Jan 22, 2022 16:09 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ، یا ۳ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال دمرغومی د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور له ۱۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له اتلسمې نیټی سره برابره ده.

۱۴۰۷کال پخوا د ۳۶قمری کال د جمادی الثانی په پنځلسمه نیټه

د ځینو مورخانو دلیکنې په اساس د حضرت امام علی علیه السلام لښکر او د فتنه ګرو اوبلوه ګرو دیوې ډلې ترمینځ دجمل جنګ وشو . په دغه جنګ کې داسلام لښکر دغې ډلې ته چې دحضرت امام علی علیه السلام دعدالت د نه زغملو په دلیل ئې خپل بیعَت مات کړی او د هغه بزرګوار په ضد ئې بغاؤت کړی ؤ ماته ورکړه . . ددغې دلې رهبری چې هغوی ته ناکثین ،یعنی دبیعت ماتونکی هم ویل کیږی ، طلحه او زبیر په غاړه وه . دوی خپلو ناحقو ارزوګانو ته درسیدو لپاره ناپوهان او فرصت غواړی ولمسول او له امام علی سره ئې دمقابلې لپاره یو د وخت په وسلو سنبال لښکر برابر کړی ؤ .

طلحه او زبیر ، په پیل کې له حضرت امام علی سره بیعت کړی ؤ ،خو له دې وروسته چې پوهه شول امام علی دهغوی ناحقه غوښتنو ته پام نه کوی او د هغوی او نورو خلکو ترمیځ توپیر نه کوی ، نو د عثمان دوینو دغچ اخستنې په پلمه ئې د هغه بزرګوار په ضد بغاؤت وکړ . طلحه او زبیر په پیل کې مکې ته لاړل او ځینی مشهور کسان ئې هم له ځان سره ملګری کړل او له مکې ئې د وخت په وسلو سنبال یو لښکر دبصرې په لو ر روان کړ . حضرت امام علی علیه السلام هم ددغې ډلې دفتنو دمخنیوی لپاره په هغو پسې روان شو او بلاخره دعراق په جنوب کې له بصرې سره نزدې دواړه لښکر سره مخامخ شول . امام علی علیه السلام هوډ درلود څو تر ممکنه حده د جنګ مخه ونیسی او دغه مشکل په سوله ایز ډول حل کړی ، په همدې دلیل څو ورځې په مذاکراتو او خبرواترو تیرې شوې .

په عین حال کې ، بیعَت ماتونکو چې له جنګ او قدرت اوشتمنیو ته له رسیدو پرته ئې په بل څه فکر نه کاوه ، او ګمان ئې کاوه چې په جنګ کې به د امام علی پر لښکر بریالی شی ، جنګ ئې پیل کړ . خو دهغوی د تمو په اپوټه ، دامام علی لښکر پر هغوی برلاسه شو .

۶۷۲   کاله مخکې د ۷۷۱ قمری کال د جمادی الثانی په پنځلسمه نیټه

یومسلمان فقیه او پوه او په فخر المحققین مشهور محمد بن حسن حلی وفات شو . دغه لوی عالم په ۶۸۲ قمری کال کې زیږیدلی ؤ او وروسته وروسته ئې علمی مرتبې او معنوی کمالات دخپل پوه پلار علامه حلی او د خپل وخت له نورو نامتو ا ستاذانو زده کړل او لوړ علمی او معنوی مقام ته ورسید.

له فخر المحققین ډیر تالیفات لری چې په هغو کې منبع الاسرار ، حاشیه ارشاد او تحصیل النجاه ته اشاره کولی شو .

درې سوه اووه ویشت کاله پخوا، د شپاړس سوه نهه اتیایم میلادی کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه، مشهور فرانسوی پوه او لیکوال چارلس ډی مونتیسکویو وزیږید. هغه له هغو پوهانو څخه ؤ چې افکارو او عقایدو یې د فرانسې د انقلاب په رامینځته کولو کښې ډېره اغیزه درلوده او لومړنۍ کس ؤ چې د درې ګونو قواوو د بیلتون د اړتیا نظریه یې وړاندې کړه.

د مونتیسکویو ترټولو مشهور اثر (روح القوانین) دی چې د اوولس سوه اته څلویښتم میلادی کال په جنورۍ کښې چاپ شو.

هغه په دغه کتاب کښې د تاریخ په اوږدو کښې رامینځته شوی حکومتونو په هکله بحث کړی او د هغوئ د طبیعی قوانینو او دودونو، انسانی قوانینو او د هغوئ ترمینځ اړیکې جاجولې دی.

د مونتیسکویو له نورو آثارو (نامه های ایرانی) او (تاریخ حقیقی) کتابونو ته اشاره کولائ شو. هغه په اوولس سوه پینځه پنځوسم میلادی کال کښې مړشو.

۱۰۷  کاله پخوا، د نولس سوه پینځلسم میلادی کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه، د لومړنی نړیوال جنګ په بهیر کښې د فرانسې، بریتانیا او روسیې تر مینځ په (پټ تړون) مشهور تړون لاسلیک شو. د دغه تړون اصلی انګیزه، په لومړنی نړیوال جنګ کښې له متحدینو یعنې جرمنی او اسټریا سره د عثمانی امپراتورۍ یوځائ کیدا وه، ځکه له متحدینو سره د عثمانیانو په یوځائ کیدا سره، په تور سمندرګی کښې له متفقینو سره د روسیې د بېړیو اړیکه پرې کیده. د دغه تړون له لاسلیک وروسته، متفقینو پر ډارډانل اوبلارې ، چې تور سمندرګی له مدیترانې سمندرګی سره نښلوی، بریدوکړ.

۱۰۳ کاله پخوا، د نولس سوه نولسم میلادی کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه، له لومړی نړیوال جنګ وروسته په پاریس کښې په وارسا ماڼۍ کښې د نړۍ له پنځو وچو څخه د اووه ویشتو هیوادونو د استازو په شتون سره، د سولې تاریخی غونډې خپل کار پیل کړ. د دغې غونډې مشر، د فرانس د وخت لومړی وزیر، جارج کلمانسو ؤ. په لومړی نړیوال جنګ کښې پنځو ماتې خوړلو هیوادونو یعنې، جرمنی، اسټریا، هنګری، بلغاریا او عثمانی امپراتورۍ په دې غونډه کښې ګډون نه درلود. د سولې د تړون له امله چې په وارسا غونډه کښې لاسلیک شو، جرمنی د دروند تاوان ورکولو او متحدینو ته د خپلې یوې برخې ځمکې ورکولو ته مجبور شو. په دغه غونډه کښې همداراز د ملتونو د ټولنې پیلیزې هم برابرې شوې.