Jan 17, 2022 11:03 Asia/Kabul
  • تاریځ پاڼه

نن د ګل  ورځ، یا دوشنبه د ۱۴۰۰  هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې له ۱۴  او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له اوولسمې نیټی سره برابره ده

 

۹۳۸  کاله پخوا، د پینځه سوه پینځم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، په امام محمد غزالی مشهور یو لوئ ایرانی فقیه او پوه ابو حامد محمد غزالی طوسی له نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه او د هغه ورور احمد د خپل پلار له مړینې وروسته د احمدبن رادکانی ترسرپرستۍ لاندې ورغلل. غزالی له ابونصر اسماعیل څخه فقه زده کړه ا و په لنډې مودې کښې دخپل وخت یو سرخیل شو او په اته ویشت کلنۍ کښې د مسلمانانو یو لوئ فقیه شو. د امام محمد غزالی شهرت لامل شو څو د خواجه نظام الملک له خوا دبغداد په نظامیه مدرسې کښې د تدریس لپاره وبلل شی. خو دغه نامتو پوه له څو کاله تدریس وروسته په څلور سوه اته اتیایم هجری قمری کال کښې د ډیر فکری او روحی بحران له امله تدریس پریښود او له بغداده د حج په نیت روان شو او وروسته په بیت المقدس کښې استوګنه شو.

هغه بالاخره ایران ته راستون شو او دپوهې د مینه والو روزل یې پیل کړل. امام محمد غزالی وطن ته له راستانیدا وروسته د (احیاءعلوم الدین) په نامه خپل ارزښتمن اثر ولیکه. د دغه لوئ پوه او عارف له نورو آثارو څخه (کیمیای سعادت) او (نصیحة الملوک) ته اشاره کولائ شو.

۱۶۲ کاله مخکې د ۱۸۶۰ میلادي کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه

روسي لیکوال آنتون چخوف دنیا ته راغی . هغه په یو کم لګښت کورنۍ کې وده وکړه اوخپل ماشومتوب او زلمیتوب  پړاو په ډیره سختۍ سره تیرکړل. سره له دې چخوف په ډیر مشقت او استفامت سره په ماسکو کې د طب په څانګه کې خپل تحصیلات پای ته ورسوله. چخوف په ځوانۍ کې لیکوالی ته ګروهمن شواو دهغه وخت په ورځپانواو مجلو کې فعالیت پیل کړ.هغه د لنډو اثارپه لیکلو کې ډیر مهارت درلود. د چخوف له آثارو څخه کولای شو د آلوبالوباغ او د سمندر مارغه  ته اشاره وکړو .

چخوف د ۱۹۰۲ میلادي کال په جرمني کې مړشو.

۶۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور دیرشم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د ایران یو مبارز دینی عالم سید مجتبی نواب صفوی له خپلو درو ملګرو سره د شاه د رژیم په پوځی محکمه کښې له یوې فرمائیشی محاکمې وروسته په اعدام محکوم شو او شهید کړائ شو. نواب صفوی د (جمعیت فدائیان اسلام) مشر ؤ او په دیارلس سوه پینځم هجری لمریز کال کښې په یوې مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. هغه په ځوانۍ کښې د علمی زده کړو لپاره په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د زده کړو له ترسره کولو ورسته ایران ته راستون شو. نواب صفوی د شاه رژیم له جنایتونو او پېلتیا څخه په خبرېدو سره له دغه رژیم سره مبارزې ته مخه کړه، تردې چې بالاخره د شاه رژیم د عواملو لخوا ونیوئ او په داسې یوه ورځ له خپلو درو ملګرو یعنې طهماسبی، ‌‌ذوالقدر او واحدی سره چارماری او شهیدکړائ شو.

او له ننه ۱۳ کاله پخوا، د دوه زره نهم میلادی کال د جنورۍ په اوولسمه نیټه، د غزې پر تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د دوه ویشتو ورځو له سختو حملو او د دغې سیمې د خلکو له مقاومت وروسته، صهیونیسټان د جنګ بندۍ اعلانولو ته مجبور شول. صهیونیسټ رژیم په دغه حمله کښې اراده درلوده چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس له مینځه یوسی او یا یې لږ تر لږه ساز باز ته مجبور کړی. خو له حماس څخه د فلسطینیانو د ملاتړ له دوام او د صهیونیسټو پوځیانو په جنایتو باندې د نړۍ د خلکو له سختو اعتراضونو وروسته هغوئ پر غزې خپلې حملې بندې کړې. دغه وحشیانه تیرئ د کابو یو زرو څلورو سوو فلسطینیانو د شهادت او د کابو پینځه نیمو زرو کسانو د ټپی کیدو سبب شو او ډیر زیات زیانونه یې رامینځته کړل چې اندازه یې لږ تر لږه دوه میلیارډه ډالره ده. د غزې پر تړانګې د صهیونیسټ رژیم د حملو په وخت د ترسره شویو جنایتونو زیاتیدا د دې سبب شوه چې د ملګرو ملتو لخوا یو پلاوی په دې حقله تحقیق وکړی او یو راپور برابر کړی. د دغه مستند راپور له مخې، صهیونیسټ رژیم جنګی جنایتکار شوئ دی. دغه راپور د بشری حقوقو د شورا او د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ لخوا هم تصویب او تائید شوئ دی. په عین حال کښې صهیونیسټ رژیم د غزې اقتصادی کلابندۍ ته، چې د دوه زره اووم میلادی کال له مینځنیو پیل شوی وه ، همهغه رواز دوام ورکوی.