Oct 15, 2023 15:57 Asia/Kabul
  • ایران په تیره انۍ کښې

ګرانو دوستانو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې نومې لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن هم د ایران د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو او پیښو جاج اخلو. نو راسره ووسئ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطیني ځوانانو په وروستۍ حماسه کښې د صهیونیسټي رژيم «نه سمیدونکې» ماتې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د دغه ورانوونکي طوفان د راپورته کیدو لامل، د فلسطیني ولس په حق کښې د غاصب جعلي رژيم دوامداره ظلم او جنایت او وحشي توب دی او دا رژیم نه شي کولې چې په دروغ ویلو او د ځان په مظلوم ښودلو سره په غزې باندې په حملې او د دغې سیمې د خلکو په قتل عام کښې خپله بلايي او دیو ډوله څیره پټه کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان"حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي" تیره سه شنبه د وسله والو ځواکونو د افسري پوهنتونونو د محصلانو د فراغت په ګډو دستورو کښې د فلسطیني مجاهدانو میړنی او سرشیندونکی اقدام د نیواکګرو د پرله پسې کلونو د جنایت او په دې وروستیو میاشتو کښې یې د دغو جنایتونو د زیاتیدو ځواب وباله او زیاته یې کړه: د وروستۍ پیښې ګرم، په غاصب رژيم باندې واکمن اوسنی حکومت دی چې د فلسطین د مظلوم ولس په حق کښې یې له هیڅ ډول وحشتناک اقدامه ډډه نه ده کړې.

دوي په وروستیو پیښو کښې د ایران په شمول د غیرفلسطینیانو د لاس لرلو په هکله د صهیونیسټي رژیم د ځینو کسانو د د هغه د ملاتړو پروپاګنډو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: البته مونږ مونږ د فلسطیني ځوانانو او د مدبرو او هوښیارو پلانوونکو تندي او مټې ښکلوو او پرې ویاړ کوو خو دا پروپاګنډې او محاسبات غلط دي او کوم کسان چې وايي د فلسطینیانو وروستی ګوذار د غیرفلسطینیانو له خوا دی، هغوي د فلسطین ستر ولس نه دی پيژندلی او ناڅه یې ګڼلی دی.

"حضرت آیت‌ا... العظمی خامنه‌اي" همداشان د ځان د مظلوم ښودلو لپاهر د خبیث رژيم هلوځلو او د نړۍ عامه افکارو ته د دې موضوع د القا کولو لپاره د نړۍ د استکباري رسنیو مرستې ته په اشارې سره وویل: دا مظلوم نمايي «سل په سلو کښې دروغ او د حقیقت خلاف» ده او هیڅوک نه شي کولې چې له دې دیو سیرته بلا څخه یو مظلومه څیره جوړه کړي.

*/*/*/*/

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو له سرمنشي سره په ټیلفوني خبرو کښې وویل: تمه لرو چې ملګري ملتونه غزې ته د اوبو او خوړو او انساني اقلامو د لیږلو لپاره په دوامداره توګه فوري اقدامات ترسره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر"حسین امیرعبداللهیان"  په نیواکي فلسطین کښې د روانو حالاتو په هکله د خپلو صلاح مشورو په دوام کښې د سه شنبې په ماښام د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره په خبرواترو کښې، په نیواکي ټاټوبي کښې ترسره شوې پيښه یو بشپړه فلسطیني نوښت او د نتانیاهو او د صهیونیسټي رژيم د وروستیو میاشتو جنګي جنایتونو او تندلاریتوبونو ته یو غبرګون وباله او زیاته یې کړه: همدااوس غزه په بشپړه انساني کلابندۍ کښې ده او د دغې سیمې د ښځو او ماشومانو په شمول یې په خلکو باندې اوبو او بریښنا او ورته د درملو او خوړو  لیږل بند شوي دي او د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم له خوا حملې او جنګي جنایتونه دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د سیسټماټیکو حنایتونو په نسبت د لویدیځ په بې تفاوتۍ باندې په نیوکې سره وویل: که اروپا او غرب د نتانیاهو د جنایتونو مخه نیولې وی نو ښايي چې به په فلسطین کښې دا حالت نه و.

امیرعبداللهیان د ترکیې له خارجه وزیر "هاکان فیدان " سره هم په ټیلیفوني خبرو کښې له قدس او د فلسطین له مظلوم ولسه په ملاتړ کښې مسلمانو هیوادونو د پيوستون او یووالي په ضرورت تاکید وکړ. د ایران خارجه وزیر همداراز په بیروت کښې د خپلو ملاقاتونو په دوام کښې د حماس او جهادِ اسلامي غورځنګونو  له جګ پوړو مسئولانو او د لبنان د حزب ا... غورځنګ له عمومي منشي سید حسین نصر ا... سره ملاقاتونه کړي دي. د حماس او جهادِ اسلامي جنګ پوړو مسئولانو په دغه ملاقات کښې وویل چې د فلسطیني مقاومت ډلې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په وړاندې په اقتدار سره اودریدنه کوي.

*/*/*/*/

ایرانیانو د هیواد په ټولو ښارونو کښې له نورو مسلمانانو او پتمنو انسانانو سره په یو غږ، د جمعې په ورځ په فلسطین کښې د مقاومت د جبهې د بریا په شکرانې او د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غندنه کښې لاریون وکړ. د فلسطیني مبارزانو طوفان الاقصی عملیات بې سارې عملیات وو چې د جنګ په میدان کښې یې د قدس د نیواکګر رژیم لپاره اطلاعاتي او پوځي ماتې رامینځته کړه. له دغې ماتې وروسته صهیونیسټي رژيم د غزې په مظلومو خلکو باندې هوايي بریدونه پيل کړل او د جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو کښې یې غیرپوځي او ملکي وګړي په خاورو او وینو کښې لیت پیت کړل.

په دې وجه په ایران او په نورو ډیرو اسلامي هیوادونو کښې مسلمانان او پتمن خلک د غزې له خلکو په ملاتړ کښې د جمعې په ورځ سړکونو ته راووتل.

په هم دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې دا څه چې په نیواکي ټاټوبي او د غز ې په تړانګه کښې روان دي، د انسانیت خلاف جنایت دی، وویل: د فلسطین د بې دفاع خلکو د وژلې بنسټګر باید د خپلو انساني ضده اقداماتو ځواب ورکړي.

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره پنجشنبه وویل: د امریکې رژيم باید په دې لړ کښې ځواب ورکړي چې څرنګه یې په ښځو او ماشومانو باندې بې رحمه یرغل کړی او کورونه یې ورانوي. که څه هم دغه جنایتونه په نن ورځې پورې اړونده نه دي او څه باندې اویا کاله وشول چې د فلسطینیانو د کورونو ورانول او د ښځو او ماشومانو وژله روانه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان تیره چارشنبه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم د فلسطین په بدلونونو ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر رئیسي په دغو خبرواترو کښې څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي نړۍ د وحدت او د ګاونډیتوب د اصل له مخې، له عربستان سره د اړیکو ژورتیا او پياوړتیا ته قائل دی او باوري یوو چې د دواړو لورو اړیکې دا وړتیا لري چې د سیمې د امنیت او ثبات له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د اسلامي ایران ولسمشر د فلسطین له مظلومو خلکو په دفاع کښې د اسلامي امت پر دندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د وروستۍ شخړې جرړې باید د فلسطین په مظلومو خلکو باندې د اپارټاییډ صهیونیسټي نظام په دوامداره ظلم او سیسټماټیک تبعیض کښې لټوو چې البته نه دی توانیدلی د خپلو حقوقو په دفاع کښې د خلکو دا هوډ تر تاثیر لاندې راولي او نن په غاصب صهیونیسټي رژيم باندې د مقاومت د سختو ګوذارونو کتونکي وو.

د عربستان ولیعهد هم په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې په سیمه کښې د ثبات د پياوړتیا لپاره په تیره بیا په فلسطین کښې د وروستیو ورځو بدلونونو ته په پام سره.  د دواړو هیوادونو له متقابلو هلوځلو د درناوي په ترڅ کښې وویل: دا څه چې د فلسطینیانو د حقوقو د ضایع کیدو په لړ کښې روان دي، د لویدیځو هیوادونو په شمول د نړۍ نورو سیمو ته د ناامنۍ د پراختیا او زیاتیدا لامل ګرځیدې شي.

په عین حال کښې رویټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ ریاض ته د دوو نزدې سرچینو په حواله وویل چې عربستان له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې مذاکرات «موقتاً» پریښې دي.

*/*/*/*/

ایران او سوډان په یوې ګډې بیانیې کښې د سفارتي اړیکو د بیا پیلولو د اعلان په تر څ کښې موافقه وکړه چې په نزدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د سفارتخانو د پرانستلو لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي.

د ایران او سوډان د تیرې دوشنبې په بیانیې کښې راغلي دي: د ایران اسلامي جمهوریت او سوډان جمهوریت په وروستیو میاشتو کښې د دواړو لورو د جګ پوړو چارواکو ترمینځ په شویو تماسونو پسې، فیصله وکړه چې د واړو هیوادونو د خدمت په لړ کښې خپلې سفارتي اړیکې بیا پيل کړي. د دغې خبرپاڼې له مخې، دواړو حکومتونو موافقه وکړه چې خپل مینځي دوستاني اړیکې د حاکمیت، برابرۍ، ګډو ګټو او ګډ صلحه ایز ژوند ته د احترام په بنیاد پراخې کړي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه