846
د فصیلت سوري له لومړي تر څلورم پورې آیتونو تلاؤت ،ترجمه او تفسیر
ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي په تېر پروګرام کې مو د غافر مبارکه سوره پای ته ورسوله، سر له ننه د قرآن یو څلوېښتمه سوره درته پېلوو، دا سوره په مکه کې نازله شوې او څلور پنځوس ایتونه لري. د قران د نورو مکي سورو په شان دا سوره هم د مبدا یعنې د خدای او قیامت او په انسان او نړۍ کې د خدای د قدرتونو د نښو په هکله ده. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې له لومړي تر څ