ايران په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۱۱-۱۸
(last modified Sat, 06 Feb 2021 11:51:10 GMT )
Feb 06, 2021 16:21 Asia/Kabul
  • ايران په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۱۱-۱۸

ګرانو او عزتمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره ايران په تېره اونۍ کښې يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو، ان شاء الله چې دا مطلب به هم د تېرومطلبونو په شان ستاسو د پام او استفادې وړ وګرځي، نو ښه ده پام ورته وکړئ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د تېرې هفتې د شورو په ورځ د اهلبېت عليهم السلام د يو شمېر مداحانو او ذاکرانو په آنلائن غونډه کښې د حضرت فاطمه زهرا (س) د نېکمرغه ميلاد او د مېرمن او مور د مقام د نمانځنې او همدارنګ د امام خميني (رح) د ولادت د کليزې او د سباؤن د لسيزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د اسلام له نظره د ښځو د ارزښتمن رول بيان کړ. د دې مطلب وړومبنے رپوټ له دغې کتنې سره اختصاص لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د دې ټکي په بيانولو سره چې د ښځې په اړه د اسلام او اسلامي جمهوريت نظر د عزت او احترام نظر دے،وفرمايل: په اسلام کښې ښځه او سړے د الهي او انساني ارزښتونو له لحاظه څه فرق نه لري. البته د ګډو دندو او ذمه واريو ترڅنګه هره ښځه او هر سړے يو لړ خاصې ذمه وارۍ هم لري او په همدې وجه ده چې خداے پاک د هغوي د بدني ډانچې ترکيب له دغو خاصو ذمه واريو سره متناسب پېدا کړي دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ښځې په اړه د اسلام نظرد کورنۍ او مور د محوري رول د څرګندېدو زمينه برابرونکے وبلۀ او په دې باندې په تاکيد سره چې ترټولو مضبوطې فکري او روحي ستنې او د مينې او خلوص ترټلوو حقيقي فضاء په کورنۍ کښې بڼه نيسي، دا خبره څرګنده کړه، چې لويديځي او له بده مرغه ځينې کورنۍ لويديځ پالې تبليغاتي ادارې کوشش کوي چې په کورنۍ کښې د مور محوري کردار پيکه يا ختم شي.

لويديځ هېوادونه د ښځو د ازادۍ په باره کښې يو لړ ښکلي او فرېب لرونکي شعارونه ورکوي او ادعا کوي چې د ښځو په باره کښې د لويديځ چلند، کردار او نظر پکار دے د نورو هېوادونو لپاره يوه نمونه وي په داسې حال کښې چې هم په دغو په ظاهر کښې متمندنو او پرمختلليو ټولنو کښې د اجتماعي زيانونو به وړاندې له ښځو څخه ملاتړ نه کيږي او د ښځو په اړه د لويديځ رائج نظر يود سامان او اوزار نظر دے.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په دې حقله د لويديځوالو پروپېګنډې چې اسلام او اسلامي پرده د ښځې د ترقۍ خنډ جوړيږي يو واضحه دروغ وبلل او زياته يې کړه، په ايران کښې په هيڅ يوې تاريخي برخه کښې تعليم  يافته ښځې په مختلفو اجتماعي، ثقافتي، هنري، علمي، سائنسي او اقتصادي ډګرونو کښې تر دې حده شتن نه دے لرلے او دا ټول د اسلامي جمهوريت برکت دے.

ښځې د ايران د نفوسو د نيمائۍ په توګه د علمي، سائنسي، ثقافتي، اقتصادي، اجتماعي او تربيتي ډګرونو په غوړېدنې کښې يو مهم کردار ادا کوي، يو داسې کردار چې د علمي استعدادونو د ودې او ترقۍ د زمينو په رامنځته کېدو او په پوهنتونونو کښې يې په زيات شتون سره عملي شوے دے.

که امريکه په پوره پابندۍ سره برجام ايټمي موافقې ته راستنه شي نو ايران به هم خپلو تلافي کونکو اقداماتو ته راوګرځي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف تېره هفته له امريکائي سي اېن اېن چېنل سره په مرکه کښې په دې ټکي باندې په تاکيد سره واضحه کړه چې د برجامي ژمنو په کمولو کښې د ايران اقدام د امريکې د غېرمنطقي چلند او د برجام ايټمي موافقې د ژمنو په پوره کولو کښې د اروپا د بې عملۍ او سستۍ په ځواب کښې وو او دي.

د ايران اسلامي جمهوريت په خپلو ژمنوباندې په عمل کښې د سه د پاسه يو کال سټراټيجک صبر او د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر په پرله پسې پينځلسو رپوټونو کښې د ايران د پابندۍ د تائيدولو باوجود په يو اعتماد جوړونکي اقدام کښې او په برجام ايټمي موافقه کښې د درج شويو حقوقو په چوکاټ کښې او د ۲۶ او ۳۶ بندونو په بنياد د آژانس ترڅارنې لاندې د خپلو ايټمي فعاليتونو د محدودولو په زمينه کښې د خپلو رضاکارانه ژمنو يوه برخه د زوړند په حالت کښې راوستله.

په نړيوالو ادارو کښې د ايران دائمي استازي او سفير کاظم غريب آبادي تېره هفته د ايران په خلاف د بنديزونو د لغو کولو او د ايران د ملت د ګټو د ساتنې لپاره د سټراټيجک اقدام د قانون د تصويبېدو زمينې او دلائل په يو توجيهي رپوټ کښې د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس او د غړيو هېوادونو په اطلاع ورسول او دغه رپوټ د آژانس د سند په توګه هم ثبت شو.

په برجام ايټمي موافقه کښې د اروپائي لورو د ژمنو د نه اجرا او د درج شويو ژمنو ترمېنځ د توازن د ګډوډېدو په وجه د برجام د حالاتو سختېدل، ايټمي خرابکاري، د نامتو دفاعي او ايټمي سائنسدان شهيد فخري زاده قتل آژانس ته د ايران د ليک ځينې محورونه دي.

برجام يو څواړخيزه نړيواله موافقه ده چې د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړ ليک په ذريعې سره تائيد او تثبيت شوې ده. خو امريکه له دغې موافقې ووتله او اروپا يې په ساتنه کښې بې وسه وه او ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنهاي د قم د خلقو د ۱۳۵۶ کال د مرغومي د ۱۹ نېټې د پاڅون د کليزې په مناسبت په خپله وروستۍ وېنا کښې د برجام د ژمنو د يوې بلې برخې د کمولو لپاره د اسلامي شورا د جرګې فېصله او د حکومت اقدام يې پوره صحيح او عقلاني وبلۀ او زياته يې کړه، په خپلو ټولو ژمنو د اسلامي جمهوريت عمل کول په  داسې حالاتو کښې چې مقابل لورے په خپلو ژمنو عمل نه کوي بې معنا دي.

که هغوي خپلو ژمنو ته وګرځي مو به هم راوګرځوو، هم هغه شان چې ما بنده د برجام په ابتداء کښې هم وويل چې اقدامات پکار دے په متناظر صورت او د هغوي کر او ژمنه زمونږ د کار او ژمنې په مقابل کښې وي چې البته د کار دغه شروع ترسره نه شوه خوو اوس پکار دے ترسره شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير جنرل امير حاتمي تېره هفته د هند د دفاع د وزارت په بلنه او د هند د بحيرې د څنډې د هېوادونو د دفاع د وزيرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د هند د بنګلور ښار ته سفر وکړ.

ايران او هند په سيمه کښې دوه مهم هېوادونه  دي او د اوږدو کلونو په دوران کښې دغو دواړو هېوادونو باثباطه تعلقات لرلي وو.

تاريخي او کلتوري مشترکاتو او همدارنګ نزدې سيمه ايزو او نړيوالو تعلقاتو د دواړو هېوادوو د ملګرتياو د پراختيا لپاره مناسبې زمينې برابرې کړې دي.

د هند د اوږدو څنډ، د لرلو او همدارنګ په خاصه توګه په فارس خليج، د هرمز په تنګۍ او د هند د بحيرې په څنډه کښې د ايران د سټراټيجک موقعيت په وجه دغه ملګرتياوې يو خاص اهميت لري.

د ايران د دفاع وزيء د هند بحيرې د څنډې د هېوادونو د اتحاديې د دفاع د وزيرانو په غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې له فوځي والي څخه هرکلے نه کوي او د وسلو له غېر رغانده سياليو، د وسلو له انبارونو او په وسله ايز ګودام باندې د سيمې له بدلېدو څخه اندېښمن دے زياته کړه، د هند بحيره د نړيوالې صلح جوړونې لپاره يو اوچت بالقوه ظرفيت لري چې د نړۍ لپاره د نمونې سيمې په توګه معرفي کېدې شي.

تېره هفته همدارنګ تهران د عراق د خارجه وزير فواد حسين کوربا ؤ.

د سيمې او نړۍ د مهمو او اثر کونکو هېوادونو په توګه د ايران د اسلامي جمهوريت او عراق د هراړخيزو تعلقاتو پراختيا زيات اهميت لري. ايران او عراق همدارنګ ګډ ديني مشترکات لري او دغو مشترکاتو د دواړو هېوادونو تعلقات له يوبل سره ګنډلي دي. د دواړو هېوادونو چارواکو په دغه سفر کښې د مخکېنيو موافقو اجرا تعقيب کړه.

ايران او عراق د يو بل بشپړه کونکو دوو اقتصادو په توګه يو بل ته انعکاس ورکړي او پکار دے د يو لړ ګامونو په اوچتولو سره د تجارتي مبادلاتو اندازه په کال کښې شل ميليارډ ډالرو ته ورسوي.

د دغه هېواد ثبات، امنيت، خپلواکي او زمکنۍ بشپړتيا د ايران لپاره خاصه ترجيح لري.

ايران د تکفير ترهه ګرو له دام څخه د سيمې د نجات لپاره د داعشي ترهه ګرو ځواکونو د يرغل په دوران کښې له دغه هېواد سره په نزدي ملګرتيا سره يو لړ مهم ګامونه اوچت کړل.

د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسين په تهران کښې په خپلو خبرو اترو کښې واضحه کړه چې د عراق ملت او حکومت تل په عراق کښې له ترهه ګرۍ په تېره بيا له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزه کښې د ايران د تعاون او ملګرتياو قدردان دي او دا موضوع به هيڅکله هېره نه کړې شي.

د شهيد الحاج قاسم سلېماني او ابومهدي المهندس ناځوانمردانه قتل د عراق په کورنيو چارو کښې د بهرني مداخلت يو ډېره شرمانه نمونه او مصداق ؤ چې د حکومتي ترهه ګرو عملياتو په قالب کښې ترسره شو او په داعش باندې بريالي اتلان يې نښه وګرځول. د حکومتي ترهه ګرۍ بانيانو وښودله چې نه يوازې د اعتماد وړ نه دي بلکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د مظلومو خلقو د نجات په شان له بشري آرمانونو او آئيډيالونو سره خيانت کوي.

د عراق پارلېمان تېر کال او د امريکې له جنايتکارانه او ترهه ګريز اقدامه وروسته له عراق څخه د امريکائي فوځيانو وتل تصويب کړل

 

ټیګونه