د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران اغیزمن رول
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i96092-د_افغانستان_د_سولې_په_بهیر_کې_د_ایران_اغیزمن_رول
ایران په دې وروستیو کلونو کې په ځلونو د طالبان د سیاسي پلاوي کورله و چې دا مشورې د افغانستان د حکومت په بشپړه همغږی سره ترسره شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2021 13:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران اغیزمن رول

ایران په دې وروستیو کلونو کې په ځلونو د طالبان د سیاسي پلاوي کورله و چې دا مشورې د افغانستان د حکومت په بشپړه همغږی سره ترسره شوې دي.

په ایران کې د طالبانو د سیاسي پلاوي شتون، د تهران اصولي سیاست په لار کې د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د بهیر لا اغیزناکه کولو د مرستې لپاره دی چې د دواړه لورو نظرونه له یو بل سره نږدي کړې او خبرې اترې ترسره شي.

تیره اونۍ د طالبانو د ساسي پلاوي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ تهران ته راغلل او د ایرن ملي امنیت عالي شورا مشر په شمول یې له ځینې ایرانې چارواکو سره د دې ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځه د سولې د مذاکراتو د بهیر په اړه مشورې وکړې.

تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر د سیمې او نړیوالې بیلابیلو په رسنیو کې پراخ انعکاس ودرلود او البته د دې رسنیو د شننې ګډه کرښه د افغانستان د پرمختګ په بهیر کې په شمول د سولې په موضوع کې د ایران د مثبت رول منلې.

ایران په دې وروستیو کلونو کې په ځلونو د طالبان د سیاسي پلاوي کورله و چې دا مشورې د افغانستان د حکومت په بشپړه همغږی سره ترسره شوې دي.

ایران په افغانستان کې د جګړې پای او سولې راوستلو په لار کې له هڅې سره په دغه هیواد کې د سولې خبرو اترو له دواړو اړخونو سره په خبرونو او اړیکو، د سولې په خبرو کې د تفاهم رامینځته کولو لپاره د افغانستان خلکو او ډلو لپاره د دوامداره اوربند زمینه برابره وي.

پر همدې اساس ایرن په تیره اونۍ کې د طالبانو د ساسي پلاوي په کوربتوب سره د بین الافغاني مذاکراتو په لار کې د آسانۍ لپاره خپلې نوې هڅې پيل کړې.

 په داسې شرایطو کې ایران د افغانستان د سولې خبرو اترو په دوام کې خپل رول نور هم ژور کړۍ دی چې په اوس مهال کې دا مذاکرات په ټپه ولاړ دي او د تهران چارواکي هڅه کوي تر څو له طالبانو او افغانستان حکومت سره د دوامداره تماسونو او خبرو اترو په رامینځته کولو د سولې په ډګر کې د پرمختګ لپاره د دواړو خواو د نظرونو د ادغام او سمولو لپاره یو ښه پلاتفورم چمتو کړي.

دې ته په پام سره چې د طالبانو لخوا د دې ډلې د پاتې بندیانو په خوشې کولو ټنګار او د امریکې د ټولو ژمنو په شمول د دې هیواد د سرتیرو له افغانستان بښپړ ایستل، په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو په وړاندې یو لوې خنډ بدل شوی دی، ایران لټه کوي ترڅو د دوامدارې سولې لپاره وروستۍ موافقې او د مذاکراتو  په تدریجي بهیر کې د خنډ په توګه د دې ډلې دریځ تعدیلولو او په افغانستان او سیمه کې د ثبات رامینځته کولو لپاره د سولې په سیاستونو کې خپل رول ولوبوي.

ایران په افغانستان کې د طالبانو او د افغان حکومت په وسیله په دغه هیواد کې د اوربند ټنګیدا د سولې د نهایي موافقې لپاره د اوصولي لارو چارو د ترلاسه کولو لپاره د متقابل اعتماد د رامینځته کولو په لاره کې یو ټاکونکۍ اقدام ګڼي او د بین الافغاني خبرو په لار کې د ناکراریو او تاوتریخوالي دوام د دغه خبرو اترو د پایلو لپاره یو خطرناک زهر ګني.

ایران پر دې باور دی چې په افغانستان کې قدرت یوازې باید د خلکو د رای او انتخاباتو پر اساس وي او طالبان هم باید د دغه هیواد په سیاسي قدرت کې شریکیدو لپاره لومړې د جګړې د پای په لور حرکت وکړي او په دوام کې په حکومت کې د مشارکت لپاره خپل ځان د خلکو رای ته وړاندې کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې په دې ټکي ټینګار وکړ چې ایران به هیڅکله هغه ډلې په رسمیت سره و نه پیژني چې په افغانستان کې د جګړې له لارې حکومت ته ورسیږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر د طالبانو له سیاسي پلاوي سره په کتنه کې د خپل دریځ په څرګندولو سره په نښه کړه چې د افغانستان په بدلونو کې د ایران فعال رول نه یوازې د دې دواړو هیوادونو د سولې د بهیر په خلاف نه دی بلکې په افغانستان کې د دوامداره ثبات او سولې لپاره د دغه هیواد د خلکو د ارادې او غوښتنې په مطابق دی.

د افغانستان په شخړه کې د دواړو خواو ترمینځ د منځګړیتوب په توګه د ایران رول مسؤلانه هڅه ده ترڅو طالبان وهڅوي چې د وسلو په ایښودلو او په افغانستان کې د ټولو قومونو او ډلو له استازو سره د خبرو اترو له لارې د دغه هیواد په راتلونکي مشروع حکومت کې برخه واخلي.

تهران ته د طالب پلاوي له سفر او د ایراني چارواکو سره د سلا مشورو وروسته، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي، محمد ابراهیم طاهریان د یو شمیر له ایراني چارواکو سره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له پلاوي سره د خبرو اترو د پایلو په اړه یې د دې هیواد له چارواکو په شمول د افغانستان د ملي مصالحې د سترې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د نظر تبادله وکړه.

عبد الله عبدالله په دې کتنه کې د افغانستان د سولې خبرو اترو او د دې هیواد پورې اړونده مسئلو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي دریځ ستاینه وکړه او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او په ځانګړي ډول د سولې په تامین کې د ایران پر رول ټینګار وکړ.

دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د یو شمیر سیمه ایزو او بهرنیو فعالینو په ځانګړي توګه په ځینې ګاونډیو باندې د کابل بې باورۍ او د دې هیوادونو ترمینځه د افغانستان په وړاندې د ایران د پالیسیو روڼتیا لامل شوې چې د دغه هیواد د چارواکو په ذهن کې د منځګړیتوب رول ترسره کونکي په توګه ایران ځانګړې ځای ولري.