Mar 06, 2024 09:17 Asia/Kabul

ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم! له تهران راډیو د هرې پنجشبې یعنې زیارت په ورځ له خپریدونکي «شیر و شکر» پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو او نن یې درته یوه بله برخه وړاندې کوو. هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.

دوستانو په دې ننني پروګرام کښې د ادبیاتو په دنیا کښې د فارسۍ ژبې د یو بل مهم شخصیت پيژندګلوي کوو چې د «فارسۍ شعر د پلار» لقب ورکړی شوی دی او نوم یې دی، عبدالله جعفر بن محمد رودکي.

رودکي د فارسۍ ژبې اولنې ستر شاعر دی چې په شعر کښې یې د نویو ایجاداتو په وجه، د فارسۍ شعر د پلار په توګه پيژندل کیږي. له رودکي وروسته شاعرانو به د هغه د شعر ویلو له طریقې ګټه پورته کوله ځکه چې دغه مشهور شاعر په ډول ډول شعرونو او د وینا په فن کښې ځانګړی مهارت درلود او د فارسي شعر په راژوندي کولو سره یې له ځان وروسته راتلونکو شاعرانو ته لاره خلاصه کړه داشان چې په شاعرانو او ویناوالو کښې د شاعرانو په سلطان او استاد مشهور شوی دی.

عبدالله جعفر بن محمد رودکي د سمرقند د رودک په یو کلي «بنجُ» کښې دنیا ته راغلی و خو د زوکړې د کال او د ماشومتوب د ژوند او همداشان یې د زده کړې د څرنګوالي په هکله معلومات نشته. د رودکي د نوم په هکله هم ځیني کسان وايي، له دې امله چې په رودک کلي کښې زیږیدلی و، رودکي نوم پرې ايښودل شوی دی.

رودکي ډیر آثار ولیکل او د فارسي ادبیاتو له وړومبنیو کسانو دی. هغه د قصیدې، رباعۍ، مثنوي، قطعې او غزل په شان د مختلفو ډول شعرونو په ویلو کښې مهارت درلود خو په قصیده ویلو کښې له نورو مخکښې و او وړومبنې مسلمان شاعر دی چې لوړه او مضبوطه قصیده یې جوړه کړې ده. د رودکي له مشهورو مثنویانو څخه په نظم کښې «کلیله و دمنه»، «سند بادنامه» او «آفتاب نامه» ته اشاره کولې شو.

غزل هم د رودکي له خوا استعمال شوی یو بل شعري چوکاټ دی. کومو کسانو چې په خپلو شعرونو کښې د رودکي له شعرونو ګټه اخیستې او کارولي یې دي، د فرخي سیستاني، خاقاني شرواني، ابوسعید ابوالخیر، مولانا جلال الدین بلخي او د حافظ وغیره په شان شاعرانو نومونه اخیستې شو. مولوي هم په ډیرو ځایونو کښې د رودکي د شعرونو هرکلی کړی دی.

ویل کیږي کله چې امیرنصر ساماناي له بخارا نه هرات ته لاړ او د هرات موسم یې خوښ شو او څلور کاله یې هلته تیر کړل، او هیڅ چا نه شو کولې چې هغه بخارا ته ستون کړي. د هغه لښکریانو چې خپل وطن بخارا یې یادیده، رودکي ته وویل: که له خپل هنر نه کار واخلې او باچا بخارا ته ستنیدو ته وهڅوې نو پنځوس زره درم انعام به درکړو.

رودکي یوه داسې قصیده وویله چې ابونصر ساماني یې له اوریدو وروسته، بې له بوټونو له هراته بخارا ته روان شو. نقل شوي دي چې تر دوو فرسنګو پورې یې ورپسې بوټونه ځغلول.

رودکي د خپل عمر وروستي کلونه په سختۍ او کړاؤ کښې تیر کړل او ډیره بې پامي ورته وشوه. د رودکي د وفات نیټه له ۳۲۰ نه تر ۳۲۹ هجري قمري کال ترمینځ ده او قبر یې د تاجکستان هیواد د پلازمینې دوشنبه ښار د شمال په ۱۷۰ کیلومیټرۍ کښې د رودک د پنجُ یا پنجکنت پارک شا ته دی.

**********************************************

ګرانو مینه والو اوس لاندې ټکیو ته غوږ شئ.

قرن

پيړۍ

سده

سلیزه

سده چهارم

څلورمه سلیزه

زندگی کردن

ژوند کول/اوسیدل

زندگی می کرده است

ژوند یې کوه/ اوسیده

روستا

کلی

معلم

معلم/ښوونکی

به دنیا آمدن

زیږیدل

به دنیا آمده است

زیږیدلی دی

برخی

ځیني

معلمِ ما

زمونږ ښوونکی

پیش

مخکښې

پیش از

له مخکښې

ترجمه

ترجمه/ژباړه

معتقدند

باوري دي

ترجمه شده است

ژباړل شوی دی

اشتباه

تیروتنه/غلطي

دیوانِ شعر    

د شعرونو دیوان

کلاس

کلاس/ټولګې

کلاسِ درس

د درس ټولګې

دیروز

پرون

 

 

 

اوس له خپل پلار سره د ریحانې خبرواترو ته غوږ شئ

ریحانه : پدر ، رودکی شاعر کدام قرن بوده است ؟

ریحانه: پلاره، رودکي د کومې پیړۍ شاعر پاتې شوی؟

پدر: رودکی سمرقندی در سده چهارم هجری زندگی می کرده است.

پلار: رودکي سمرقندي په څلورمې هجري سلیزې کښې ژوند کوه.

ریحانه: او اهل سمرقند بوده است؟

ریحانه: هغه د سمرقند اوسیدونکی و؟

پدر: او در روستایی به‌نام بَنُج رودک در ناحیه رودک در نزدیکی نخشب و سمرقند به دنیا آمده است.

پلار: هغه نخشب او سمرقند په خوا کښې د رودک سیمې په بَنُج رودک نومي کلي کښې دنیا ته راغلی دی.

ریحانه: مهمترین لقب او چه بوده است؟

ریحانه: د هغه ترټولو مهم لقب څه دی؟

پدر:رودکی القاب زیادی مانند استادِ شاعران وسلطان ِ گنجِ سخن داشته است اما مهترین لقبِ او پدرِشعر فارسی است.

پلار: رودکي د استادِ شاعران او سلطانِ ګنجِ سخن په شان ډیر لقبونه درلودل خو ترټولو مهم لقب یې «د فارسي شعر پلار» دی.

ریحانه:چرا به او چنین لقبی داده اند؟

ریحانه: هغه ته دا لقب ولې ورکړې شوی دی؟

پدر:برخی معتقدند پیش از او کسی دیوان شعر نداشته است به همین دلیل این لقب را به رودکی داده اند.

پلار: ځیني باوري دي چې له هغه مخکښې بل چا د شعر دیوان نه درلود په هم دې وجه رودکي ته دغه لقب ورکړې شوی دی.

ریحانه: آیا کلیله و دمنه یکی از آثار رودکی است ؟

ریحانه: آیا کلیله و دمنه د رودکي یو اثر دی؟

پدر: کلیله و دمنه کتابی هندی است که در زمان ساسانیان به زبان فارسی میانه ترجمه شده است.

پلار: کلیله و دمنه یو هندي کتاب دی چې د ساسانیانو په زمانه کښې په میانه فارسۍ ژبه ترجمه او ژباړل شوی دی.

ریحانه : دیروز معلم ما در کلاس درس می گفت کلیله ودمنه از آثار رودکی است.پس معلم به ما اشتباه گفته است؟

ریحانه: پرون زمونږ معلمې د درس په ټولګي کښې ویل چې کلیله و دمنه د رودکي یو  اثر دی، نو آیا ښوونکې مو تیروتنه کړې ده؟

پدر: نه دخترم. معلم شما درست گفته است. رودکی کلیله و دمنه را به نظم درآورده است و آن را به زبان شعرسروده است.

پلار: نه لورې، ستاسو معلمې صحي ویلي دي. رودکي کلیله و دمنه په نظم اړولې او هغه یې د شعر په ژبه ویلې دی.

*/*/*/

ګرانو ملګرو په ننني پروګرام کښې هم ستاسو له ملګرتیا مننه کوو، د پروګرام په پاې کښې نن د رودکي ویلی ښایسته شعر «بوی جوی مولیان» د افغانستاني سندرغاړي داوود پژمان په غږ دراوروو او مونږ هم درنه په هم دې ځاې اجازه غواړو...... د خدای په امان

*/*/*/*

لیک: میرمن ساناز احساني          

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه