د مقدسې دفاع اونۍ-۲
(سپیڅلې دفاع او ماډرن اسلامي تمدن)
د ایران خلاف د عراق اته کلن تپلی جنګ او په بله وینا، اته کلنه سپیڅلې دفاع له داسې ارزښتونو ډکه ده چې د اسلامي تمدن په لاره د تګ لامل شوي دي. دوستانو د مقدسې دفاع د اونۍ په هکله د ځانګړې لړۍ په دې ننني پروګرام کښې له نوي او ماډرن اسلامي هڅوب سره د مقدسې دفاع د تړاؤ او رول په هکله یې غږیږو.
*/*/*/*/
تمدن د یو ولس د هویت جوړونکی دی او په جوړیدو کښې یې ډیرې پیښې رول لري. د تمدن څیړاندي باوري دي چې د د تمدن په جوړیدو، پرمختګ او لوړتیا کښې د وحدت، امنیت او اقتدار، مرستې او ملګرتیا او د اخلاقي ارزښتونو او معنویت په شان عوامل رول لري.
د ایران خلاف د عراق اته کلن تپلی جنګ که څه هم له یو اړخه ډیرې ویرانۍ له ځان سره راوړې خو له بل اړخه د اسلام په اسلامي انقلاب کښې دننه د دغو مفاهیمو د لاژوریدو سبب شو او د اسلامي تمدن په جوړیدو کښې یې هغه بې مثاله رول درلود چې د ایران د ۱۹۷۹ کال په انقلاب سره پیل شوی و.
نو په دې پروګرام کښې د ماډرن اسلامي تمدن په تحقق او دوام کښې د مقسې دفاع د مهم رول جاج اخلو.
********* ***********************
د ۱۹۸۰ میلادي کال د ستمبر په دوویشتمه نیټه د عراق بعثي رژيم د ایران خلاف یو نابرابر او تیري ګر جنګ پیل کړ او د ایران ستر ولس په اقتدار، سرشیندنې او یووالي سره داسې ستره حماسه وپنځوله چې د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې د «مقدسې دفاع» په نامه یادیږي. دغه بې سارې حماسې د استکبار په وړاندې د ایران د ولس د وحدت، ګډون، سرشیندنو، فداکاریو او قربانیو، باتوریو او سرلوړۍ یوه څرګنده ځلا نندارې ته وړاندې کړه، او دا هغه مفاهیم دي چې هر یو یې د نوي اسلامي هڅوب په جوړولو کښې مهم رول ولوبوه.
په اته کلن تپلي جنګ کښې د ایران د خلکو وحدت او یوموټی توب د اسلامي تمدن په پرمختګ او ترقۍ کښې ډیره مهمه برخه ګڼله کیږي ځکه چې هر تمدن د ترقۍ او پرمختګ لپاره یوموټي توب ته اړتیا لري. دا موضوع، د یو ولس ترمینځ د ملګرتیا د انګیزې د رامینځته کولو لامل ده او سبب کیږي چې انسانان د تمدن په پرمخ بیولو او پراخولو کښې ونډه واخلي او د سختیو او ستونزو په وړاندې مقاومت وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي تنکي نظام خلاف د لویدیځ او ختیځ په ملګرتیا سره د بعث رژیم حملې که څه هم د ایران ښاري او صنعتي جوړښت ته ډیر تاوان ورسوه خو د ایران د ولس د یووالي او پيوستون سبب شو ترڅو د یو ګډ هدف لپاره ملګري او غږمله شي او د امام خمیني(رح) په خبره، «د فتنې تر ختمیدو پورې» جنګ په قدرت او قوت سره تعقیب کړي.
*/*/*/*
د تپلي جنګ د پیلیدو په وختو کښې د ایران نفوس ۳۶ میلیون تنه و او له دې شمیر څخه ۵ میلیون کسانو نیغ په نیغه او ۵ میلیونو په غیرمستقیمه توګه په جنګ کښې فعالیت کوه او د ښځو او بوډاګانو او حتی ماشومانو په شمول باتې تقریباً ۲۶ میلیون کسانو هڅه کوله چې په یو ډول حتی د جنګیالیو د ضرورت وړ معمولي شیانو په بوره کولو سره په جنګ کښې رول ولوبوي.
د زړو، ځوانانو، ځلمیانو، ښځو او سړیو په شمو د ایران ټولو خلکو او ټولو قومونو د "واعتصموا بحبل الله جمیعا و لاتفرقوا" آیتِ شریف په حقیقي معنا په دې مقدسې دفاع کښې عمل وکړ او په یووالي او وحدت سره د دښمنانو په وړاندې اودریدل.
غوره ده چې پوه شو د رسمي احصائیو او د هیوادونو د خپلو اعترافاتو له مخې، د ایارن خلاف د عراق د تپلي جنګ په دوران کښې له څلویښتو زیاتو هیوادونو د صدام مرسته وکړه چې په کښې د امریکې په مشرۍ د لویدیځ کیمپ هیوادونه او ابر قدرتونه او همداشان د شوروي په مشرۍ د ختیځ کیمپ هیوادونه او ستر قدرتونه شامل وو. خو په خدای باندې د ایران د ولس تکیه او د هغوي وحدت او یوزړه توب او د امام خمیني(رح) لارښوونې سبب شوې چې دښمن ونه توانیږي د ایران د خاورې حتی یوه لویشت برخه په خپل واک کښې وساتي.
*/*/*/*
په خپلو کښې مرسته، ملګرتیا او مشارکت ځینې نور موارد دي چې د مقدسې دفاع په دوران کښې په ایراني جبهې کښې له ورایه لیدل کیږي. ایراني جنګیالیو د قرآن کریم د تعلیماتو په پیروۍ سره، د دښمن په وړاندې په میړانې او پایدارۍ او شدت سره چلند وکړ او له یو بل سره یې هم په پوره خلوص او صمیمیت، مهربانۍ او یوزړه توب سره سلوک وکړ. له خپلو ځوکاونو سره د قومندانانو عاجزانه او ورورولیز چلند، ډیره مینه او محبت رامینځته کوه. له یو بل سره د ایراني جنګیالیو صادقانه او له مینې او مهربانۍ ډک سلوک، د جنګ جبهه د مینې، صفا او ورورولۍ په ستر مرکز بدله کړې وه چې تاودوخې یې هره ورځ نوي غړي ځانته جلبول او د سنګرونو سختۍ یې په مینې او محبت او سوکالتیا بدلولې. دغې ورورولۍ چې د جنګ او جبهې ترټولو ښایسته صحنې وې، په هغو کښې یې د مرستې او ملګرتیا روحیه دوه چنده کوله.
د تمدن جوړونې په بحثونو کښې د تعاون او همکارۍ مسئله یو ځانګړی مقام لري او د هڅوبونو په پنځیدو او ترقۍ کښې یو اغیزناک عامل ګڼل کیږي. بې شکه چې د یو تمدن د غړو ترمینځ د پيوستون په شتون سره، ملګرتیا او مرسته په طبیعي توګه راپيدا کیږي او هغوي بای خپلې ستونزې او مسائل په خپلو کښې په ګډه هواروي.
په دې وجه په زغرده اعتراف کیدې شي چې د مقدسې دفاع کلتور د همکارۍ، مرستې او ملګرتیا د کلتور په توګه په ایران کښې د ماډرن اسلامي تمدت په ترقۍ او لوړاوي کښې یو مهم رول درودلی او لري یې.
************************************
مونږ ټوږ خبر یوو چې جنګ د یوې تمدن ضده مسئلې په توګه ډیرې ویرانۍ رامینځته کوي خو هغه څخه چې د امنیت لاره یې هواره کړې او د جنګ د لاډیرو تاوانونو مخه نیوې شي، د «جهاد» ارزښتناک مفهوم دی چې د د عراق د بعث رژيم د بوږنوونکي تیري په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت په مقدسې دفاع کښې په حقیقي معنا موجود و.
متعال خدای جل جلاله په قرآن کریم کښې د سوره حج په ۴۰ مبارک آیت کښې په خپل پریکنده بیان کښې تاکید کوي چې که خدای ځیني خلک، د ځینو نورو په وسیله دفع نه کړي نو (درهبانو) خانقاهې او (د عیسايانو) کلیساوې او (د يهوديانو) عبادتخانې او هغه جوماتونه چې د خدای ډېر ذکر په کښې کيږي، ورانیږي.
د تمدن محققانو هم د خاورې د حدودو ساتنه او د پوځي ځواک د بنیاد پياوړتیا د تمدنونو په پرمختګ کښې یو اغیزناک کار بللی دی. یو هیواد چې په دفاعي برخه کښې څومره لوړ توان او قدرت لري، دومره یې امنیت زیات وي او د بهرنیو ګواښونو په وړاندې دفاع رامینځته کوي، په دې وجه دیو تمدن د اقتدار او امنیت په ساتنه کښې د پوځي صنایعو له مهم رول څخه انکار نه شي کیدې.
د تپلي جنګ په پیل کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د خپلې دفاع او ساتنې لپاره پياوړې پوځي صنایع نه وې او که وې هم، نو د امریکې په پوځي شتون پورې یې پيئلتیا ته په پام سره، عملا د استعمال وړ نه وې خو د مقدسې دفاع په دوران کښې د ایران ولس د کورني توان او د خپلو کارنده ځواکونو د نوښتناک رول کارولو سره ورته ورسیده او نن سبا نړۍ د داسې کامیابو ځواکونو د همت او هلوځلو کتونکې ده چې په پوهې او اقتدار سره د ایران د دفاعي او پوځي تجهیزاتو په ډګر کښې فعالیت کوي چې دا همت او کوشش د مقدسې دفاع له کلتوره رامینځته شوی او په وسیله یې د نړۍ ټول ستر قدرتونه د اسلامي ایران مخې ته په ګونډو شوي دي.
*/*/*/*/
د تمدن سازۍ له نورو ضروریاتو څخه باید د کلتور او فرهنګ رول ته اشاره وکړو. له اسلامي انقلاب نه مخکښې د ایران د ټولنې فضا د پهلوي او د طاغوت د پړاؤ په اخلاقي ضده او د ارزښتونو خلاف کلتور سره اداره کیدله او ځوانان به له اسلامي ارزښتونو لرې والي ته هڅول کیدل خو په یوه لنډه موده کښې اسلامي انقلاب ځوانان د جنګ او جهاد میدان ته راوستل چې په یو حیرانونکي بدلون سره یې د میړانې، مردانګۍ، سرشیندنې او شهادت غوښتنې ډیرې ښایسته صحنې نندارې ته وړاندې کړې. هغه ځوانان چې خپلې شخصي ګټې یې هیرې کړې وې او په پوره ایثار او د انقلاب او اسلام په فکر کښې له خپل سره تیر شوي وو او په تاریخ کښې تل تر تله ژوندي پاتې شول. هغه ځوانان چې د باطل خلاف د حق په جبهو کښې یې باطني معنویت او اخلاقي ارزښتونه دوه برابره شول او هم دغو معنوي ارزښتونو هغوي د کم عمرۍ باوجود، اتلان کړل. د بهنام محمدي، حسین فهمیده، مهدي باکري، محمد جهان آرا، ابراهیم همت، حسن باقري، مهدي زین الدین، حسین خرازي، مهدي کاوه په شان اتلانو او داسې نورو زرګونو ښکلیو ځوانانو خپل سرونه په وطن قربان کړل او د شهادت لوړې درجې ته ورسیدل. نن سبا د دغو شهیدانو د ژوند لیکونو او وصیت نامو په لوستلو سره پوهیږو چې د اته کلن تپلي جنګ په دوران کښې یې په جبهو کښې شتون د هغوي په اخلاقي او معنوي وده کښې حیرانونکې اغیزه درلودله.
دودونه او اخلاقي ځانګړنې د تمدنونو په ولړتیا کښې له اغیزناکو مواردو ګڼل کیږي. د ویل ډورانټ د نظریې له مخې، د ټولنې د کلتوري ارزښتونو په بنیاد ولاړ اخلاق د تمدني ژوندي د جوړیدو، لارښوونې او دوام سبب کیږي. په دې وجه د مقدسې دفاع په دوران کښې د جنګیالیو د پاو وړ معنویت او اخلاقي ارزښتونه د اسلامي تمدن د تحقق او پراختیا لپاره لاره خلاصوونکي درسونه ګڼل کیږي.
************************************************
ژباړه: عبدالماجد دراني