د انفلیشن کنټرول او د تولید وده
د ګرانۍ د کنټرول په بحث کې بهرنۍ تګلاره هم اغېزمنه ده.
د ایران په اقتصاد کې دګرانۍ مخنیوی له ډیرو مهمو خنډونو سره مخامخ دی. بې له شکه، د انفلیشن د مخنیوي په لاره کې یو له مهمو خنډونو هغه خنډونه دي چې په اجرایی حوزه کې شتون لري. اجراییه څانګه چې د تولید په وده او د ګرانۍپه مخنیوي کې اساسي رول لري، په دې برخه کې مهمې او اساسي ننګونې لري. له دغو ستونزو یوه دا دی چې حکومت ډیر لوی دی. د دولت جوړښتي او پرسونلو انفلیشن د لګښتونو د زیاتوالي لامل شوی او دا هم دګرانۍ د کنټرول د بی وسۍ یو لامل دی.
په اجراییه برخه کې بله ستونزه د بودجې په مصرف د څارنې نشتوالی دی. د بودجې په دریوکی دو برخه دولتي شرکتونو پورې اړه لري او د هیواد د بودجې لویه برخه دغو شرکتونو ته بیل شوې ده . ګرانۍ د کنټرول په برخه کې یوه له هغو لارو چارو چې حکومت کولای شي پرمخ ونیسی، د دولتي شرکتونو بشپړ نظارت دی. دولتي شرکتونه خپل اومه مواد د هیواد له زیرمو برابروي خو دوی خپل نرخونه د ازاد نرخ او ډالر په اساس ټاکي. پداسې حال کې چې دا شرکتونه باید د خپلو توکو نرخونه د هغه سرچینو پراساس چې دوی یې له هیواد ه کاروي وټاکي ، خو د نړیوالو نرخونو پر اساس یی بیه کوي.
سربیره پردې، اجراییه څانګه چې په هیواد کې د توکو د وړاندی کولو اصلي مسؤله ده ، په دې برخه کې هم د ناسم مدیریت شاهد دی چې د ګرانۍ د زیاتوالي او د ګرانۍد کنټرول د نشتوالي په څیر پایلې لري. د تولید په لاره کې ډېر خنډونه د هېواد په اجراییه نظام کې بله ننګونه ده. بې له شکه د تولید وده د انفلاسیون د مخنیوي لامل ګرځي، خو له بده مرغه د لوړو بیو په شمول د ګڼو لاملونو له امله په هېواد کې د تولیدي کارخانویو زیات شمېر تړل شوي دي. که حکومتونه د تولید د ملاتړ او د تولید د خنډونو د لیرې کولو لپاره یو مناسب میکانیزم پیدا نکړي، نو د ګرانۍکنټرول به سخت وي.
د زیاتو نغذو پیسو په اداره کولو کې بی وسی چې په هیواد کې شتون لري هم د اګرانۍ په مخنیوي کی له مهمو خنډونو دی. په اصل کې، زیاتې نغدې پیسې د انفلاسیون د بې ساري زیاتوالي یو له اصلي لاملونو دی، خو هر کال د زیاتو نغذو پیسو موضوع لوړیږي. د نقدینګی د اداره کولو لپاره حکومت باید لومړی د موجوده نقدینګی کنټرول کړي، او په بل ګام کې د نوي نقدینګی د رامینځته کیدو مخه ونیسي، او په وروستي ګام کې، د نقدینګی مقدار په کمولو سره ګرانۍ کمه کړي.
د قوانینو ناسم تطبیق هم یو له هغو ستونزو دی چې په اجراییه برخه کې شتون لري او د ګرانۍ په کنټرول کې د کمزورتیا لامل کیږي. ځینې وختونه اجراییه څانګه د موجوده قوانینو یا د پارلیمان لخوا تصویب شوي قوانین له پامه غورځوي او یا ترې تیریږی ، چې دا هم د انفلیشن د مخنیوي یو مهم عامل دی.
د ګرانۍ د کنټرول په بحث کې بهرنۍ تګلاره هم اغېزمنه ده. حکومت باید خپلې بهرنۍ اړیکې پراخې کړي او له دې لارې د صادراتو، د پیسو د بیرته راګرځولو او بانکي اړیکو مسله هواره کړي او په دې توګه د اومو موادو خرڅولو ته مخه نه کړي. صادرات باید په داسې ډول وي چې په نړیواله کچه په ارزانه بیه ونه پلورل شي او له صادراتو ترلاسه شوي اسعار د رسمي چینلونو له لارې هیواد ته راستانه شي. هرڅومره چې مونږ د غیر رسمي اسعارو لیږد کچه راټیټوو؛ یقینا د ګرانۍپه کنټرول کې مرسته کولی شو.
د تطبیق بل خنډ د بانکونو د چلند بڼه ده. اساسا د ایران په اقتصاد کې، بانکونه د انفلیشن د زیاتوالي یو مهم عامل دی. ځینې بانکونه د منځګړیتوب، پیسو ورکولو او قیاس تمویل په ځای کې کریډیټ اخلي، چې د هیواد په تولید کې مرسته نه کوي، بلکې د ګرانۍ د زیاتوالي لامل کیږي.
د قانون جوړونې په برخه کې هم ستونزې شته چې د ایران په اقتصاد کې د ګرانۍکنټرول ستونزمن کوي. ناکارنده قوانینو شتون یو له دغو ستونزو دی. ځینې قوانین نه یوازې دا چې د تولید او اګرانۍ غوټه نه خلاصوي، بلکې مخه یی هم نیسی . سربیره پردې، د قوانینو مقدار دومره زیات دی چې د ازارونکی بیوروکراسۍ رامینځته کیدو او حتی د پانګوالو او خصوصي برخی چې په هیواد کې پانګونه کوي د وتلو لامل شوي .
بله ستونزه چې په مقننه قوه کې شتون لري د ولسي جرګې د استازیو له خوا د څارنې له اوزار ناسمه استفاده ده. پارلیمان دنده لري چې د حکومت له خوا د قوانینو د سم تطبیق څارنه وکړي، خو دا دنده اکثراً په سمه توګه نه ترسره کیږي او دا کار د ګرانۍ د ودې یو له اصلي لاملونو دی او یا هم د انفلیشن په کنټرول کې د کمزورتیا یو له لاملونو د بودجې نیمګړتیا ده. د ګرانۍ په کنټرول کې یو بل خنډ دی که څه هم د بودیجې جوړول د دولتونو له مهمو دندو دي، خو اسلامي شورا چې د بودجې د تصویب دنده پر غاړه لري، هم د بودجې په نیمګړتیا کې مهم رول لري. د لګښتونو سمه اټکل او د دولتي کریډیټ تخصیص، د راتلونکي کال لپاره د عایداتي سرچینو کره وړاندوینې او کره اټکلونو سره، نه یوازې د دولتي پریکړو په پیاوړتیا، بلکې د خصوصي برخی په فیصلو هم اغیزه کوي. که یو دولت د بودجې په جوړولو کې کمزوری فعالیت وکړي، د خصوصي برخی د پانګونې بهیر به په طبیعي توګه په خپله لاره لاړ شي او له ناڅرګندتیا د تیښتې هڅه وکړي، یعنی د سفته بازۍ د رودو د کارولو له لارې په زیاتې ګټې اخیستنې او د لنډ مهاله بډایه رانتونو په ترلاسه کولو سره د اوږد مهاله تولیدی پانګې پر ځای د دوامدارې ودې او پرمختګ په لاره کې انحراف رامنځته کړی. سربیره پردې، ناسمه بودجه د بودجې د کمښت لامل کیږي او د بودجې مښت هم د اګرانۍ د زیاتوالي لامل کیږي. همدارنګه، ناسمه بودیجه به د ناسم بیله کولو یا په بله وینا، ادارو ته د بودجې ناسم ویش لامل شي، او بودجه د تولید یا ګرانۍ د مخنیوي پر ځای د انفلیشن د زیاتوالي لامل کیږي.