له طالب ډلې سره د نوي اوربند له اعلانه د پاکستان هرکلے
Aug 20, 2018 03:21 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت د لوے اختر په مناسبت د افغانستان د حکومت له خوا د نوي اوربند د اعلان هرکلی وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د صلحې او ثبات د ټیګښت سبب ګرځي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پاکستان په دې باور دے چې قربانۍ اختر د نوي اوربند لپاره یو مناسب فرصت دے او د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه يې وغوښتل چې د لوی اختر او د قربانۍ د سپیڅلي دود په درناوي د یوې اوږدې مودې لپاره اوربند اعلان کړي.
ټیګونه