ستا د ښایست ګلونه ډیردي
په ایران کې یو بل مشهور او علمي پوهنتون صنعتی شریف پوهنتون دی چې هغه هم په تهران کې دی.
ګرانومیناوالو، د ایران خاوره له ډیرې مودې راهیسې د علم او تمدن زانګو ده او د نن ورځې نړیوال تمدن د هغو لاسته راوړنو او بریاو پوروړی دی چې په مختلفو زمانو کې په دې خاوره کې تر لاسه شوي دي. شایدتاسو لپاره په زړه پورې وي چې پوه شئ چې اوس مهال د علمي تولیداتو په اړه د وروستیو معلوماتو پراساس د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۲۱ کال کې په نړیوال نظام او د ویب ډیټابیس او د حوالې په شاخص (د ساینس ویب پاڼه) کې په نړۍ کې ۱۵م ځای لري. همدا اوس ایران داسی پوهنتونونه لري چې د نړۍ په کچه فعالیت کوي. د دې پوهنتونونو ډیر یې لوړې درجې لري او ډیری مقالې یې په نړیوالو مر اجعو کې خپرې شوې دي.
په دې پروګرام کې به د ایران د غوره پوهنتونونو لس نمونی وړاندې کړو تر څو تاسو د دغو پوهنتونونو په پېژندلو سره په ایران کې د علم د پرمختګ شاهدان اوسئ.
لومړی پوهنتون چې په دې لیست کې د غوره پوهنتون په توګه ځای کیدی شي د تهران پوهنتون دی. ډېر محصلین او پوهان په دې باور دي چې د تهران پوهنتون له پیل راهیسې د ایران تر ټولو غوره او بهترین پوهنتون دی. د تهران پوهنتون په هېواد کې د لوړو زده کړو په اړوندو بنسټونو او موسسو کې له هر اړخه لوړ مقام لري. دا بې دلیله نه ده چې دا پوهنتون د "مور پوهنتون" او "د ایران د لوړو زده کړو سمبول" بلل کیږي. د تهران پوهنتون د معرفي کولو لپاره په لنډسپیناوی کې باید یادونه وکړو چې دا پوهنتون 25 پوهنځي، 9 کیمپسونه او 16 څیړنیز مرکزونه لري. یو له هغو ټکو چې باید د تهران پوهنتون په معرفي کولو کې ځانګړې پاملرنه وشي د دې پوهنتون څیړنیز فعالیتونه دي. د تهران پوهنتون د ۱۳۱۳ کال د مارچ په میاشت کې جوړ شو.
په ایران کې یو بل مشهور او علمي پوهنتون صنعتی شریف پوهنتون دی چې هغه هم په تهران کې دی. هغه نوماندان چې د ریاضي، فزیک، کیمیا، ستورپوهنې او کمپیوټر المپیادونو کې د سرو زرو مډالونه لري کولی شي په اسانۍ سره په دې پوهنتون کې زده کړې وکړي. البته، یوازې هغه کاندیدان چې د اولمپیاد د سرو زرو مډالونه لري په دې پوهنتون کې زده کړه نه کوي. هغه نوماندان چې د داخلې کانکور په ازموینه کې غوره نمرې ترلاسه کوي په دې پوهنتون کې د ګډون چانس لري. ډیر هغه کاندیدان چې په دې پوهنتون کې زده کړې کوي د ایران د پوهانوپه توګه پیژندل کیږي. دا پوهنتون د مطالعې په دریو کچو کې د انجینرۍ او لومړني علمي کورسونه وړاندې کوي: لیسانس ، ماسټر او دوکتوراد صنعتی شریف پوهنتون د نیمې پیړۍ د فعالیت پایله دا ده چې څلویښت زره کسان فارغ التحصیلان شوي چې ډیریې د ایران له مخکښو مدیرانو دي او په علمي ډګرکې د تل پاتې شخصیتونو دي او د علمي نړۍ لپاره د ارزښتناکو خدماتو سرچینه ده. د صنعتی شریف پوهنتون چې په ۱۳۴۴ (۱۹۶۵) کال کې د ممتازو پوهنځیو د غړو، څیړونکو او د تکړه محصلینو په مرسته جوړ شوی، هر کال د آی ایس آی له ۱۵۰۰ زیاتی مقالې او ۱۵۰۰ مقالې په معتبرو کورنیو او بهرنیو مجلو کې خپریږي او تر ۱۵ زیات د پوهنتون کاغذونو ته زرګونه مراجعی ترسره شوي.
د امیرکبیر صنعتی پوهنتون (د تهران پولی تخنیک) هم د ایران یو له غوره پوهنتونونو دی چې په تهران کې دی . دغه پوهنتون په ۱۳۳۷ (۱۹۵۸) کال کې د تهران پولی تخنیک تر عنوان لاندې فعالیت پیل کړ او بیا د امیر کبیر د صنعتی پوهنتون ته وده ورکړه. د امیر کبیر صنعتی پوهنتون اوس مهال په ایران کې ترټولو غوره تخنیکي او انجنیري پوهنتون دی چې فعال دی او هر کال د صنعت په ډګر کې ډیرکسان روزي.
په ایران کې بل لوړ پوهنتون د علم او صنعت پوهنتون دی چې په تهران کې موقعیت لري. دا پوهنتون چې په ۱۳۴۴ (۱۹۶۵) کال کې د صنعتی شریف پوهنتون په شان جوړشو، یوازنی پوهنتون دی چې په منځني ختیځ کې د اورګاډي علومو پوهنځی او د پرمختللي انجینرۍ پوهنځی لري او د ډیرو کلونو لپاره دا یوازنی پوهنتون و چې په ایران کې د هنر او معمارۍ پوهنځی درلوده . دا هم باید یادونه وشي چې دا په ایران کې یوازنی پوهنتون دی چې د اقتصادي ودې او پلان جوړولو په برخه کې تخصص لري. همدارنګه د نړۍ په کچه پروژې لکه د نوید سپوږمکۍ ډیزاین، ظفر علم و صنعت، د ملي سایبر دفاعي شیلډ پروژه، د جیټ الوتکو د انجنونو ډیزاین، او د ملي بی کلاس ګاډی پلیټ فارم ډیزاین د دې پوهنتون له ځانګړو پروګرامونو دي.
د خواجه نصیرالدین طوسي صنعتی پوهنتون په ایران کې د ټیکنالوژۍ ترټولو زوړ پوهنتون ګڼل کیږي ځکه چې بنسټ یې په 1307 (1928) کې د پوست او ټیلیګراف د عالي ښوونځي په نوم یادیږي. د ایران د اسلامی انقلاب په دوام او د کلتوری انقلاب د عالي شورا په منظورۍ سره دغه پوهنتون په ۱۹۸۸ کال کښې د لوړو زده کړو د ۹ مرکزونو په یو ځای کولو سره په اوسني شکل کښې د تخنیکي او انجینرۍ د پوهنتون په نوم جوړ شو. په ۱۹۸۸ کال کې د خواجه نصیرالدین طوسي په نوم ونومول شو .
د دې پوهنتون او نورو پوهنتونونو په نوم کې د "صنعتي" کلمه دا معنی لري چې دا یوازې د انجینرۍ او بنسټیزو علومو په برخو کې زده کونکي مني. دا پوهنتون چې په تهران کې موقعیت لري، یو له لومړۍ درجې پوهنتونونو دی. د نړۍ په کچه د پوهنتونونو د درجه بندۍ لپاره د باور وړ ډیټابیس له مخې، د خواجه نصیرالدین طوسي صنعتی پوهنتون د پام وړ پرمختګ او وده کړې ده: د ISI درجه بندي ډیټابیس د احصایې له مخې، دا پوهنتون په نړۍ کې د 1٪ علم تولید کونکو یو پیژندل شوی.
په زړه پورې خبره ده چې تهران که څه هم د ایران د پلازمینې په توګه د ایران د لوړو پوهنتونونو مرکز دی خو په نورو ښارونو کې هم لوړ پوهنتونونه ویاړرامینځته کوی . د اصفهان پوهنتون چې بنسټ یې په ۱۳۲۵ (۱۹۴۶) کال کې ایښودل شوی، د علم په تولید کې د ایران له غوره پوهنتونونو دی او د بشری علومو د څېړنې په برخه کې دریم مقام خپل کړی دی. د دغه پوهنتون لوړه علمي کچه په معتبرو کورنیو او بهرنیو مجلو کې د ګڼو کتابونو او علمي مقالو د خپرېدو، د بشپړ استاد او مرستیال استاد په رتبو د استادانو شتون او همدارنګه په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون له امله ده. د ګرین میټریک ویب پاڼې په درجه بندۍ کې، اصفهان پوهنتون د ایران د 42 پوهنتونونو په منځ کې اووم ځای لري او د نړۍ د 80 هیوادونو د 956 پوهنتونونو په منځ کې، په 2021 کې د نړۍ په کچه 266 ځای لري.
د تبریز پوهنتون هم په ۱۹۷۷ کال کې جوړشو. د Civilica ډیټابیس د احصایې له مخې چې هر کال د خپرو شویو مقالو په اساس احصایې خپروي، د تبریز پوهنتون د ثبت شویو مقالو او کنفرانسونو پر بنسټ د ایران له لسو غوره دولتي پوهنتونونو دی. تبریز پوهنتون په خپله کارنامه کې ډیرملي او نړیوال ویاړونه لري: تبریز پوهنتون د تامسن رویټرز په درجه بندۍ کې د نړۍ په کچه د 1٪ ترټولو اغیزمنو پوهنتونونو په سر کې ځای درلود، په 2014 کې د هالینډ د لیډن انسټیټیوټ په درجه بندي کې په ایران کې دویم او په نړۍ کې 531 مقام درلود. د لیډن په درجه بندۍ کې، د نړۍ د یو سلنې لوړ پوړو ساینس پوهانو، د هیواد د تکړه ساینس پوهانو او د ایران د علمي مخکښانو د لقبونو ترلاسه کول د دې پوهنتون د لوی شمیر پروفیسورانو لخوا او د دې پروفیسورانو نفوذ په مهمو علمي اتحادیو او د نړۍ د مجامعو په غونډه کې د تبریز پوهنتون د ایران له لسو غوره پوهنتونونو یو او د هراړخیز پوهنتونونو په کتار کې شپږم مقام او د بشری علومو په تولید کې د ایران د غوره پوهنتونونو په کتار کې لسم ځای نیول د دغو ویاړونو یوه برخه ده. همدارنګه، دا پوهنتون په لویو نړیوالو اتحادیو کې فعال شتون لري لکه د نړۍ د پوهنتونونو اتحادیه (IAU)، د نړیوالو پوهنتونونو اتحادیه (IUC) او د قفقاز سیمې د پوهنتونونو اتحادیه.
د زړوالی له نظره د مشهد فردوسي پوهنتون په ۱۳۲۸ (۱۹۴۹) کال کې تاسیس شو دریم پوهنتون دی او د پوهنځیو او تعلیمي مرکزونو د اندازې او شمېر له مخې له ۳۰۰ هکتارو زیات مساحت لري. د ایران په شمال ختیځه سیمه کې د لوړو زده کړو ترټولو لوی مرکز ګڼل کیږي. د فردوسي پوهنتون اهمیت او لوړ علمي کچه او د شیعیانو د اتم امام حضرت امام رضا علیه السلام له سپېڅلي زیارت سره د دغه پوهنتون نږديوالي ډېری غیر ایراني او په ځانګړې توګه مسلمان محصلین په دې پوهنتون کې زده کړې ته متوجه کړي دي. د مشهد فردوسي پوهنتون په داسې حال کې چې د هېواد په یوه وچه او نیمه وچه سیمه کې موقعیت لري، د ښه لید او مناسب هوا شرایطو سره شنه کیمپس لري. د مشهد فردوسي پوهنتون له ۲۰۰۲ (۲۰۰۲) کال راهیسې په هېواد کې د لومړي پوهنتون په توګه د پوهنتون د شنه کمیټې او د چاپېریال ساتنې کمپونو په جوړولو کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ (۲۰۱۶) کال کې یې نوم بدل او په «شنه پوهنتون» بدل شو.
د شیراز پوهنتون چې په ۱۳۲۵ کال کې جوړشوی، د ایران یو له سترو او مهمو پوهنتونونو دی چې د دغه هیواد د څیړنیز قطب په توګه هم شمیرل کیږي. په دغه پوهنتون کې ۸۰ د لېسانس دورې، ۱۸۳ د ماسټرۍ کورسونه، ۱۰۲ د دوکتورا تخصصي کورسونه او یو حرفه ای ډاکټریټ کورسونه په لاره اچول کېږي، چې اوس مهال د شیراز پوهنتون ۱۶ پوهنځي او د لوړو زده کړو یو مرکز لري، چې څو پوهنځي په کې شاملېږي. دعلمي پایلو پراساس، دا پوهنتون په هیواد کې د څیړنو په برخه کې یو له مخکښو دریو پوهنتونونو دی او د انجینرۍ په برخو کې د 5 مور پوهنتونونو شمیرل کیږي
په اهواز کې د شهید چمران پوهنتون چې د جندی شاپور په نوم یې فعالیت کاوه، په ایران کې د طبي علومو او روغتیايي خدمتونو یو بل لوړ پوهنتون دی. دا پوهنتون د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د لوړو زده کړو تر ټولو لوی مرکز او د ایران له پراخو پوهنتونونو شمېرل کېږي. د پوهنتون څېړونکو په ۲۰۲۰ (۱۳۹۹) کال کې ټولټال ۸۸۲ مقالې وړاندې کړې، چې ۱۵۸ مقالې یې په داخلي کنفرانسونو کې او ۱۷۹ مقالې یې په داخلي ژورنالونو او ۵۴۵ نړیوالې مقالې (ISI) دي. دا مهال د اهواز شهید چمران پوهنتون ۱۴ نړیوال پوهنځي او کیمپسونه، ۵۳ ښوونیز ګروپونه، د مطالعې ۳۰۱ څانګي، ۴۱ ورکشاپونه، ۱۴۱ لابراتوارونه، ۴۸ د محصلینو علمي اتحادیې، ۴ علمي پولي او ۹ څیړنیز مرکزونه او ۵۷۳ علمي پلاوي لري. د اهواز چمران پوهنتون هم په تېره بيا په وروستيو کلونو کښې دغه پوهنتون ته غير ايراني محصلين جذب کړي دي.
د ایران له ۲۱۸۳ پوهنتونونو د دغو پوهنتونونو د نومونو یادول په دغه هېواد کې دعلم او ټکنالوژۍ د پراختیا په سمندر کې یوازې یو څاڅکی دی. پای