ایران په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i78060-ایران_په_تیره_اونۍ_کښې
ګرانو دوستانو ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ په تازه پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2018 12:01 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ په تازه پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو.

اسلامي ایران تیره اونۍ د صفرې د میاشتې په اوویشتمه نیټه د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) د وفات او د هغه حضرت د خوږ لمسي او د دویم معصوم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام د شهادت د کلیزې په شپه په ویر او ماتم کښې ډوب و.

د ایران مسلمانو خلکو په امامباړو، جوماتونو او په مشهد مقدس کښې د اتم معصوم امام حضرت علی بن موسی الرضا علیه السلام او همداشان په قم کښې د دوي د قدرمنې خور بي بي معصومې(س) په پاکو حرمونو کښې عزادارۍ وکړې.

تیره اونۍ د نړۍ عامه افکار همداشان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګډو وډو او غیرعقلي اقداماتو کتونکي وو.

د امریکې ولسمشر د مۍ په اتمه له ایټمي موافقې د خپل هیواد وتل اعلان کړل او د نومبر په پنځمه نیټه د ایران خلاف د تازه بندیزونو پړاؤ اجرا شو چې زیاتره د ایران د تیلو صادرات، هوايي صنایع، د کشتۍ چلونې صنعت او بانکي معاملات پکښې شامل دي.

د امریکې د خزانې وزارت د بیانیې له مخې ۵۰ ایراني بانکونو، د هغو کورنۍ او بهرنۍ څانګې، څه باندې دوه سوه کسان، د کشتۍ چلونې او انرجۍ په برخه کښې فعالې کشتۍ، د ایران ایر (هما) شرکت او د هغه ۶۵ الوتکې د امریکې د نویو بندیزونو په لړلیک کښې شاملې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي له استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې یعنې د لړم د دیارلسمې نیټې په درشل کښې د زرګونو زده کونکو او محصلینو په کتنه کښې د ایران خلاف د تیرو څلویښتو کالو په دسیسو کښې د امریکې ماتې ته اشاره وکړه او ویې ویل: په نورو هیوادونو باندې د خپل نظر د منلو او د هغوي د قانع کولو په معنا د امریکې نرم قدرت نن سبا په ډیر کمزوري ممکن موقعیت کښې دی.

امریکا په خپلو همهغه وهمي تصوراتو سره د ایران د اقتصادي فلج کولو او شاته ساتلو په لټه کښې ده. له ټرمپ نه واخلې تر جان بولټن او پمپئو پورې امریکايي چارواکي د دې دښمنۍ پالنې په دوام باندې په ډاګه ټینګار کوي. خو هغه څه چې په اقتصادي جنګ کښې هم پیښ شوي دي، د امریکې د غوښتنې اپوټه دي.

امریکایان په عین حال کښې په دروغو او دوکو شاکو سره هڅه کوي چې د ایران د ولس خلاف خپل غلیمانه او ظالمانه اقدامات په ناسمو لاپوشاپو سره د ایراني ولس د ګټو په لړ کښې د یو اقدام په توګه وښائي.

د سپينې ماڼۍ چارواکي د نړیوالو ژمنو په لړ کښې د امریکې د تیروتنو او خلاف ورزیو د څرګندو نښو سره سره په یولړ خندونکو څرګندونو کښې ادعا کوي د ایران خلاف د سختو بندیزونو د لګیدو باوجود د خوړو، درملو، طبي تجهیزاتو او د کرهڼیزو اوزارو خرڅون هیڅکله نه دی بایکاټ شوی.

دا په داسې حال کښې دي چې په انساندوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شوری ځانګړي رپورټر ادریس الجزائري د بندیزونو له پیلیدو مخکښې د یو لیک په خپرولو سره ایراني ضد بندیزوه د بشري حقوقو خلاف ورزي کونکي وبلل او د امریکې له حکومته یې وغوښتل چې ایران ته د خوراکي، درملیزو او کرهڼیزو موادو او طبي تجهیزاتو د رسیدو مخه دې ونه نیسي.

                د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي هم تیره اونۍ د امریکې په خارجه وزارت کښې (د ایران د اقدام ډلې) د مشر برایان هوک د لاپو په غبرګون کښې په دې خبرې سره چې نن سبا د امریکې زیاتره واکمنان د ناپوهۍ، په ځان د میئنوالي او له سخت او دوامداره توهمه په بندون او مشکل کښې دي، څرګنده کړه: هوک یا خو یو مسلکي دروغجن دی او یا دا چې ځان یې نانګاره کړی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې د امریکې د اوسني حکومت زیاتره چارواکو دا ډول ناسمې او غلطې ویناوې کړې دي، څرګنده کړه: امریکایانو د چپتیا او خاموشۍ پر ځاې له ناچارۍ څخه دروغو او ګډو وډو ویلو ته مخه کړې ده او په دوکې او چلول سره هڅه کوي چې د ایراني ولس خلاف خپلو غلیمانه او ظالمانه اقداماتو ته د دروغو جامه واغوندي. نن سبا د یو څو وړو هیوادونو پرته ټولې نړۍ د امریکې یواړخیز پال او پراختیا غواړي سیاستونه له چیلنج سره مخامخ کړي دي.

خو دې بندیزونو د نورو هیوادونو پر اقتصاد څه اغیزه کړې ده؟

                د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه د تیلو او انرجۍ د اطلاع رسونې له شبکې سره په خبرو کښې وویل: د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د تیلو د یوشمیر سیمه ایزو تولیدونکو له ابتدايي رجز خوانۍ او باټو سره سره، د امریکې حکومت بلآخره په نړیوال بازار کښې د تیلو په سخت کمي او له دغه بازاره د ایران د حذفیدو د امکان په نشتوالي اعتراف وکړ. زنګنه زیاته کړه: امریکا د تیلو د جدي کمښت او د پیداوار او تقاضې ترمینځ د انډول د نشتوالي او همداشان پر سترو استعمالونکو باندې د دباؤ د کمولو په موخه ځینو هیوادونو ته د ایران د تیلو د اخیستو امکان ورکړی دی خو دا اندازه معافۍ غوښتنه او تقاضا نه شي پوره کولی.

د امریکې د خزانې وزارت د ایراني ضده بندیزونو له پيلیدو سره هممهاله د جنوبي کوریا، جاپان او ایټالیا په شمول اتو هیوادونو ته، له ایرانه د تیلو د اخیستو د جاري ساتلو اجازه ورکړې ده.

                له ایټمي موافقې د امریکې وتل، بې شکه چې غیرقانوني او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د خلاف ورزۍ خلاف ورزي ده.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي غلامعلي خوشرو د امریکې د غیرقانوني اقداماتو په غبرګون کښې د دغه سازمان سرمنشي ته په یو لیک کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکې د یواړخیزو بندیزونو د غندلو او ورسره د مقابلې غوښتنه وکړه.

غلامعلي خوشرو انتونیو ګوتریش ته په یو لیک کښې ټینګار وکړ: نړیواله ټولنه باید د امریکې دې غیرقانوني او غیرانساني اقدام ته کلک ځواب ورکړي او د قانون د واکمنۍ او د څواړخیزپالنې ملاتړ دې وکړي.

                په انګلستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم د سمندري چلند د نړیوالې سازمان (آیمو) سرمنشي ته په یو لیک کښې د امریکې له یواړخیزو بندیزونو په شکایت سره د دغو بندیزونو د اغیزو د ځانګړې څیړنې غوښتنه وکړه.

په انګلستان کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران سفارت په لندن کښې د سمندري چارو د نړیوال سازمان سرمنشي ته په یو لیک کښې د سمندري چارو د نړیوالو معاهدو په خلاف ورزۍ او په خطر کښې د دغه صنعت د خوندیتوب د اچولو په لړ کښې د یو اقدام په توګه د ایران په کشتیو باندې د امریکې د یواړخیزو بندیزونو د لګیدو په غندنې سره، د سمندري چارو د سازمان په شورا کښې د دې موضوع د ځانګړې څیړنې غوښتنه وکړه.

د ایران د هوايي چلند ادارې هم له دې مخکښې د غیرپوځي هوايي چلند نړیوال سازمان ICAO ته په خطاب کښې یوه خبرپاڼه کښې د ایران د غیرپوځي هوايي صنعت خلاف د امریکې د یواړخیزو بندیزونو خلاف د پریکنده دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه.

                د امریکې تاریخ په سپینې ماڼۍ کښې داسې بې قانوني نه ده لیدلې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني تیره دوشنبه د مالیې او اقتصادي چارو د وزارت د مرستیالانو او مدیرانو په غونډه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې باید امریکایان پوه کړی شي چې د ایران له ستر ولس سره د زور، ګواښ او بندیز په ژبه خبرې نه کوي،  ټینګار وکړ: امریکایان باید د تل لپاره خبرداره شي او پوه شي چې په بدمعاشۍ سره د ایران د ولس په وړاندې نه شي ودریدلی.

ولسمشر روحاني زیاته کړه: کوم کار چې امریکایان کوي، تش پر خلکو، شرکتونو او نورو حکومتونو باندې دباؤ دی او باید پوه شي چې یوازې ایران د امریکې له سیاستونو په قهر نه دی بلکې اروپايي حکومتونه او شرکتونه هم د امریکې له سیاستونو په غصه دي.

                د امریکې بندیزونه غیرقانوني دي/ له ایران سره تجارت ته دوام ورکوو.

                د روسیې د انرجۍ وزیر الکزینډر نواک هم تیره اونۍ وویل: ماسکو به د امریکې له تیلي بندیزونو سره د مقابلې لپاره د ایران ملاتړ وکړي.

نواک فاینینشل ټائمز انګلسي ورځپاڼې ته په مرکه کښې وویل: روسیه د بندیزونو له پیلیدو وروسته له ایران سره د تیلو د تجارت د جاري ساتلو تکل کوي.

                اروپايي اتحادیې، جرمني، فرانسې او انګلستان د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره له تهران سره د روا او قانوني کار کسب کولو په موخه د اروپايي شرکتونو د ساتنې لپاره په کوشش ټینګار وکړ.

د اروپايي اتحادیې، جرمني، فرانسې او انګلستان په دغه بیانیه کښې چې تیره دوشنبه دوباره خپره شوه، ټینګار شوی دی: زمونږ موخه د اروپايي قوانینو او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په لړ کښې له ایران سره د قانوني سوداګریزو تبادلاتو د لورونکو اروپايي اقتصادي فعالانو ساتنه ده.

ویاند:

                د نړیوالو حقوقو له نظره د ډونلډ ټرمپ بندیزونه غیرمجاز، غیرقانوني او د انسانیت خلاف دي. ایران پر ټولو ژمنو عمل کړی او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د رپورټونو له مخې، ټول فعالیتونه یې سم ترسره کړي دي او په ایټمي موافقو کښې یې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.

                د لندن په چتم هاؤس پوهنځي کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي او نړیوالو څیړنو د مرکز مشر محمد کاظم سجادپور د ایران خلاف د امریکې بندیزونه د نړیوال قوانینو د پابندۍ خلاف یو ګواښ وباله او ویې ویل: په سپینه ماڼۍ کښې د ایران په هکله دا غلط باور موجود دی چې که د ایران د تیلو عاید بند کړي نو خلک به راپورته شي او حکومت به بدل کړي.

سجادپور په دې ټکي باندې یوځل بیا ټینګار سره چې د ایران خلاف د امریکې بندیزونه یو نړیوال ګواښ دی او یوازې ایران ترې نه زیانمینږي، د نړیوال ډګر لوبغاړو ته بلنه ورکړه چې د بندیز له دې ذهنیت سره مقابله وکړي چې خطر یې ټول ګواښي.

                د ایران اسمان تیره اونۍ د ایران د دافع هوا اقتدار ډګر و. د ایران د تیرې اونۍ د پيښو څیړنې ته، دې موضوع ته په یوې کتنې سره دوام ورکوو.

                د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ غږملونکي مرستیال امیرالبحر حبیب ا... سیاري د (مدافعان آسمان ولایت ۹۷) مانورې په هکله وویل: په دغه مانوره کښې ترلاسه شوې توانمنۍ او د یونټونو د تحرک قدرت د پام وړ زیاتوالی کړی دی داشان چې په ډیر لږ وخت کښې د نظر وړ سیمو کښې دیره کیدی شي او دا ډیره لوړه توانمني ده.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان ډګر جنرال امیرعلي حاجي زاده هم د ایران د خاورې په څه باندې پنځه لاکه مربع کیلومیټره پراختیا کښې د دغې مانورې ترسره کیدل د هغې د ستروالي نښه وبلله او پکښې د ایران د جوړو ماډرنو دافع هوا سیسټمونو او تجهیزاتو کارول یې د (مدافعان آسمان ولایت ۹۷) مانورې یوه مهمه ځانګړنه وبلله.

د ایران دافع هوا د دفاعي صنعایعو د ماهرانو په هلوځلو سره د ایران په اسمان کښې یوه امنه فضا رامینځته کړې ده.

د واشنګټن فکر خونې د ایران د دفاعي توان په هکله یو رپورټ کښې ولیکل: ایران خپله هوايي دفاع د خپلواکې هوايي دفاع د قرارګاهو په جوړولو او د هوايي دفاع د سیسټمونو په لګولو سره ډیره ښه کړې ده.

(مدافعان آسمان ولایت ۹۷) په عنوان سره د ایران د هوايي دفاع ګډه مانوره د ډول ډول پرمختللو او له ګواښونو سره د سمو توغندیو، تجهیزاتو او سیسټمونو په کارولو سره ترسره شوه.