Jan 15, 2022 17:08 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ، یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۱۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له شپاړسمې نیټی سره برابره ده.

نن د اتوار ورځ، یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳  هجری قمری کال د جمادی  الثانی د میاشتې له ۱۳ او د ۲۰۲۲  میلادی کال د جنورۍ له شپاړسمې نیټی سره برابره ده.

د مشهورو قولونو پر اساس ۱۳۷۵ کاله مخکې د ۶۴ هجري قمري کال د جمادي الثاني په ۱۳ نیټه د حضرت امام علي ع میرمنې او د حضرت اباالفضل العباس  ع ګران قدره مور بي بي ام البنین س وفات شوه . حضرت امام علي ع د حضرت زهرا له شهادته څو کاله ورسته د خپل ورور عقیل چې د علم رجال له عالمانو څخه وواو عرب کورني یی ښه پیژندله په سپارښتنې  سره د فاطمه کلابیه سره واده وکړه. دغې بزګوارې میرمنې له امام علي ع څخه څلور زامن د عباس ، جعفر ،عبدالله ،او عثمان په نومونو وزیږول او په ام البنین یعني د زامنود مور په نامه مشهوره شوه . د ام البنین بي بي هر څلورو بچیانویی د کربلا په غمیزه پیښه کې

په شهادت ورسیدل خو هغې بي بي د دغه ستر مصیبت په وړاندي صبر وکړه هغې بي بي کله چې د عاشورا له پیښې څخه خبره شوه د حضرت عباس زوی عبیدالله له ځان سره بقع هدیرته وړله  او د خپلو بچیانو په مدحه کې شعرونه ویلې اود مدینې خلکو هم   په هغه ځای کې راټولیدل  تر څو چې ددغې بزرګوارې میرمنې غمزارۍ او شعرونه واوري او ورسره وژاړي. ام البنین بي بي د ۶۱ هجري قمري کال د عاشورا له پیښې نه درې کاله ورسته وفات شوه او په هم هغه ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.

۱۷۶  کاله پخوا، د اتلس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال د جنورۍ په شپاړسمه نیټه ، پر مکسیکو د امریکا په حملې سره ، د دواړو هیوادونو جګړه پیل شوه. د دغه جګړې د پیل لپاره د امریکا پلمه چې دوه کاله ېې دوام وکړ په مکسیکو کښې د دغه هیواد د کډوالو ځورول ؤ ، خو په اصل کښې امریکا د دغه هیواد د یو شمیر سیموپه تیره بیا ټیکساس ایالت نیولو او په ځان پورې تړلو پسې وه.

د دغه نا نابرابرې جګړې په پائ کښې امریکا د ټیکساس، کیلیفورنیا، نوادا، یوتا، آریزونا او نیو میکسیکو ایالتونه ونیول.

۶۵  کاله پخوا، د نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په شپاړسمه نیټه، ایټالیایی ساز جوړونکئ آرتورو ټوسکانینی مړ شو.

هغه په اتلس سوه اووه شپیتم میلادی کال کښې وزیږید او په ځوانۍ کښې له موسیقۍ سره آشنا شو.

ټوسکانینی له پریمانو تمرینو او ګڼ شمیر هیوادو ته له سفر وروسته د ارکستر مشرۍ ته ورسید. هغه د خپلې کلکې حافظې او د آپراوو په اجراء کولو کښې په ډیر دقت سره ډیر شهرت ترلاسه کړ او ګڼ شمیر آثار یې جوړ کړل. په دې ډول چې هغه یې د ارکستر د ټولو مشرانو او رهبرانو استاد ګڼلئ دی. دغه ایټالیایی ساز جوړونکی په نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال کښې له کاره لاس واخیست او درې کاله وروسته په نوی کلنۍ کښې مړ شو.

او له ننه ۴۳  میاشتې په شپږویشتمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو په اوج ته رسیدا سره ، د ایران وروستی باچا محمد رضا پهلوی د درملنې په پلمه له ایران څخه وتښتیده.

محمد رضا پهلوی په دیارلس سوه شلم لمریز کال کښې ،وروسته له دې چې د انګلستان حکومت د هغه پلار رضا شاه په دوهم نړیوال جنګ کښې له جرمنی د ملاتړ په دلیل جلاوطن کړ ، د باچاهۍ په ګدئ کښیناسته .

باچا په لومړی ځل په دیارلس سوه دوه دیرشم کال کښې د ایران د خلکو د پاڅون له کبله تښتیدلی ؤ ،خو درې ورځې وروسته د زمری په اته ویشتمه نیټه د ایران د خلکو په ضد له آمریکایی ـ انګریز کودتا وروسته،ایران ته ستون شو.

له دغې کودتا وروسته پر ایران د آمریکا د سلطې لپاره لاره هواره شوه او باچا هم په ایران او سیمه کښې د آمریکا د سیاستونو اجراکوونکی ؤ.

په هر حال شاه په داسې شرایطو کښې وتښتید چې د ایران درستو خلکو پخپل هیواد کښې د هغه د محاکمې او د باچاهی ظالم نظام د نسکوریدو او د اسلامی حکومت د جوړیدو غوښتنه کوله.

د باچا تیښتې خلک خوشحاله کړل او د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په بهیر کښې یوه برخلیک ټاکونکې او مهمه بریا وبلل شوه او په همدې دلیل هم خلکو ستر لاریون وکړ.

له دې پیښې څو ورځې مخکښې، د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر ارواښاد حضرت امام خمینی (رح) چې دغه مهال په پاریس کښې ؤ، په یوه پیغام کښې وفرمایل:

د باچاهۍ له خوشی کولو پرته د باچا سفر،حالات نه بدلوی ،پهلوی رژیم باید په پوره ډول له مینځه ولاړ شی.