Feb 21, 2024 16:13 Asia/Kabul
  • ستا د ښایست ګلونه ډېر دي

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ستا د ښایست ګلونه ډېر دي د لړۍ له یوه (نوي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دې پروګرام کې له ایراني پیاوړي انځورګر او نقاش استاد محمود فرشچیان سره آشنا کېږو.

د هنر د مینوالو په منځ کې ډېر کم کسان شته، چې د محمود فرشچیان له نوم سره آشنا نه وي. ایراني پیاوړی نقاش او انځورګر چې د کلاسیک او نوي سبک په یوځای کولو سره، د ایراني مینیاتور په برخه کې نوې طریقې رامنځته کړي، ترڅو د هغه ښکلي او تلپاتي آثار، په ایران او ټولې نړۍ کې ولیدل شي.

استاد محمود فرشچیان، د ایراني انځورګرۍ په برخه کې یو تکړه او پیاوړی استاد دی، چې هغه خپله د یوه ځانګړي مکتب رامنځته کوونکی دی. په همدي حال کې، د هنر اصالت ته یې هم پاملرنه کړې ده، د نویو طریقو په رامنځته کولو، وړتیا او کارندوالي سره یې د ایراني نقاشۍ کچه پراخه کړې ده. د هغه ځانګړتیا دا ده چې له هنر څخه یې د اسلام او د دین مخکښانو ته د خدمت کولو په برخه کې استفاده کړې ده. فرشچیان د آثارو جوړولو لپاره په شیعي مضامینو باندې مشهور دی. د هغه ځیني آثار د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو له لور ي د ډالۍ په توګه د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او وزیرانو ته ډالۍ شوي دي او د هغه آثار د نړۍ په ډېرو ښارونو لکه: پاریس، نیویارک او شیکاګو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ۱۳۰۰ لمریز کال لومړۍ لسیزه، په اصفهان کې چې د لاسي هنرونو استادان مشهور وو، د دوی ټولګي او کاري ځایونه له زده کوونکو ډک وو، چې له کار سره یې مینه درلوده او ځانونه یې د خپلو پلرونو د میراث وارثان ګڼل. محمود فرشچیان له همدې زده کوونکو څخه وو. هغه زده کوونکی چې پلار یې غالۍ پېژندونکی او هنردوست وو.

کله چې پلار یې ولید چې د هغه څلور کلن زوی پر غالۍ باندې کښېني او د غالۍ نقشونه پر قاغذ باندې رسموي، د خپل زوی استعداد یې پیدا کړ او هغه یې د استاد امامي خواته یوړ. د میرزا آقا امامي په ټولګي کې، استاد له محمود څخه وغوښتل چې د یوه انځور له مخې د هوسۍ انځور رسم کړي او راوړي. په سبا باندې استاد په بېلابېلو اندازو کې د هوسۍ له ۲۰۰ انځورونو سره مخ شو.  ځوان شاګرد خپل استاد حیران کړ  او دا د هنر په برخه کې د هغه د ځلېدا او غوړېدا پیل وو.

محمود د لېسې په دوره کې د استاد عیسی بهادري شاګرد شو. استاد د غالۍ نقشونه، مینیاتوري او غوړ لرونکي رنګ سره انځورګري هغه ته زده کړه او هغه ته یې د ښوونې ترڅنګ، د خپل ښار د تاریخي آثارو را ایستلو او کشف ته هم وړلو. د چهل ستون، عالي قاپو، د شیخ لطف الله جومات لیدل او داسې نور...  اسلیمي طرحي او  د کاشي ختايي ډیزاینونو، ځوان محمود له بلې نړۍ سره مخ کولو. له رنګونو او نقشونو څخه یوه ډکه نړۍ چې پکې د خپلې سیمې د پخوانیو استادانو قلمي آثار وویني او پر کاشي ډبرو باندې د ایراني تمدن او کلتور عظمت ننداره کړي.

محمود فرشچیان د ښکلو هنرونو دورې له بشپړېدو وروسته، اروپا ته ولاړ او څو کلونه یې د لوېدیځ د لوړو آنځورګرانو د آثارو په څېړنې او مطالعې کې تېر کړل، د همدې مطالعې په پایله کې وو چې په نړیوالو معیارونو برابر د انځورګرۍ یوې نوې برخې ته ورسېد.

هغه په یوې مرکې کې وايي: هر سهار  د قلم او یوڅه قاغذونو په لرلو سره لومړنی شخص وم، چې موزیمونو ته تلم او ترټولو وروستی کس وم چې له هغه ځایه وتلم.

هغه ایران ته له بېرته راستېدو وروسته، د تهران د ښکلو هنرونو په اداره کې په کار پیل وکړ او له یوې مودې وروسته، د تهران پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي، د ملي او استادۍ هنرونو ادارې د مدیر په توګه وټاکل شو.

په دې منځ کې په ډېر کار او زیار  او د حیرانوونکو آثارو په رامنځته کولو سره، د هغه هنري شهرت په ایران  کې دننه او له ایران څخه بهر هم خپور شو.

د استاد فرشچیان آثار په ایران او نورو هېوادونو کې په سلګونه فردي او ټولیزو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل شوي، چې له پراخ هرکلي سره هم مخ شوي دي. په پرلپسې توګه د نندارتونونو ترسره کېدل په نړیواله کچه د هغه د شهرت او پېژندلې لامل شو؛ داسې چې موزیمونه، کتابتونونه او د هنر مینوال د هغه د آثارو له درلودلو سره مینه څرګندوي.

د استاد نقاشي له نوښت او اصالت ډکه انځورګري ده. هغه په ساده خطونو او ښکلو ترکیبونو سره، په دننه کې پټ رازونه او څېزونه په خپلو آثارو کې څرګندول. په همدې حال کې، د موضوع په ټاکلو او د اثر په جوړښت کې په نویوالي سره، له عادي قالبونو ورهاخوا، نویو برخو ته رسېده. هغه ځلانده رنګونه او موجونه چې د فرشچیان په آثارو کې لیدل کېږي، د هغه نوښت ښودنه کوي چې د یوې افسانې په توګه لیدل کېږي.

استاد فرشچیان د خپل هر یوه اثر لپاره کیسه لري. هغه داستان چې له کشف او شهود څخه د خپل هر یوه اثر لپاره ورته رسېدلی دی. د ضامن آهو د تابلو په تړاو چې د امام رضا (ع) په اړه دی، هغه ویلي: لومړی مې غوښتل چې امام د شا له اړخه طراحي کړم، مګر د تابلو جوړښت داسې وو چې باید هغوی د مخ له خوا په تصویر کې راولم. کله چې د حضرت مخ ته ورسېدم، ومې نشو کړای هغه ډول چې غواړم کار وکړم. مخ، هماغه ډول لاس نه خوړلی پاتې شو.

یوه ورځ له غرمې وروسته لکه د تل په څېر چې د نقاشۍ پر مهال اَوْدس(وضو) کوم، او د مشهد په لور درېږم او د حضرت ځانګړې دعا او زیارت لولم. بیا د تابلو په لور ځم او کار پیلوم. پرته له دې چې قلم راواخلم یا طرحې ته بدلون ورکړم، مخ مې جوړ کړ. کله چې پایته ورسېد، نور مې پکې تغییرات رانه وستل.

  د استاد فرشچیان د ضامن آهو تابلو

د عاشورا مازدیګر تابلو هم د استاد فرشچیان یو بل تلپاتی اثر دی، چې د امام حسین (ع) د نه راستنېدونکي سفر او کېږدیو ته د هغه او د هغوی د یارانو د شهارت د خبر رسېدلو دردوونکی تصویر روایتوي. د انځورګرۍ دا اثر د ۱۳۵۵ کال د عاشورا په ورځ جوړ شوی دی. د تصویر په منځ کې له امام حسین (ع) پرته، آس او هغه مېرمنې چې د خبر په اورېدو سره ژاړي، د عاشورا د مازدیګر غمیزه او تریخوالی روایتوي.

د استاد فرشچیان د عاشورا مازدیګر اثر

دا اثر چې اوس د حسیني عاشورا په موضوع سره د رامنځته شویو آثارو په ډله کې تلپاتې اثر ګڼل کېږي، نه یوازې دا چې مسلمان خلک په فکر کې ډوبوي، بلکې غیر مسلمانانو ته هم ډېرې خبرې له ځان سره لري او د نړۍ ډېری کسان او دینونه د سیدالشهدا (ع) د مکتب په لور جذب کړي دي. یوه مسیحي علمي مشر د عاشورا مازدیګر د تابلو یادونه کړې او د هغه د خپرولو ترڅنګ یې لیکلي چې دا تابلو له هغه څه چې څرګندوي، ډېر زیات د ویلو لپاره څه لري.

هغه د تابلو په اړه ژور مطلبونه لیکلي او له هغه وروسته دې تابلو ته د ډېرو مسیحیانو پام شوی دی.

فرشچیان د دې اثر د رامنځته کېدو په اړه وايي: له اسلامي انقلاب څخه درې کاله مخکې، د عاشورا په ورځ کله چې زما مور روضې ته تله، ماته  یې نصیحت کولو چې روضې ته ولاړ شه او روضه واوره، ترڅو یو څو ښه خبرې واورې. ما ورته وویل چې زه په خپله کوټه کې کار لرم، وروسته به ولاړ شم. پورته منزل ته ولاړم، ګواکي یو پروجکټور پر تابلو باندې ولوېد. نه پوهېږم چې دا رڼا وه، که دا مینه وه، که دا زما احساس وو یا بل څه، نه پوهېږم. هرڅه چې وو، د تابلو لومړنۍ طرحه جوړه شوه. هغه زیاتوي:

که څه هم د دې اثر له رامنځته کېدو ‌ډېر وخت تېرېږي او هرکله چې د دې تابلو د جوړېدو معنوي شېبې مې په یاد راځي، له یوه ځانګړي حالت سره مخ کېږم. د دې اثر د رامنځته کېدو پر مهال هم یو خاص معنوي حالت مې درلود، چې ګواکي د امام حسین (ع) له خوا یوه مهرباني وه چې وکولای شم داسې یوه تابلو جوړه کړم.

له نقاشۍ سربېره، استاد محمود فرشچیان د اسلامي مشهورو آثارو او د فارسي ادیبانو لکه د حافظ د غزلونو او مالک اشتر ته د امام علي د لیکونو په تذهیب او طراحۍ کې مهم اثرونه چاپ کړي دي. د شمس مولانا تابلو هم د استاد یو بل مهم اثر دی، چې د مولانا له شعرونو څخه یې الهام اخیستی دی. په دې نقاشۍ کې له ځانګړو رنګونو څخه کار اخیستل شوی، ترڅو د مولانا او شمس ترمنځ کوم عرفاني او معنوي اړیکه چې وه، په ښه توګه څرګنده کړي.

استاد فرشچیان د پیغمبر(ص) د اهل بیتو په وجود کې د خدای د ښکلاوو رامنځته کېدل یې په ښه ډول درک کړي وو او د هغوی نقاشي یې نورو انسانانو ته د انځور په بڼه څرګندوله. زرین نقشونه او د امام حسین (ع) او د امام رضا (ع) د سپېڅلي حرم ډیزاینونه، د استاد فرشچیان په تلپاتې قلم سره، د ایران د هنر په تاریخ او کلتور کې تلپاتې موضوع ده، چې استاد په افتخاري ډول ترسره کړي دي.

دا ستر استاد په دومره شهرت سره بیا هم متواضع شخصیت لري او د هر هنر خاوند ته د درناوي سر ټیټوي. د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري میراث سازمان د سعدآباد په کلتوري تاریخي ټولګه کې، د فرشچیان موزیم په جوړولو سره، ټولو خلکو او د نړۍ د هنر مینوالو ته دا فرصت رامنځته کړی، ترڅو د دې ستر  هنرمند له آثارو څخه لیدنه وکړي. په دې موزیم کې د استاد له اویا ډېر آثار راټول شوي دي.

همدارنګه په ۱۳۹۷ کال کې د محمود فرشچیان پوهنتون، د استاد فرشچیان اسلامي – ایراني هنرونو پوهنتون په بشپړ عنوان سره، د ایران د آزاد اسلامي پوهنتون تر ټولګې لاندې پرانیستل شو.

اوس له څو لسیزو هڅو وروست، د محمود فرشچیان نوم د ایراني معاصرو شخصیتونو په لیست کې ثبت شوی دی. هغه د هنر برخې لومړی درجې نښان لري او تراوسه پوري د ایټالیا اسکار طلايي تندیس، د ایټالیا د نخل طلايي هنر نښان، د بلجیم د هنر نړیوالې جشنوارې طلايي مډال او داسې نورې ډالۍ او نښانونه د ایران لپاره ډالۍ کړي دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه