د سعودي عربستان خمیس مشیط هوايي اډه په نښه شوه
Jul 25, 2026 11:23 Asia/Kabul
پارس ټوډې- خبري سرچینو د یمن د وسلهوالو ځواکونو له خوا د سعودي عربستان د عسیر ولایت په مرکز ابها ښار کې د خمیس مشیط هوايي اډې د په نښه کېدو خبر ورکړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د سعودي عربستان په سویل لوېدیځ کې د خمیس مشیط هوايي اډه په نښه شوه او په دغه اډه کې چاودنې وشوې.
همدارنګه د نایا ټیلیګرام چینل هم راپور ورکړی چې پر سعودي عربستان د یمن د وسلهوالو ځواکونو له برید وروسته، د جدې او ریاض هوايي ډګرونو خپل پروازونه وځنډول.
د المسیره شبکې ټیلیګرام چینل هم لیکلي: د هوايي ټرانسپورټ د تعقیب وېبپاڼې ښیي چې ځینې الوتنې چې ریاض او د سعودي عربستان ځینو نورو ښارونو ته روانې وې، خپلې لارې بدلې کړې دي.
ټیګونه