له امریکا سره خبرې ولې بې ګټې دي؟
پارس ټوډی – د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تل له امریکا سره د خبرو اترو د ګټه نه لرلو لپاره بیلا بیل دلایل مطرح کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تل له امریکا سره د خبرو اترو د بې نتیجې توب لپاره مختلف دلایل مطرح کړي دي کوم چې د امریکا لوري د تاریخي او د ایډیالوژیکو تجربو او شننې پراساس دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تل په دغه موضوع ټینګار کړی دی چې امریکا په سلطه غواړي کړچار سره خبرو ته راځي او د عادلانه موافقې هڅه نه کوي بلکې د واشنګټن هدف د خپلو غوښتنو ورتپل دي.
د امریکا د چارواکو دغه کړچار د خپلواکۍ او له ظلم سره د مبارزې له اصل سره چې د ایران د اسلامي انقلاب اصول دي په تضاد کښې دی.
د اټومي تړون په بهیر کښې تیرو تجربو په ښه ډول ښکاره کړه چې له امریکا سره خبرې نه یوازې اقتصادي مشکلات حل کوي نه بلکې د امریکا چارواکي له دغو شرایطو په ناوړه استفادې سره د ایران پرضد د بایکاټونو په زیاتولو کښې د خپلو غیر انساني سیاستونو د تعقیبولو هڅه کوي.
دغه شرایط ښودنه کوي چې خبرې اترې متقابل لوري ته د امتیاز له ورکولو پرته د ډير دباو د راوستلو لپاره د امریکا لپاره یو اوزار دی.
دا ډول خبرې اترې نه یوازې بې نتیجې بلکې تاوان رسونکي ګڼل کیږي.
د امریکا چارواکو د اټومي خبرو اترو په اوږدو او له هغه وروسته د ایران پرضد د بایکاټونو د زیاتولو لپاره له ډيپلوماټیکو او حقوقي اوزارونو استفاده وکړه.
د امریکا دغه اقدامات د ایران د ډیرو شناندو او چارواکو له نظره یو ډول د خبرو اترو له فضا او نړیوالو موافقو څخه ناوړه استفاده کول ګڼل کیږي.
امریکا په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې له اټومي تړون څخه له وتلو سره سره هڅه وکړه د ملګروملتونو د امنیت شورا په دوه زره دوه سوه یودیرشم پریکړه لیک کښې د ماشه له مکانیزم یعني سنیپ بیک څخه استفاده وکړي چې د ایران پرضد د ملګروملتونو بندیزونه بیرته راوګرځوي.
د خبرو اترو په بیلابیلو پړاونو کښې امریکا د تاوتریخوالي د کمولو پرځاې د ایران د ښاریزو او د ارګانونو پرضد نوي بندیزونه ولګول چې له هغو په خبرو کښې د دباو د اړم په توګه استفاده وکړي.
د امریکا دغه کړچار د ایراني لوري د سختې بې اعتمادۍ سبب شو او د خبرو بهیر یې له چیلنج سره مخامخ کړ.
هغه وخت چې ایران د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره هم د شفافیت د رامینځته کولو لپاره موافقو ته ورسید امریکا او د هغې متحدانو د ماشه د مکانیزم یعني د سنیپ بیک په فعالولو سره په دغو تفاهمونو سترګې پټې کړې.
د ایران چارواکي دغه کړچار د دوکې د ډيپلوماسۍ او له نړیوالو حقوقو د ناوړه استفادې کولو بیلګه ګڼي.
د امریکا د ایران ضده دښمانانه کړچار نه یوازې د خبرو اترو په وخت کمزوری نشو بلکې د سپینې ماڼۍ چارواکي د ډیرو بایکاټونو د اجرا کولو او د ایران پرضد د اقتصادي محدودیتونو د رامینځته کولو لپاره له هر فرصته استفاده وکړه.
د امریکا د سپینې ماڼۍ د ایران ضد دغه سیاستونه په داسې شرایطو کښې اجرا شول چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو کلونو کښې په اټومي تړون کښې په خپلو ټولو ژمنو او له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره په ملګرتیا کښې په خپلو ټولو ژمنو باندې عمل وکړ خو دا مقابل لوری و چې خپلو هیڅ ژمنو تیه پاې بنده نه و.
له ایران سره په غیر مستقیمو خبرو کښې د امریکا دوه ګوڼه کړچار دوام درلود او د نړیوالو قوانینو او د ډيپلوماټیکو اصولو په اپوته دا د سپینې ماڼۍ چارواکي وو چې له ایران سره په دولس ورځني جنګ کښې یې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې ګډون درلود او په یوه جنګ غواړي اقدام کښې یې د ایران په سوله ئیزو اټومي تاسیساتو بمبارې وکړې.
د ایران د چارواکو له نظره د سپینې ماڼۍ دغه غلیمانه اقدامات د نړیوالو حقوقو په خلاف ورزۍ او ناجایزو پوځي تیریو کښې د امریکا د فعال ګډون او ملګرتیا کولو نښه ده.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د یورانیمو د پخولو له ګټورې ټیکنالوژۍ څخه د نه تیریدا لپاره د دښمن د ګواښ او د دباو په وړاندې د ایران د غیرتمند ملت د نه تسلیمیدا د علت په بیانولو سره ټینګار وکړ: داسې خبرې چې امریکا له لومړیو څخه د هغه نتیجه معلومه او دیکته کړي بې ګټې او له تاوان څخه ډکې دي ځکه چې زور ویونکی دښمن د نورو هدفونو د تپلو لپاره په تمه او لالچ کښې ورولي او له مونږ څخه هیڅ تاوان نه لیرې کوي او دا ډول خبرې هیڅ شرافت لرونکی ملت او عقلمند سیاستوال نه مني.
د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو له نظره له امریکا سره خبرې نه یوازې بې نتیجې دي بلکې تاوان رسونکي هم وې او دي.
د دغه لیدتوګي دلایل د بیا بیا ژمنو تر پښو لاندې کول، له خبرو اترو اوزاري استفاده او د صهیونیسټ رژیم په دښمانانه اقداماتو کښې ملګرتیا کول او د امریکا په سیاستونو باندې جوړښتي بې اعتمادۍ ده.