د ایران سیل-۲۹
د ایران سیل د لړۍ ګرانو مینه والو د پروګرامونو د دې لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو، دوستانو نن د کرمان ولایت د سفر او سیل په دوام کښې د ماهان (باغِ شاهزاده) ته ځو نو د دې باغ په سیل کښې راسره تاسو هم ملګري شئ.
کرمان یوه داسې سیمه ده چې څلور واړه موسمونه لري. د ایران په لږو ولایتونو کښې څلور واړه موسمونه په داسې ښکلا سره د یو بل ترڅنګ لیدل کیدې شي. کله چې په یوې ښکلې او حیرانونکې صحرا کښې یئ نو د لږې شان لارې په وهلو سره یوې یخې او په زړه پورې سیمې ته رسیدې شئ. په لنډو واټنونو کښې داسې ګڼ جغرافیايي اقلیمونه رامینځته شوي دي چې د دغه پراخ ولایت عجایب ګڼل کیږي. د ایران د خاورې په دې برخه کښې د ښایسته او حیرانونکو دښتو ترڅنګ ډیر ښایسته او په زړه پورې باغونه موجود دي.
د کرمان دسفر او کتنې په دوام کښې غواړو چې د ماهان شازده باغ ته یو چکر ولګوو کوم چې د ایران د یو ډیر ستر باغ په توګه په یونیسکو کښې ثبت شوی دی. دغه باغ ته د رسیدو لپاره له کرمانه بم ته په تلونکې لوې لارې باندې ۳۵ کیلومیټره مزل کوو او د ماهان ښار په درې کیلومیټرۍ کښې د (باغ شازده ماهان) په نوم زرغون او ستر باغ ته رسیږو چې په دغه صحرا کښې لکه د شین غمي ځلیږي.
*/*/*/*/
د کرمان د ماهان سیمې باغِ شاهزاده یا شازده د صحرا په مینځ کښې یو شین سمندر بللې شو، یو داسې د لیدو وړ ځاې چې ښکلاوې یې ډیرې صفتي دي. په دښته کښې له څوڅو کیلومیټرو سفر کولو وروسته د دغه شین زرغون باغ شتون په رښتیا چې ډیر حیرانونکې دی.
د ماهان باغِ شازده له موجود ځاې او طبیعي منظرو د استفادې له نظره ترټولو ښه او منظم ترکیب ګڼلې شو. د باغ په لور یوازې په یو څو ګامه تګ سره حیرانونکو وړو تالاونو او لښتیو ته رسیږو چې په کښې بهیدونکې رڼې اوبه د باغ ونې خړوبوي. د دنګو لوړو ونو یخ سیورې، د باغ د ګلونو له خوشبویه ډکه فضا او په لښتیو کښې د بهیدونکو اوبو په زړه پورې غږ په دغه باغ چاپیریال ډیر خوندور کوي. لږ مخکښې یوه پخوانۍ او ښایسته ودانۍ ولاړه ده، چې د فوارو تر شا د موجودو پوړیو په ذریعه ورته ننوتې شي. دغې ودانۍ ته په ورننوتو سره د باغ ترټولو په زړه پورې برخې ته رسیږئ، هغه تاریخي ودانۍ ته په شایسته داخلي طراحۍ او ډیکوریشن سره د ایراني لایف سټایل او هنر او کلتور ډیر غوره شکل نندارې ته وړاندې کوي. د ماهان په باغِ شازده کښې مرکزي برخه، بالاخانه، باغِ خلوت، د سپه سالار کور، د څارنې برج او داسې نورې برخې شاملې دي.
د دغه باغ د ونو لپاره د اړتیا وړ اوبه له تیګران سیند او قنات څخه برابریږي، دغه اوبه د باغ د اوبه خور سیسټم ته داخلیږي او د جوړو شویو لښتیو له لارې تر موجودو ونو او بوټو رسیږي. د دې باغ د اوبه خور سیسټم په ځانګړې مهندسۍ ډیزاین شوی او د باغ د معمارانو په لاس ډیر په هوښیارۍ سره جوړ شوی دی. پسرلې او اوړې کله چې د ګلونو خوشبو د باغ فضا معطره کوي، د دې باغ د لیدو ډیر مناسب وخت دی. په باغِ شازده کښې د یو رستوران، د مناسبو امکاناتو لرونکې یوه سرای یا ګِسټ هاؤس، او د موبایل او انټرنیټ سرویس په شان اسانتیاوې موجودې دي.
*/*/*/*/*
د باغ شازده د جوړیدو نیټه د قاجار پړاؤ ته ورګرځي. دغه د لیدو وړ باغ وړومبې په ۱۲۷۶ کال کښې د ایرواني سردار او د کرمان د هغه وخت د واکمن محمد حسن خان په حکم جوړ شو او په کال ۱۳۵۳ کښېي د ایران د ملي آثارو په لړلیک کښې ثبت شو. د باغِ شازده کلي ډیزاین له (باغِ فتح آباد) څخه اخیستل شوی دی چې د کرمان په اختیار آباد کلي کښې پروت دی او د ایران یو ښایسته تاریخي باغ دی.
د ماهان د شازده باغ تاریخي معلومات او مستندات د دنیا په ۳۵ ژبو ترجمه شوي او د کرمان د سیاحت او ټورازم په صنعت کښې مهم رول لوبوي. د ماهان د باغِ شازده ښکلاوې دومره ډیرې دي چې د هر لیدونکي نظر ځان ته اړوي او په دغه باغ کښې په ګرځیدو سره د ایران د تاریخ په زړه کښې د سفر تجربه ترلاسه کولې شئ.
*/*/*/*/*/*
ګرانو دوستانو د کرمان ولایت د سیل په دوام کښې (بم) ښار ته ځو څو د نړۍ د خښتو د ترټولو سترې ودانۍ او د ایران د یو ډیر ارزښتناک تاریخي شاهکار یعنې د (ارګِ بم۹ کتنه وکړو.
بم ولسوالي چې د لرغونوالي په اړه یې خبرې کول ګران کار دی، د کرمان او حتی نړۍ یو ډیر مهم پخوانې سایټ دی. سره له دې چې د بم مخینه زرګونه کاله مخکښې یعنې له اوو نه تقریباً لسو زرو کالو ته رسي، خو په خواشینۍ سره به ۱۳۸۲ لمریز کال کښې په دغې سیمې کښې له سختې زلزلې وروسته ورته ډیر تاوان ورسیده. بم ښار د کرمان ولایت سویل ختیځ لور ته په ۱۹۵ کیلومیټرۍ کښې پروت دی. د خرما، مرکباتو، نکریزو او د کماچ، کُلُمپو او قاووت په شان ډول ډول شیرینۍ او د خرما یا کجورو له ونو جوړ لاسي صنایع د بم مشهور او مهم سوغات ګڼل کیږي.
د بم قلا یا ارګِ بم د نړۍ د خښتو جوړه ترټولو ستره ودانۍ ګڼله کیږي. دغه ټولګه په حقیقت کښې یوه ستره او پرتمینه قلا ده چې ارګ یې یوه برخه ده. خو دغې ټولې ټولګې ته د بم ارګ ویل کیږي. دغه ارګ د یونیسکو د نړیوال میراث د آثارو په لړلیک کښې ثبت شوی دی.
د دغه ارګ پراختیا پراختیا تقریباً ۱ لاک ۸۰ زره مربع کیلومیټره ده او له ۶ نه تر ۷ میټرو پورې لوړ او ۱ زر ۸ سوه ۱۵ میټره اوږده دیوالونه ترې چاپیره دي. د دغه لرغوني ښار په معمارۍ کښې دوه مهمې برخې لیدل کیږي، یوه حکومتي برخه ده چې ډیره دننه ده او په کښې پوځي قلعه، څلور موسمي ودانۍ، د عسکرو برخه، ۴۰ میتره ژور کوهې او د دوو سوو اسونو د ځاې کولو اصطبل شامل دي. د عوامو د اوسیدو برخه چې حکومتي برخه یې احاطه کړې او د ښار اصلي دروازه، له قلعې او ورپسې له بازار سره د ښار د لارې د یوځاې کولو اصلي لاره، کالو څلور سوه کورونه او د ښوونځي او د ورزش د ځاې په شان عمومي ودانۍ شاملې دي.
د دغه تاریخي اثر لرغونوالې د هخامنشي پړاؤ باچا بهمن بن اسفندیار ته رسیږي. د موجودو معلوماتو له مخې په دغه قلا کښې استوګنو خلکو کابو ۱۶۰ کاله مخکښې ارګِ بم خالي کړ او له ارګه بهر سیمو ته کډه شول او کرهڼه، زمیداري او د خرماؤ کرل یې پیل کړل.
دغه ستره ودانۍ له اومو خښتو او خټو او بُسو جوړه ده او سره له دې چې ټول اجزا یې خاورې او خټې دي خو یو ډیر مضبوط اثر دی او په بم سیمه کښې په مختلفو جنګونو کښې د مختلفو لشکرکشیو په وړاندې ټینګه پاتې شوې ده.
په خواشینۍ سره په ۱۳۸۲ کال کښې په بم کښې د زلزلې په وجه د دغه لرغوني تاریخي اثر له اتیا فیصدو زیاته برخه خرابه شوه او له مینځه ولاړه. د جاپان، ایټالیا او فرانسې په شمول ډیرو هیوادونو د ارګِ بم د لرغونې سترې او حیرانونکې ټولګې د بیارغونې او مرمت په کار کښې د ایران ملګرتیا وکړه. دغه لرغونې اثر چې د زلزلې په وجه له خطر سره په مخامخ تایرخي آثارو کښې شامل شوی و، له نیکه مرغه د کلتوري میراث د ادارې په همت او ترسره شویو مرمتونو په برکت له دغه لسټه وتلی دی.
*/*/*/*/*
ګرانو دوستانو د کرمان د تاریخي ځایونو د لازیاتې پيژندنې لپاره د دې لړۍ په راتلونکي پروګرام کښې راسره ملګرتیا وکړئ، تر هغه مو په متعال خدای سپارو، روغ جوړ او خوشاله اوسئ.
*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی