پاکستان او افغانستان کښې ۱۳۰ کسان وژل شوي
پاکستان او افغانستان کښې ۱۳۰ کسان وژل شوي
زمونږ خبریال وايي افغانستان او پاکستان کښې د سختو وارو او د کمرو د ښویدا له کبله تراوسه څه دپاسه یوسل دیرش (۱۳۰) کسان وژل شوي .
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د سختو وارو او د کمرو د ښویدا په پیښو کښې تراوسه درې نوي (۹۳) کسان وژل شوي او شپږ اویا (۷۶) نور ژوبل شوي دي هم دي .
دغه راز په افغانستان کښې د سختو واورو او د سیل له کبله تراوسه نهه دیرش (۳۹) وژل شوي خو د ژوبلو کسانو شمیر نه دی اعلان شوی .
د هواپیژنې ادارې دغه راز په پاکستان او افغانستان کښې د ساړه د نور زیاتیدا خبر ورکړی دی .
بل خبر داچې د پاکستان په ګلګت او بلتستان سیمه کښې له تیرو دریو (3) ورځو راهسې د سختو وارو او د کمرو د ښویدا له کبله تراوسه اوه (۷) کسان وژل شوي او د یوې ښځې او د یوه ماشوم په شمول پینځه (۷) نور کسان ژوبل شوي هم دي .