Jan 22, 2022 17:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د مرغومې د میاشتې ۳۰ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له اولسمې او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ د میاشتې له ۲۰ نیټې سره برابره ده.

۹۱۹ کاله اګاهو د ۵۲۴ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په اولسمه نیټه مشهور عرب ادیب او شاعر بارغ بغدادی وفات شو. هغه په ۴۴۳ هجری قمری کال کښې زیږیدلی و او د نحوې او لغت په علمونو کښې د خپلې زمانې تکړه عالم ګڼل کیده. له بارع بغدادی څخه په یادګار پاتې یوازنی اثر د هغه د شعرونو دیوان دی.

بارع بغدادی په ۸۱ کلنۍ کښې په داسې حال کښې چې نابینا شوی و، له دنیا سترګې پټې کړې.

۱۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۲۰ هجری سپوږمیز کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور په اولسمه نیټه د مستدرکُ الوسایل خاوند، خاتم المحدثین حاج میرزا حسین نوری وفات شو.

په میرزا حسین نوری مشهور میرزا حسین بن محمد تقی بن محمد علی نوری مازندرانی په ۱۲۵۴ قمری کال کښې د ایران د مازندران ولایت په نور ولسوالۍ کښې زیږیدلی و. فقیه، محدث، مفسر او شاعر میرزای نوری د شیخ العراقین عبدالحسین تهرانی، شیخ مرتضی انصاری، حاج ملا علی کَنی، میرزا محمد حسین شیرازی او سید مهدی قزوینی شاګردی وکړه. میرزا حسین نوری همداشان په حدیث کښې د شیخ آقا بزرګ تهرانی، حاج شیخ عباس قمی، محمد حسین کاشف الغطاء او سید شرف الدین عاملی یو استاد هم پاتې شوی دی. میرزا نوری د جعفری مذهب د اصولو په دودولو او د پاکو امامانو علیهم السلام د آثارو په خپرولو کښې هم ډیر کوشش وکړ.

دغه عالم فاضل همداشان په عبادت، پرهیزګارۍ، تقوی او نفسانی او انسانی کمالاتو کښې بیلګه او نمونه و.

د هغه له آثارو څخه یو په دریو ټوکو کښې د فقهې مستدرک الوسایل کتاب دی چې د دغه کتاب د لیکلو په وجه دوی ته (صاحب مستدرک الوسائل) ویل کیږی. مَعالمُ الصبر، جنّهُ الماوی او نفَسُ الرحمن فی فضائل سلمان هم د دوی لیکلی کتابونه دی. میرزای نوری یو جامع او معتبر کتابتون درلود چې په ایران او عراقِ عرب کښې یې د کمیت او کیفیت له نظره ساری نه پیدا کیده خو دغه کتابتون د میرزا له وفات وروسته په بشپړی توګه تیت پرک شو. میرزا حسین نوری بلآخره د ۱۳۲۰ سپوږمیز کال د جمادی الثانی د میاشتې په ۱۷ یا ۲۷ نیټه په ۶۶ کلنۍ کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.

۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دیرشمه نیټه، د خلکو ترمینځ ایران ته په لنډه موده کښې د حضرت امام خمینی (رح) د ستنیدا خبر په پراخه کچه خپور شو. دغه خبر د ایران په خلکو کښې زیاته خوشحالی رامینځته کړه. د امام خمینی (رح) د راستنیدا او د هغوئ د هرکلی د څرنګوالی په باره کښې خبرو اترو د خلکو په وړو او لویو ټولنو کښې یو نه بیانیدونکې شور او شوق رامینځته کړ. له بلی خوا ایران ته د ستنیدا په اړه د امام خمینی (رح) د پریکنده فیصلې اعلان د شاه د رژیم عوامل له سخت بحران او وارخطایی سره مخامخ کړل. هغوئ هڅه کوله چې د ځان د نجات لپاره یوه لاره پیدا کړی او له هغوئ څخه زیاتره په استعفی ورکولو او له ایرانه تیښتې ته مجبور شول. د شاه له رژیم سره تړلی ځینو پوځیانو هم په بې دفاع خلکو باندې په حملو سره د پهلوی رژیم د ساتنې لپاره له خپلو وروستیو هڅو کار واخیست. خو دغو اقداماتو نه یوازې د ایران د خلکو په اراده کښې څه خنډ پېدا نکړ بلکې هغوئ یې د وروستۍ بریا تر حاصلولو پورې خپلې لارې ته د دوام ورکولو په اراده کښې لا زیات پیاوړی کړل.

۳۷  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجری قمری کال د مرغومی د میاشتې په دیرشمه نیټه، ستر عالم او مرجع آیت ا... سید احمد خوانساری وفات شو. هغه په ماشومتوب کښې خپل پلار له لاسه ورکړ او له هغه وروسته د خپل مشر ورور تر سرپرستۍ لاندې راغئ. هغوئ په خپل زیږنځائ کښې د مقدماتو له تیرولو وروسته اصفهان او نجف اشرف ته ولاړ او د نامتو استادانو له محضره یې استفاده وکړه. آیت ا... خوانساری له هغې وروسته تدریس ته ملا وتړله او څه موده وروسته یې د فقې او اصولو د درس خپله ټولګه جوړه کړه. آیت ا... خوانساری له هغو عالمانو څخه دی چې د طاغوت رژیم پر ضد د امام خمینی (رح) له سپیڅلی پاڅون سره یې په یو وخت تل له هغه حضرت سره ملاتړ کاوه او د انقلاب د موخو د پرمخ بوتللو لپاره یې له هیڅ ډول اقدامه ډډه نه کوله. انقلابیانو ته د روحیې ورکولو سربیره په پلازمینې کښې د هغه شتون، خلکو سره د رژیم د محتاط چلند لامل کیده. د دغه ستر فقیه د درس په محضر کښې د شهید مرتضی مطهری، امام موسی صدر، امام رضا صدر او جلال طاهر شمس په شان نامتو عالمان وروزیدل. آیت ا... خوانساری د خپل برکتناک ژوند په اوږدو کښې، پریمان علمی او عمرانی آثار په یادګار پریښودل چې ستره برخه یې د هغه بزرګوار فقیه علمی آثار او تالیفات دی. (شرح مختصر نافع)، (حاشیه بر عروة الوثقی) او (العقاید حقه) د هغه له اثارو څخه دی.

او له ننه ۲۷  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دیرشمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت لومړنی لومړی وزیر انجینیئر مهدی بازرګان وفات شو. انجینیئر مهدی بازرګان په دولس سوه شپږ اتیایم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او په فرانسی کښې یې د میکینیکل انجینیئرنګ د ډکټرا په څانګه کښې خپلې زده کړې ترسره کړې. هغه له دیارلس سوه شلم لمریز کاله د تهران په پوهنتون کښې تدریس ته مخه کړه. انجینیئر بازرګان د تیلو د صنعت د ملی کیدا په بهیر کښې سیاسی مبارزو ته ور ننوته او د دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال د زمری د اته ویشتمې نیټی له کودتا وروسته ونیوئ او جلاوطن کړائ شو. بازرګان، له زندانه له آزادیدا وروسته له څو نورو سیاستوالو سره د آزادۍ د غورځنګ د ټولنې بنسټ کیښود . د آزادۍ غورځنګ مشران په دیارلس سوه څلور دیرشم لمریز کال او وروستیو کښې ، د شاه رژیم پر ضد د فعالیتونو په وجه، د دغه رژیم په وسیله ونیول شول او بازرګان هم په زندان محکوم شو. مهدی بازرګان له اسلامی انقلابه څه وخت وړاندې د انقلاب د شورا غړئ شو او د دغه شورا له وړاندیز سره ، د لنډ مهاله حکومت په جوړولو مامور شو. د دغه حکومت عمر د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له لیدتوګو سره د بنسټیزو اختلافونو او په لنډمهاله حکومت کښې د انقلاب ضد کسانو د نفوذ په وجه له نهه میاشتو زیات نه ؤ. بازرګان بالاخره د دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په وروستئ نیټه د زړه د ناروغئ له امله په اووه اتیا کلنۍ کښې وفات شو.