931
د ذاریات سورې له ۵۴ تر ۶۰ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
ګلونو اورېدونکو سلامونه ،د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د ذاریات سورې تر درې پنځوسم آیته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه سورې له څلور پنځوسم تر شپېتم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.