نوښتونه ۹۱
په دغه خپرونه کې هره اوونۍ د ایران او د نړۍ په کچه د نویو علمي، فرهنګي، هنري او اقتصادي لاسته راوړنو په هکله معلومات درکوو،د دې اوونۍ د نوښتونو خپرونه د ټکنالوژی په ډګر کې د یوې نوې لاسته راوړنې په اړه په وضاحت سره پیلوو.
د تهران د پوهنتونو څېړونکو یوه داسي ترکیب کشف کړی دی چي د میکروب ضد خواص لري او خپله ځان ترمیمولایشي او د ټپونو او زخمونو په درملنه کې کارول کېدایشي. د تهران د پوهنتون د نویو ټکنالوژیو د پوهنځی د علمي پلاوی غړی ډاکټر ژامک نور محمدي، وایي: نن سبا په نړۍ کې د ټپونو د درملنې لپاره ډول ډول پټی جوړ شوي دي، چي د ټپونو له علاج سره مرسته کولایشي، خو د ټپونو د درملنې یو تر ټولو غوره لاره د هایدرو ژیلز کارول دی، داسي ژل چي د بایو پولیمرونو په بنیاد جوړ شوی وي او د بدن له جوړښتونو سره سازګاره وي، د زخمونو د ترشحاتو د جذبولو توان ولري او زخم مرطوب وساتي، ژل د ځان د ترمیمولو توان ولري او ستنې او نورې درملې هم په کښې ولګیږي. دا ډول ژل دی چي نن سبا د نړۍ زیاتو څېړونکو کار ورباندې کوي. د دغه څېرونکی په وېنا، مونږ هم په دغه هدف سره د یوه داسي نوی ژل په جوړلو کار پیل کړ چي د میکروب ضد او ځان ترمیموونکی خواص ولري، او بلاخره د سمندري سره جلبکونو څخه د ایستل شوي موادو نه د یاد ژل په جوړولو بریالی شولو.
د داکټر ژامک نور محمدی په وېنا دغه نوی جوړ شوی ژل د بې سارې خواص په درلودلو بیا هم په ارزانه قېمت سره تولېد ته رسېدایشي څو د عامو خلګو لاسرسي هم ورته ممکنه وي.
داکټر نورمحمدي زیاتوي چي مونږ په دغه نوی ژل کې د زینک عنصر په زیاتېدو سره، ژل د زیاتو بکټریاو او په ځانګړې توګه د ای کولي د بکټریا ضد خواص تر لاسه کړی او او د فیبروبلاست د حجراتو د ودې او د کلاژن موادو د ترشحاتو زمینه برابره کړې ده، د نور محمدي په وېنا دغه نوی ژل چي زینک په کښې کارول شوی دی د ورته نورو ژلونو په پرتله د زخمونو علاج په کم وخت کې کوي.
په دې توګه د تهران د پوهنتون له لورې د ټپونو لپاره په درملیزو ژلونو کې د زینک د کارولو په هکله د څېړنو پایلې د کاربوهایدریت پولیمر " Carbohydrate Polymer" په نړیواله معتبره مجله کې خپاره شوي دي.
همدارنګه د ایران د امیر کبیر د صنعتي پوهنتون څېړونکو د یوه داسي فارمولې په موندلو بریالي شوي دي چي ورسره د زلزله ځپلو ودانیو مقاومت ارزولایشي.
د امیر کبیر د صنعتی پوهنتون د پي اچ ډي محصلې فاطمه سلیمان میګونی په ودانیو باندې د زلزلې په اثراتو څېړنې کولې د یاد فرمول په موندنې بریالۍ شوې ده، حال دا چي زیاتو څېړونکو له دې مخکې هم له زلزلې وروسته د ودانیو د مقاومت د سنجولو لپاره زیاتې هڅې کړې وي خو د یوه ډآډمنه او ساده فرمول په موندلو بریالی شوي نه وه.
د دغې څېړونکې په وېنا، یاده فارمولا له زلزلې نه وروسته، د ځمک رېږد د شدت په ارزولو سره، کولایشي د زلزله ځپلو ودانیو د مقاومت کچه وارزوي، دا فارمولا ازمویل شوې او له نورو فارمولاو په پرتله زیاته دقیقه ده.
مېرمن میګوئي وایي: دې ته په کتو سره چي ایران د نړۍ د زلزله خېزو هیوادونو په شمېر کې راځي، د داسي فارمولا موندنه ورته ضروري ده چي په وسیله یې له زلزلې وروسته، د زلزله ځپلو ودانیو د مقاومت کچه معلومه کړای شي، هغې زیاتوي: په دغې فارمولې سره، د مرګژوبلو کچه کمېدایشي او د مالي سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی کېدایشي.
د هغې په وېنا، دغه طرحه د ودانیو د مقاومت په سنجولو کې کارنده ده، خو له دې مخکې د کارپوهانو له لورې وړاندې شوې طرحې د داسي امکاناتو په برابرولو کې بریالي شوي نه وې او د ودانیو د ړنګېدو په اټکل او وړاندوینه کې ناکامې وې.
د تر سره شویو څېړنو له مخې، دغه فارمولا بهرني بیلګې نه لري.
په یوه بله هنرې لاسته راوړنه کې د حریم لنډ فیلم د (پیمان شاه محمدي) او (علیرضا نظارت) په پرډیوسری او د (حسین بابائیان) په ډایرکټری سره،په امریکا کې د (Red Rock) رید راک په نړیوال فیسټیول کې تر ټولو د غوره کیمره منی جایزه تر لاسه کړه.د دغه لنډ فیلم د کیمره منی مدیر یونس سبزی د نفس د سینمایی فیلم او د بچه مهندس په ډرامه کې د فعالیت لپاره د رید راک د نړیوال فیسټول کې د جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نوماند په توګه حاضر شوی وو.
د دغه فیلم د پرډیوسر شاه محمدی په وېنا ، د ۱۶ داورانو او ۴۰ مسلکي کمېټو په شتون کې په فیسټیول کې ۱۰۰ فیلمونه نندارې ته وړاندې شول او له یو بل سره یې سیالۍ وکړې، یاد فیسټیول هر کال د امریکا په یوټای ایالت کې تر سره کیږي او یوه ډېر مهم فیسټیول بلل کیږي. یاد فیسټیول په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ میلادي کالونو کې د نړۍ د فیلم جوړونکو په نړیواله مجله کې د معتبرو فیسټولونو په توګه معرفي شو.
وچکالۍ او د هغه سره یو ځای بشري حقوق او د ښځو بحران او بې وزلي له هغو مسایلو سره دي، چي حریم فیلم ورباندې په مستقیمه توګه بحث کوي. دغه لنډ فیلم د ایټالیا په ناپولي کې هم په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په یوه فیسټیول کې نندارې ته وړاندې شو.
د نړۍ په کچه له ۷۲۱۶ فیلم جوړونکو په تهران کې د لنډ فیلم په نړیوال فیسټیول کې د ګډون غوښتونکي شوي دي او خپل اثار یې استولي دي.
د تهران د لنډو فیلمونو د فیسټیول په دغه پړاو کې د ګډونکوونکو اثارو شمېر له ۷ زرو نه واوښتل او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.
د تهران د لنډو فیلمونو نړیوال فیسټیول د اسکار د اکېډمی له لورې تائید شوی فیسټیول دی او غوره ټاکل شوي فیلمونه په اسکار کې د نوماند کېدو لپاره معرفي کیږي. په دې خاطر د نړۍ فیلم جوړونکو هم د تهران په فیلمي فیسټیول کې د ګډون لېواله دي. د تهران د لنډو فیلمونو نړیوال فیسټیول به د تلې د میاشتې له ۲۷ نه بیا د لړم د میاشتې تر دوهمې پورې په تهران کې د مهدی آذر پندار په مشری تر سره شي.