Feb 26, 2024 14:06 Asia/Kabul
  • د قران کریم د نړیوالو سیالیو په څلویښتم پړاو کې له ګډون کونکیو سره د رهبرۍ د سترمقام کتنه

د اسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل، د دې مسئلې بل اړخ هم شته او هغه دا دی چې نن سبا په غزه او د فلسطین دننه د مقاومت ځواکونه د قرآن کریم پیروی کوی.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن کریم د ۴۰مې نړیوالې مقابلې ګډون کوونکو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت ا...خامنه اي سره کتنه وکړه .

تېره پنجشنبه (د ۱۴۰۲ کال د کب۳ – د ۲۰۲۴ کال د فروري ۲۲) د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن کریم د ۴۰مې نړیوالې سیالۍ  ګډونوالو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر آیت ا...خامنه اي سره وکتل. په دې غونډه کښې څو تنو ایرانی او غیر ایرانی قاریانو د قرآن کریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل. ورپسې د اسلامی انقلاب معظم رهبر وینا وکړه.  هغوی په پیل کې یې هیله څرګنده کړه چې له قرآن د لارښوونې غوښتنه او د قرآن په تعلیماتو پوهېدو ګروهنه  ورځ په ورځ د ټولې اسلامي نړۍ او اسلامي امت په منځ پراخه شی  چې مونږ ورته اړتیا لرو.  حضرت آیت ا... خامنه ای د قرآن کریم  د ایتونو په استناد وفرمایل  قرآن د هدایت اوذکر کتاب دی. ذکر یعنی  د غفلت له منځه وړل. مونږ ه ډیرغفلت کوو. انسانان اکثرا خپل معلومات هیروي او غفلت کوي. وفرمایل "قرآن د اخطار کتاب دی:

وَ اوحِیَ اِلَیَّ هذَا القُرآنُ لِاُنذِرَکُم بِه(آیه 19 انعام /

او دا قرآن   په ما وحی  شوی دی چې  د هغه په وسیله تا او هر هغه کس چی دا پیغام ورته ورسیږی ، خبردارې ورکړم .

مونږه  یو خبرداری ته اړتیا لرو، هغه خطرونو ته پام وکړو چې انسانان ګواښي،  څه په دې خوښۍ او  څه په راتلونکي خوښۍ کې چې حقیقي ژوند دی. کتاب د انسان د دردونو علاج دی. که د انسانانو دردونه لکه  د دوی معنوي، روحي او فکري دردونه، یا د بشري ټولنو دردونه لکه جنګونه، ظلمونه، بې عدالتۍ؛ قرآن د دې لپاره علاج دی: وَ نُنَزِّلُ مِنَ القُرآنِ ما هُوَ شِفاءٌ وَ رَحمَةٌ لِلمُؤمِنین (سوره اسراء آیت 82)

  د اسلامي انقلاب معظم رهبر قرآن کریم د حکمت کتاب او د ژوند د هغو حقایقو بیان وباله چې انسان ورته اړتیا لري. د شکونواو جهالت د تفسير او حل کتاب، کتاب  مجيد، کريم، نور او برهان کتاب. د  حضرت ایت ا... خامنه ای په وینا: دا پخپله په قرآن کریم کې بیان شوي دي؛ قرآن پخپله مونږ ته قرآن معرفي کوي او قرآن بیانوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قران کریم په هکله  د قرآن عظيم الشان او د رسول ... مبارک  د يو وتلي شاګرد امیر المومنین حضرت علی ابن ابطالب علیه السلام د لوړو تعبیراتو په باره کښې وويل: قرآن  رَبیعُ القُلوب... شِفاءُ الصُّدور (د زړونو پسرلی... د ناروغو سینو شفاء) ده. لکه څنګه چې په پسرلي کې ځمکه ژوندي کیږي، قرآن زړونه ژوندي کوي او له مرګ، خپګان او شاته تلو  یې ژغوري.  او یا " فیهِ عِلمَ ما یَأتی...دَواءَ دَائِکُم‌ وَ نَظمَ ما بَینَکُم (خطبه 158  د راتلونکي علم په قرآن کې دی...  د ستا د درد او د ژوند د نظام دوا

حضرت  ایت ا...خامنه ای دوام ورکړ:   دا د قرآن په اړه د نهج البلاغه تعبیرونه  دي. څه هغه  معارف  چې انسان ورته  د وګړي په توګه اړتيا لري په قرآن کې شته. ، څه هغه  پوهه چې انسان د یوې انساني ټولنې په توګه  ورته اړتیا لري. دا کلمه " «عِلمَ ما یَأتی» " چې مونږ ه له نهج البلاغه ولوستله ، د ټولو انسانانو د اړتیاوو او د راتلونکي ټولو اړتیاوو د برابرونکي په معنی ده... په ټولو پړاونوکې چې انسانان په دې ځمکه کې ژوند کوي، قرآن د هغه اړتیاوې پوره کوی  او ځواب ورکوي. د انساني ټولنې د  لویو دردونو درمل، وَ نَظمَ ما بَینَکُم؛ ټولنيز نظام، انساني اړيکې، ټولنيزې اړيکې، دا ټول په قرآن کې راغلي دي. قران وپیژنو .

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د هغو کسانو په عقیده نیوکه وکړه چې ګومان کوی قرآن یوازې د شخصی ضرورتونو او ارتباطاتو لپاره دی او اسلام د ټولنوضرورتونو  ، سیاسی اسلام اواسلام  د اجتماعی نظام جوړونکی نه ګڼی. دوی فرمایی  چی  دا عقیده د قرآن کریم له تفسیر او د امیرالمومنین (ع) له تفسیر سره په ټکر کې ده.

په مینې او انس ، تدبر او د رسول ا... مبارک  اهل بیتوعلیهم الصلاه و السلام  ته په رجوع سره چې قرآن  یی  په کور کې نازل شوی دی، قرآني معارف ترلاسه کیدلې  او له هغو  ګټه پورته کیدلې شی  او د هغو پر اساس ژوند جوړیدلې شي . دوی حاضرینو ته په خطاب کې وفرمایل :

"ستاسو تلاوت ... له  قرآن  سره د مینې او د قرآن د تعلیماتو د پوهیدو لپاره یو له خورا اغیزمنو ګامونو دی." د قرآن عظیم الشان د تلاوت لوی ارزښت دا دی چې اوریدونکي دې ته اړ باسي چې د قرآن د آیاتونو او د قرآن د مفاهیمو په اړه فکر وکړي ... البته شرط دا دی چې دا تلاوت د قران د ښودلو لپاره وي.  نه د ځان ښودلو لپاره. دا هنرونه چې په تلاوت کې وجود لري ، ، ښه غږ، ښه لحن ، د قرائت تخنیکونه، قطع کول او نښلول، پورته او ښکته کول، ټول باید د قرآن کریم د تعلیماتو د پوهیدو په خدمت کې وي.  داسی تلاوت وکړئ چی قرآن په زړونو کې ځای پر ځای شی. نن مونږ دې ته اړتیا لرو. له بده مرغه په ​​اسلامي نړۍ کې ډېر خلک له قرآن سره مینه  نه لري. خداى تعالى ته د رسول ا... مبارک دا شکايت چې

وَ قالَ الرَّسولُ یا رَبِّ اِنَّ قَومِی اتَّخَذوا هذَا القُرآنَ مَهجورًا»  " (آيت ٣٠/فرقان) نن د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې حقيقت دى او يو تريخ حقيقت دى.

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې نن سبا د اسلامي نړۍ لویه مسله د غزې مسله ده وویل: ایا د اسلامي هیوادونو مشران او چارواکي د غزې په اړه د قرآن کریم تعلیمات او پوهه تعقیبوي؟ قرآن مونږ ته وايي: «لایَتَّخِذِ المُؤمِنونَ الکافِرینَ اَولِیاءَ مِن دونِ المُؤمِنین »(آیه 28 آل عمران /  " مؤمنان  باید کافران  د مومنانو په ځای دوستان ونه ګرځوي (د آل عمران ٢٨ آيت )  ولې د اسلامي هېوادونو مشران په ښکاره خپل مخالفت نه اعلانوي،  د خپلو اړیکو غوڅول ، د مرستو غوڅول او له خبیث صیهونیسټ قاتل سره  خپلې مرستې او ملاتړونه نه  پرې کوي؟

؟ قرآن فرمايي: لَتَخَزُوا عَدوي وَعَدُوْكُمْ اولياء، (د سورت ممتحنه  1 آيت/ زما دښمن او خپل دښمن خپل دوست مه ګڼئ) ايا نن په نړۍ کې  په همدې ایت عمل کیږی ؟ قرآن فرمايي:  اَشِدّاءُ عَلَی الکُفّارِ رُحَماءُ بَینَهُم (د سوره فتح  ۲۹ آیت/  ) په کافرانو سخت او په یوه  بل مهربان دي)  ایا د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د دغه عمل شدت ښودل شوی دی. ؟" نن دا د اسلامي نړۍ ستر دردونه دي. خدای تعالی د مسلمانو ملتونو غړي په خپلو حکومتونو د فشار په نه راوستلو مواخذه کوي  ځکه چی په خپلو حکومتونه یې فشار رانه وړ او مسلمان حکومتونوه مواخذه کوي چی ولې یی عمل ونکړ . اِنَّما یَنهاکُمُ اللهُ عَنِ الَّذینَ قاتَلوکُم فِی الدّینِ وَ اَخرَجوکُم مِن دِیارِکُم ... اَن تَوَلَّوهُم(آیه 9سوره ممتحنه/ .  یوازې خدای تعالی  تاسو له هغو کسانو  سره له دوستي منع کوي چې  د تاسو په دین کې  له تاسو سره جنګ کړی او تاسو یی  له خپلو کورونو  ویستلی یو ، دا ټول قرآني تعلیمات دي. دا هغه څه دي چې مونږ یې باید په دې تلاوتونو کې روښانه کړو، یو بل ته یې یادونه وکړو، دا دندې یو له بل سره شریکې کړو او سمه مشوره وکړو؛ دا زمونږ د تلاوت غونډو پایلې او نتیجې وګرځي .

د اسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل، د دې مسئلې بل اړخ هم شته او هغه دا دی چې نن سبا په غزه او د فلسطین دننه  د مقاومت ځواکونه د قرآن کریم پیروی کوی. په غزه کې دننه مقاومت د دښمن په وړاندې ولاړ دی. د سورت حج په ۳۹ آیت کې راغلي دي: اُذِنَ لِلَّذینَ یُقاتَلونَ بِاَنَّهُم ظُلِموا وَ اِنَّ اللَهَ عَلی‌ نَصرِهِم لَقَدیر  ، هغو کسانو ته  جنګ پرې تپل شوی دی ، د جهاد اجازه ورکول کیږي ، ځکه چې دوی مظلوم دي، او یقینا خدای د  دوی په  فتح سخت ځواکمن دی).

حضرت آیت ا...  خامنه ای دغه آیت ته په اشارې سره وویل:

"خدای تعالی به انشاا...  دوی ته بریا ورکړي، نن سبا اسلامی نړۍاو د نړۍ پتمن دغزې دخلکو په غم کې ویرجن دي ،دغزې پر مظلوم ولس  هغه کسان ظلم کوي،چې هیڅ انسانیّت نه لري. او په همدې اساس  ترټولو مهمه  دنده ، د غزې له مظلومو  خلکو ملاتړ،او د هغو کسانو ملاتړ او د مقاومت له ځواکه څخه کلک ملاتړ او شجاعانه مقاومت دی چې،د غزې له خلکو سره مرستې کوي.

حضرت آیت ا... العظمی  سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې زمونږ امید د خدای په فضل او مرستې نه ختمیږی  ، د سوره حج د څلویښتم آیت ته په اشارې سره وویل:  وَ لَیَنصُرَنَّ اللَهُ مَن یَنصُرُه  او په یقین سره چې خدای له هغه چا سره مرسته کوی چې له هغه سره مرسته کوی. ه

هغوی وویل: دا الهی ټینګار دی. د خدای په مرسته به انشا ا...  د فلسطین له  خلکو سره وی  او اسلامي نړۍ به د خدای په فضل د صهیونیسټي سرطاني غدې  د تباهۍ شاهده وي. مونږ د هغې ورځې په تمه یو؛ هغه ورځ به خامخا راځي، ان شاءالله هغه ورځ به راځي او دا زمونږ د ټولو دنده او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده ده. هرڅوک باید هڅه وکړي. نن تر ټولو مهمه دنده د غاصب او صهیونیسټي رژیم له ملاتړه ډډه کول او د غزې له خلکو، د فلسطین له خلکو او د فلسطین له مقاومت سره په هره ممکنه طریقه ملاتړ او مرسته ده. مونږه  هیله من یو، خدای دې وکړي چې مونږ ټول په دې لاره کې بریالي شو.پای

 

 

ټیګونه