عربستان باندې د یمن ترکیبي بریدونه روان دي
پارس ټوډی- په الحدیده بندر باندې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کښې د سیمې رسنیو په عربستان باندې د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندوي او ډرون حملو خبر ورکړی دی.
د سیمه ایزو سرچینو په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې، په الحدیده بندر باندې د سعودي د هوائي بریدونو په ځواب کښې د عربستان «جیزان» ښار د توغندیو او ډرونز د ترکیبي بریدونو هدف وګرځیده.
د رسنیو د رپورټ له مخې، د عربستان په جیزان ښار کښې لږترلږه ۵ چاودنې شوې دي.
یمني سرچینو ویلي چې د عربستان په جیزان کښې صنعتي سیمه د یمنیانو د برید هدف وګرځیده.
دا په داسې حال کښې دي چې د یمن د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې سره چې عربستان په الحدیده باندې په حملې سره ستره تیروتنه کړې ده، خبرداری ورکړ: د عربستان تیری به د ریاض لپاره دروند لګښت ولري.
د انصارالله سیاسي دفتر خبرداری ورکړ: د سعودي رژیم وروستي جنایتونه به بې ځوابه پاتې نه شي او دفاعي معادله چې زمونږ ولس، مشرتابه او وسله والو ځواکونو انځور کړې ده، «روښانه او ثابته» ده.