غافر سوره 57تر 60 پورې آیتونو ترجمه،تلاؤت او تفسیر
درنو او محترمو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې برخه کې به د غافر د مبارکې سورې له اوه پنځوسم تر شپېتمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.
په سر کې مو پام راګرځوو د غافر د مبارکې سورې له اوه پنځوسم تر نه پنځوسم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَکْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَـکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُونَ»، «وَمَا یَسْتَوِی الْأَعْمَى وَالْبَصِیرُ وَالَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِیءُ قَلِیلًا مَّا تَتَذَکَّرُونَ»، «إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیهَا وَلَـکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُونَ»
یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ
بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، په ده كې هېڅ شك نشته. او لېكن د خلقو اكثریت ایمان نه راوړي
په تېره برخه کې مو وویل چې د دین مخالفانو له پېغمبر اکرم (ص) او مومنانو سره مجادله کوله او خبره یې نه منله.دا ایتونه فرمایي:
د قیامت د منکرانو په ځواب کې ووایئ چې د اسمانونو او ځمکې پېدایښت لوی او مهم دی که په قیامت کې د انسانانو دوباره پېدا کول؟ هغه ذات چې د دې طاقت لري چې کهکشانونه او اسماني کرې چې دومره عظمت لري پېدا کولی او تدبیرولی شي آیا د مړو انسانانو له بیا زیږولو عاجزه دی؟
دغه ډول تفکر د اکثره خلکو د جهل او ناپوهۍ له امله دی چې د خدای قدرت له خپل طاقت سره مقایسه کوي او ګمانک وي چې د خدای قدرت لږ اومحدود دی.
ایتونه په دوام کې فرمایي چې ړانده او بینا انسانان هیڅکله له یو بل سره نه شي برابرېدی. جاهل د نابینا په شان دی چې د ډېرو حقیقتونو له درک کولو محرومه دی، په سترګو یې د کبر او غرور پردې پر تې دي او هیڅکله نه شي کولی حقایق هغه شان چې دي، درک کړي. خو بینا او سترګور انسانان د علم او معرفت په رڼا کې حق ویني. آیا دغه دوه ډلې کسان له یو بل سره برابر دي؟ هیڅکله نه ؟ بینا انسان ه خپل کوچني والی ویني او هم د خپلې خواوشا نړۍ عظمت او لوی والی. له همدې امله په خپل پوزیشن او قدر ښه پوهیږي. خو جاهل او ړوند انسان نه په زمان او مکان کې په خپل موقعیت پوهیږي او نه د خپلې خواوشا نړۍ ویني. نو د خپل ځان په جاجونه کې له خطا سره مخامخیږي او بد او ناوړه کارونه کوي.
البته ډېر کم خلک داسې دي چې له دغو حقایقو پند اخلي او تذکر ورته کیږي.
په دغو ایتونو کې د قیامت په هکله د مخالفانو د جدال او بحث و جنجال نه وروسته خدای تعالی په ډاګه اعلان کوي چې په یقین سره د قیامت وخت به رارسیږي او هیڅ شک پکې نیشته. سره له دې چې اکثره خلک ایمان نه لري خو د مخالفانو انکار د دغه الهي وعدې په پوره کېدو کې هیڅ اثرنه لري.
درسونه:
۱: که د هستۍ او کاینانو عظمت ته وګورو او ځان پرې پوه کړو، هیڅکله به ځان لوی ونه ګڼو او په کبر او غرور به اخته نه شو.
۲: د قیامت د انکار یوه وجه، د خدای په علم او قدرت د انسانانو ناپوهي او ترې نا خبري ده.
۳: کفر او فسق، د انسان عقل د غیبي حقایقو له لیدلو ړندوي. دغه شان کس یوازې مادي او محسوس څیزونه ویني.
۳: د خدای تعالی د قدرت، حکمت او عدالت تقاضا دا ده چې د قیامت د راتللو په هکله د هغه وعده پوره شي او نه ښایي چې پکې شک وکړی شي.
اوس د غافر د مبارکې سورې شپېتم ایت ته پام وکړئ.
«وَقَالَ رَبُّکُمُ ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ إِنَّ الَّذِینَ یَسْتَکْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِی سَیَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِینَ»
او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، زر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي
په تېر ایت کې د قیامت د راتللو خبره وه چې د خدای وعده قطعي او ارو مرو پوره کېدونکې ده دا ایت فرمایي:
نه یوازې ګناهکاران او مجرمان دوزخ ته ځي بلکې هغه کسان هم چې خدای یې پېژندلی دی او د هغه له عبادته سر غړوي، هغوي به هم دوزخ ته بیول کیږي. ځکه چې دا کار د خدای په وړاندې د تکبر په معنا دی او څوک چې ځان لوی وګڼي او د خدای له عبادته کبر او استکبار وکړي، په قیامت کې به په ډېر ذلت او خوارۍ سره دوزخ ته بیول کیږي.
البته دا چاره په دې معنا نه ده چې خدای زمونږ عبادت او پرستش ته اړتیا لري بلکې د دې لپاره ده چې د انسان د تکبر او استکبار د خوي نتیجه د انسان دوزخي کېدل دي. دغه شان کس د نړۍ د پالونکي د اوامرو د اطاعت په ځای، د خپلو نفساني خواهشاتو او هوا او هوسه پېروي کوي چې بې له کږلارۍ او انحرافه بله نتیجه نه لري.
ایت په سر کې د خدای د عبادت یو مصداق بیانوي چې دعا او د خدای بلل دي. یعنې پر لمانځه او نورو عبادتونو سربېر ه چې په اسلام کې ټاکل شوې، انسان باید همېشه خدای یاد کړي او په هر حال کې هغه وبلي. که هغه د مصیبتونو او ستونزو په وخت د اړتیاوو او مشکلاتو د لرې کولو لپاره وي او که د هوساینې او ارام په وخت کې د خدای د نعمتونو د شکر لپاره. خدای هم وعده کړې چې د خپلو بندګانو دعا او ري او ورته مناسب ځواب ورکوي. البته هغه دعا قبلیږي چې په دعا او دعا کوونکي او څه چې غوښتل شوې وي په هغې کې لازم شرایط برابر وي.
که څه هم دخدای علم اوقدرت لامحدود دی خو د هغه حکمت اجازه نه ورکوي چې هر هغه څه چې انسانان یې له خدایه وغواړي، هغه ذات یې ورپوره کاندي. نو ځکه د انسان او ټولنې د مصلحت او ښېګړې په اساس د دعا کوونکي لپاره تر ټولو ښه حالت پېدا کوي چې هغه ته ډېر خیر ورسیږي که څه هم ممکنه ده دغه کس په خپله په دې خبره پوه نه شي.
په عین حال کې نه ده پکار چې دعا د کار او زیار ځای ونیسي.او که انسان له کار او کوششه لاس واخلي، د دغه کوتاهۍ په وجه یې دعا نه قبلیږي. اصولا د ډېرو دعاګانو د نه قبلېدو یو سبب همدا دی چې بنیادم بې له دې چې کوشش اوهڅه وکړي، دعا ته لاس پورته کوي.
د ځینو دعاګانو د نه قبلېدل نور سببونه هم لري. منجمله دا چې انسان د خپل مصلحت او ښېګړې یا بدګڼې په پېژندلو کې غلطي کوي او په خپل ټول وجود سره له خدایه هغه څه غواړي چې هیڅکله یې په ګټه او مصلحت نه دي، په دغه شان مواردو کې د هغه دعا نه قبلیږي.
درسونه:
۱: دعا یو ډول د خدای عبادت دی او پرېښودل یې د خدای د بندګۍ د پرېښودلو او تکبر نښه ده.
۲: په دعا کې یوازې خدای بلل پکار دی. او خپلې غوښتنې یوازې له خدایه غوښتل پکار دي او باید هیڅوک ورسره شریک ونه ګرځول شي.
۳: خدای تعالی زمونږ له اړتیاوو او ضرورتونو خبر دی او زمونږ دعا او عبادت ته اړتیا نه لري په حقیقت کې په قران کې د دعا حکم په خپله د انسان لپاره ځینې برکتونه او نتایج لري. منجلمه دا چې دعا سبب کیږي ځان په ټولو حالاتو کې خدای ته محتاج وګني او د کبر او غرور له سپرلۍ راکوز شي چې د ټولو بدیو او بدبخیتو سرچینه ده.
کلید واژه: بسوی نور، غافر، قیامت، دوزخ، تکبّر، دعا