ایرانی میرمنې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i90792-ایرانی_میرمنې
دلته هغه سیالۍ چی له وخت سره لرئ ډیره هیجان راپارونکی ده . داچی خپل وخت وهې او ریکارډ ماتوې ، هیجان زیاتوی چی هره ورځ په وخت حمله کوی او هغه ماتوې . د تا نیغ په نیغه سیال کورنومیټر اوسیکنډونه دي ، په ریښتیا چی عجیبه سیال دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2020 12:20 Asia/Kabul
  • ایرانی میرمنې

دلته هغه سیالۍ چی له وخت سره لرئ ډیره هیجان راپارونکی ده . داچی خپل وخت وهې او ریکارډ ماتوې ، هیجان زیاتوی چی هره ورځ په وخت حمله کوی او هغه ماتوې . د تا نیغ په نیغه سیال کورنومیټر اوسیکنډونه دي ، په ریښتیا چی عجیبه سیال دې

د ایران د تیزې منډې اتله میرمن فرزانه فصیحی چی د ایران په استازیتوب د استنبول کپ نړیوالو سیالیو ته بلل شوی وه ، د سلواغې په ۲۷ په شپیته میټرۍ کې په ډیر ښه کړچار سره له قزاقستان  د الګا په شان د اسیا په سترې منډې وهونکی سره په سیالۍ سره بریالۍ شوه چی ۷.۲۵ سیکنډه وخت ثبت کړی .

فصیحی چی له دې مخکې هم د صربستان په نړیوالو سیالیوکې په شپیته میټرۍ کې ۷.۲۹ سیکنډه وخت ثبت کړی وو ، دې ځل هم د دغه ریکارډ په ثبتولو سره خپله وړتیا او شایستګۍ ثابته کړه . د ایران تر ټولو تیزې انجلۍ نه یوازې د ایران د ۶۰ میټره ریکارډ ځای پر ځای کړ  بلکې د لومړی ځل لپاره د سالن دننه په نړیوالو سیالیو کې د شتون  برخه هم ترلاسه کړه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

فرزانه فصیحی د ایران د میرمنو د منډې د ملی ټیم غړۍ ده . هغې په ۲۰۱۶ کال کې د سپینو زرو او په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د اسیا د سالن دننه د اتلوالۍ په  سیالیوکې د زیړو میډالونه ګټلی دي . په دې ډول میرمن فصیحی  نوره اړتیا نلری د اسیا سالن د اتلوالۍ په سیالیو کې چی ټاکل شوی ده ، راتلونکی میاشت په چین کې ترسره شی ، د نړیوالې ونډې په ترلاسه کلو پسې شی ځکه چی هغې همدا اوس  دا ونډه ترلاسه کړی ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

نن سبا ایرانی میرمنې د هغه حرفه ای نفوسو استازی دي چی په کار ، اجتماعی چارو  او همداراز ورزش کې لوړ وځایونو ته د رسیدا لپاره  خپله لاره پیدا کړی ده . په وروستیو کلونو کې ایرانی میرمنو په داخلی او نړیوالو سیالیو کې د ورزش په بیلا بیلو زمینو کې  اوڅاره پرمختګونه درلودلی دي .  په داخلی او نړیوالو سپورټی سیالیو کې د  ایرانی میرمنو بریالیتوب کیسې دا خبره روښانه کوی چی هغو څرنګه بریالۍ شوی دي چی خپل مسولیتونه هم په کور او هم په ټولنه کی پوره کړی . نړیوالو پیښو میرمنو لپاره دا امکان برابر کړی دی چی یو ځل بیا په اجتماعی ډګرونو کی وځلیږي  او ثابته کړی چی له ډیرو وسونو برخمنې دي . په اسیایی لوبو کې چی تیر کال په جنوبی کوریا کی ترسره شوې ، ایرانی انجلیو حتی د هغه وخت په نسبت چی ایران د لوبو کوربه وو و ډیر ښه کړچار درلوده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران د تیزې منډې وهونکۍ په بلګراد کې له څو میاشتو شتونه وروسته بالاخره تهران ته راستنه شوه او یو شمیر مسولانو او دکورنۍ غړیو ترې هرکلې وکړ ، هغه وایی هر څه ښه وو او هیله منه یم دا بهیر دوام پیدا کړی . مونږه وښودله چی چی ایرانۍ انجلۍ ډیرې وسمنې دي  او لوړو ځایونو ته رسیدلې شی . هیڅ کم نلری ، یوازې باید خپل بارونه پیاوړی کړو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دو یو ډول منډه وهل دي چی په لنډه سیالۍ کې د چټکتیا تر ممکنه حده ترسره کیږی . ۱۰۰ میټره ، ۲۰۰ میټره او ۴۰۰ میټره هغه پړاونه دي چی نن سبا په اولمپیک او د اتلوالۍ او نړیوالو سیالیوکې ترسره کیږ ی . فصیحی دغه ډول سیالۍ ډیرې هیجان راپارونکی بولی او وایی ،

دلته هغه سیالۍ چی له وخت سره لرئ ډیره هیجان راپارونکی ده . داچی خپل وخت وهې او ریکارډ ماتوې ، هیجان زیاتوی چی هره ورځ په وخت حمله کوی او هغه ماتوې . د تا نیغ په نیغه سیال کورنومیټر اوسیکنډونه دي ، په ریښتیا چی عجیبه سیال دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

میرمن فصیحی د  فیزیکل ایجوکیشن د ماسټرۍ د وروستی ټرم لولی ، د مربی توب یا ریفری توب ټولې درجې یې هم تیرې کړی دي او واده یې کړې دې . هغې په ۲۷ کلنۍ سره د ایران په دوو میدانی کی ځان هغې سویې ته رسولې دې چی اوس  په تیزۍ کې په بشپړه بی سیاله حسابیږی . هغې لپارذه مهمه نده چی په کوم لقب یې وبولی ، د باد انجلۍ ، د تیزو پښو غزال ، هغه په ویاړ سره ځان فرزانه فصیحی معرفی کوی او په هغه وړاندیز سره چی له صربستان یې ترلاسه کړی دی و په داسې لاره کې ورغلۍ ده چی د ایران لومړۍ لژیونیرې انجلۍ لقب ترلاسه کړی . هغه وایی ، دغه ورزش ته زما ورتګ په بشپړه اتفاقی وو ، هغه وخت چی مې عمر کم وو او ښونځی ته تلم ، نو د وړتیا معلومولو امکان نه وو ، په اتفاقی ډول په هغه یوه سیالۍ کې چی په ښونځی کی ترسره کیدله ، تقریبا ویلې شم چی په اجبار سیالۍ ته ورداخله شوم . زما د ورزش استادې ما ته وویل چی په سیالیو کې ګډون وکړه  او تر اخره په تیزۍ سره منډه ووهه . ما هم وویل چی له دغه کاره مې بد راځی او ساه مې بره نه راځی ، په دې حال سره د خپلې استادې په ټینګار سره په سیالۍ کې مې ګډون وکړ . په هماغه سیالۍ کې اتله شوم اود اصفهان د ښونځیو ریکارډ مې مات کړ . البته له دغط سیالۍ مخکې مې سپورټ کاوه ځکه چی له شپږ کلنۍ مې جیمناسټیک کار کوه او ډیره ژر د ملی ټیم غړی شوی وم .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

هغه زیاتوی چی زه هغو ټولوڅیزونو ته چی ورپاره مې پلانونه کړی وه ، رسیدلی یم ، هم مې ملی ریکارډ مات کړ او هم نړیوال ریکارډ ته رسیدلی یم . په پریکنده توګه چی د نړیوال میډال ترلاسه کول ګران کار دې او زه په دې اړه څه نشم ویلې ، خو د نړۍ داتلوالۍ د سیالیو په تیر پړاو کې   زما په دغه ریکارډ سره په فاینل کی منډه وهل شوی ده ، زما هڅه دا ده چی  په نړۍ کې په یوه ښه ریکارډ سره وځلیږم . باید پخپله په سیالۍ کې ووینئ چی څه کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ځوانه ایرانۍ میرمن د خپلو بریالیتوبونو یوه برخه د خپل خاوند د ملاتړونو پامته داره بولی چی له هغې سره یې ملګرتیا کړی ده . د هغې خاوند په دې باره کی وایی دا فرزانه ده چی په ګراونډ کې منډه وهی او ویاړ رامینخټه کوی خوزما له نظره هر وخت چی ستر کار کیږی ، په لسګونو او سلګونو کسان یوه بل ته لاسونه ورکوی . په دې اساس یو بریالیتوب یوازې یوه سړی پورې نشی تړل کیدلې ، فرزانه یوه زړه سواندی او زیار ایستونکی کورنۍ لری چی هغه یې دلته رسولۍ ده ، هغې ډیرملګری درلودلی دي چی بریالی شوی او هیله من یم چی هماغه راز بریالۍ پرمخ لاړه شی .

پای