر، د هیواد نړیوال حیثیت هم لوړ کړ، په سمندري ټرانسپورټ کښې د امریکایانو ځینو خنډ اچونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: دا چې وايي نه پریږدي چې فلانۍ کشتۍ له فلاني ځایه تیره شي، فضول بکواس دی ځکه چې په آزادو سمندرونو د ټولو حق دی او سمندر او هوا باندې د ټولو ولسونو لپاره آزاده وي او د سمندري ټرانسپورټ او کشتۍ چلوونې امنیت باید د ټولو لپاره تامین شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: نن سبا امریکایان په تیل وړونکو کشتیو تیری کوي او زمونږ په سیمې او نورو سیمو کښې د سمندري قاچاق له ډلو سره مرسته کوي چې دا کارونه ستره خلاف ورزي او د نړیوالو او بشري حقوقو تر پښو لاندې کول دي.
*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر چې د یو پلاوي په مشرۍ، د ایران او جنوبي افریقې د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن په پنځلسمې غونډې کښې د ګډون لپاره، په اول ځل دغه هیواد ته په دوه اړخیز رسمي سفر کښې د یو پلاوي په مشرۍ پرتوریا ښار ته تلی و، تیره پنجشنبه یې د جنوبي افریقې له ولسمشر «سیریل رامافوزا» او د بهرنیو چارو له وزیر «نالدی پاندور» سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
په پرټوریا کښې د ایران او جنوبي افریقا په پنځلسمې ګډې غونډې کښې د دوه اړخیزو اقتصادي، تجارتي او پانګونې، سیاسي او ټولنیزو او کلتوري کمیټو غړو ۲۶سندونه وڅیړل چې احتمالاً جنوبي افریقا ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په راتلونکي سفر کښې به لاسلیک شي.
*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د توقیف شویو ایراني سرچینو د آزادولو او د هغه یوشمیر زندانیانو د آزادۍ په هکله چې امریکې په غیرقانوني توګه نیولي دي، د یوې بیانیې به صادرولو سره وویل: د ایران د توقیف شویو سرچینو د آزادولو په هکله په خپلو ژمنو باندې د امریکې د پابندرۍ لپاره ضروري ضمانتونه ترلاسه شوي دي.
په دې خبرپاڼه کښې راغلي دي: د ایران د اسلامي جمهوریت له شتمنیو څخه د څو میلیارډ ډالرو د آزادولو بهیر چې له څو کلونو راهیسمې د جنوبي کوریا له خوا په غیرقانوني توګه نیول شوې وې، پيل شو او ایران په دې لړ کښې یې په خپلو ژمنو د امریکې د پابندۍ لپاره ضروري ضمانت ترلاسه کړی دی.
*/*/*/
د ایران د تیلو د وزیر مرستیال په ورځ کښې ۳.۵ میلیون بیرلو ته د هیواد د تیلو د تولید د زیاتیدو خبر ورکړ.
"محسن خجسته مهر" تیره چارشنبه زیاته کړه: تر راتلونکې اونۍ پورې د ایران د صادراتي تیلو په تولید کښې یو نیم لاک بیرله تیل زیاتیږي. هغه هم داشان وویل: د سږ کال په دویمه نیمايي کښې د ګډو میدانونو د اتو میلیارډ ډالرو تړون لاسلیکیږي چې په مناسب وخت یې په هکله خبر ورکوو.
*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: د سیمې په هر ځاې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکونو شتون، امنیت جوړونکی دی.
د ایران ولسمشر" سید ابراهیم رئیسي" تیره چارشنبه د حرم د مدافع شهیدانو په لمانځغونډه کښې وویأ: شهیدانو ښودلې ده چې د خپلې زمانې روڼ اندي دي ځکه چې د ټولنې په ضرورتونو پوه شوې دي او د رول لوبونې لپاره رسک اخیستو او خطر منلو ته تیار دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: د داعش بهیر، په اسلامي نړۍ کښې د ګډوډي په تکل کښې و او راغلل چې وینې وبهوي او کورونه وران کړي خو د شهیدانو په وړاندې یې ماتې وخوړله.
*/*/*/
د ایران د روغتیا وزارت د درملو او خوړو د ادارې مشر وویل: به تیرو څلورو میاشتو کښې د ایران د طبي تجهیزاتو او درملو په صادراتو کښې ۳۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
"حیدر محمدي" همداشان په دې خبرې سره چې په ایران کښې نن سبا ۹۹ فیصده درمل تولیدیږي، زیاته کړه: په دې وروستیو کښې د هیموفیلیا ناروغانو لپاهر د اتم فیکټر کمی رامینځته شو خو د ایران یو پوه بنسټه شرکت وتوانیده داسې درمل جوړ کړي چې د دغو ناروغانو لپاره د اتم فیکټر بدیل ګرځي.
*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ویتنام د پارلیمان د مشر «وونګ ډین هوئه» او ورسره پلاوي په کتنه کښې، د خپلواکۍ او حق غوښتنې روحیه، د ایران او ویتنام د دواړو ولسونو ګډه روحیه وبلله.
" سید ابراهیم رئیسي" د تیرې سه شنبې په مازیګر په دغې کتنېله ګواښونو او دباؤنو سره سره، په مختلفو علمي، ټیکناوجیکي او د تولید او صنعت په برخو کښې د ایران سترو پرمختګونو ته په اشارې سره، د تولید او تجارت په ودې باندې په تمرکز سره د دغو بندیزونو د شنډولو لپاره د ایران د ولس لوړو ګامونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ایران ته د ویتنام د پارلیمان د مشر سفر کوې شي د پارلیماني اړیکو پر پراخولو سربیره، د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګري اړیکو په پراختیا کښې د بدلانه یو پيچومی وګرځي.
*/*/*/*/
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په درنو اوبو پورې د اړونده موادو صادرولو ته دغه سازمان د چمتووالي خبر ورکړ.
«محمد اسلامي» د سه شنبې په ورځ په یو ټیلیویژني پروګرام کښې، د لیزر په برخه کښې د ایران د ایټمي انرجۍ د سازمان لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د درنو اوبو د اړونده موادو په مرستې سره د لیزر او ژواک ټیکنالوجۍ یو ترکیب برابر کړی دی چې د خاصو درملو د جوړولو لپاره استعمالیږي.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: د درنو اوبو مشتقات هغه ډیرې ماډرن لاسته راوړنې دي چې پرمختللي هیوادونه ورته رسیدلي دي او په لړ کښې له دوه/دریو هیوادونو ډیر فعال نه دي.
*/*/*/
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرې دوشنبې په ورځ په ټوکیو کښې د جاپان له وزیراعظم سره په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوږدمهاله ملګرتیا د لارې د نقشې له انځورولو په هرکلي سره، د ګډو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.
"حسین امیرعبداللهیان" په دغې کتنې کښې په سیمه کښې نوي بدلونونه، ثبات، امنیت، پراختیا او هراړخیزې سوکالاتیا د لوړاوي په لړ کښې د سیمې دننه د ملګرتیاؤ د ژورتیا زیری ورکونکي وبلل او له دې بهیره په ملاتړ کښې یې د جاپان رول ډیر مهم وباله.
په یاده کتنه کښې د جاپان وزیراعظم "فومیو کیشیدا" هم په فارس خلیک سیمه کښې له نویو مثبتو بدلونونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: ټوکیو د پایداره امنیت د لوړولو په لړ کښې له سیمه ایزو ملګرتیاؤ ملاتړ کوي.
*/*/*/*/
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په روان ۲۰۲۳ کال کښې په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د لسګونو فلسطیني ماشومانو د شهادت په هکله خپرو شویو احضائیو ته په اشارې سره، د دغو جنایتونو د ترسره کولو په وجه د صهیونیسټي رژيم او د هغه د ملاتړ د ځواب ورکولو غوښتنه وکړه.
"ناصر کنعاني چافي" د تیرې اونۍ په یکشنبې، په داسې حال کښې چې د ملګرو ملتو چارواکي په لبنان کښې د فلسطیني ښوونځیو د فعالیت په پیلولو کښې د ځنډ په هکله اندیښنه څرګندوي، وویل: له ماشومانو د دفاع د پروګرام له خوا د خپرو شویو احصائیو له مخې، صهیونیسټي رژیم په روان ۲۰۲۳ کال کښې په لویدیځې غاړې کښې ۳۱ ماشومان او په غزې تړانګې کښې یې ۶ ماشومان وژلي دي.
هغه زیاته کړه: نړیواله ټ،لنه او نړیوال سازمانونه دې سمدستي له فلسطینیانو په تیره بیا له فلسطیني ماشومانو ملاتړ وکړي.
*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی