تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې لومړی نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی یا د څلورمې خور د میاشتې له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له یویشتمې نیټی سره برابره ده.
۲۸۶ کاله پخوا، د اوولس سوه اووه دیرشم میلادی کال د جنورۍ په یویشتمه نیټه، د هند په ختیځ کښې د بنګال په خلیج کښې د سخت توپان له امله درې لکه کسان ووژل شول. دغه توپان په دغه سیمه کښې ترټولو زیات زیان لرونکئ توپان بلل کیږی. د هند اوقیانوس په شمال ختیځ کښې پروت بنګال خلیج له هغو سیمو څخه دی چې کله کله پکښې د سترو توپانونو او سیلابونو له امله زیات شمیر خلک وژل کیږی او زیات سر او مال تاوانونه رسوی.
۹۸ کاله پخوا، د نولس سوه څلورویشتم میلادی کال د جنورۍ په یویشتمه نیټه، د شوروی کمیونیسټی انقلاب مشر ولادیمیر ایلېچ لینن مړ شو. هغه په اتلس سوه اویایم میلادی کال کښې وزیږید. لینن د روسیې له باچایی رژیم سره مبارزه د پوهنتون له وخته پیل کړه او تر نولس سوم میلادی کاله پورې چې له روسیې نه بهر ته لاړ څو ځله بندی او جلاوطن شو. هغه د بند او جلاوطنۍ په کلونو کښې ګڼ شمیر کتابونه ولیکل. لینن له روسیې نه په بهر کښې مبارزې او همداراز د کتابونو تالیف ته دوام ورکړ او د نولس سوه اوولسم میلادی کال په اپریل کښې روسیې ته ستون شو چې له نږدې د کمیونیسټی انقلاب مشری وکړی. هغه د انقلاب له بریالیتوبه وروسته، د شوروی مشر شو او په نولس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې په داسې یوه ورځ د هغې ناروغۍ او هغو زخمونو له امله چې له مرګه شپږ کاله مخکې په یوې ناکامه حملې کښې ورته رسیدلی وو، مړ شو.
د لینن افکارو او نظریاتو د مارکسیزم په تیورۍ باندې زیاتې اغیزې وشیندلې، په دا ډول چې هغه آیډیالوجی یې چې هغه یې ترویجوونکئ ؤ، (مارکسیزم – لنینیزم) نومیده. د لینن له کتابونو څخه (امپیریالیزم د سرمایه دارۍ ترټولو لوړه درجه)، (باید څه وکړو)، (حکومت او انقلاب) او (په روسیې کښې د سرمایه دارۍ وده) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
۸۸ کاله مخکې د۱۳۱۲ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په لومړي ڼیټه د ایران یو لوی شاعر ابولقاسم قزویني وفات شو . په عارف مشهور ابوالقاسم قزویني کابو په ۱۲۶۲ هجري لمریز په قزوین کې دنیا ته راغی او پخواني تحصیلات يي پخپل زیږنځاي کې تر لاسه کړ . عارف قزویني دخط او موسقۍ د هنرونو په زده کولوکې ډیر کوشش وکړاو ډیر مشهور شو . هغه همدارنګه شعر ویل هم پیل کړل او ځیني آثار وپنځو ل . سره له دې چې د عارف شعرونه د ادبي او فني لحاضه ځیني نیمګرتیاوې درلودلې خو هغه ځه چې د هغه د مشهورتیا سبب او هغه ته مینه زیاته شوه په شعرونو کې د خلکو ژبه کارول ،د خلکو په لاره کې ګام پورته کول، او دپیسې او زور د خاوندانو په خدمت کې نه تلل و. په مشروطه غورځنګ کې له تصنیف جوړونکی هنر څخه په استفادې سره وطني شعرونه ویل د عارف قزویني د شعري ځانګرتیاو څخه وو. او له همدې لارې په مشروطه غواړو او آزادی غوښتونکو کې شوراو زوږرا مینځته کول . په همدې خاطر د عارف قزویني شهرت د همدغو وطني شعرونو او تصنیفونوله امله دي چې په حساسو پړاونوکې ویل او دایران له ولس سره یو زړه توب کول و. د عارف قزویني ژوند به فقر او بیوزلۍ سره تیریده تر څو چې په ۵۰ کلنۍ کې له دنیا لاړ او په همدان کې د ابن سینا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
۵۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په لومړی نیټه، د شاه
رژیم وزیراعظم حسن علی منصور د محمد بخارایی په نوم د یو مبارز په لاس په انقلابی توګه اعدام شو. حسن علی منصور له امریکې سره له تړلی عناصرو څخه ؤ. هغه د کیپیچولیشن د قانون په تصویبولو سره په ایران کښې امریکایی سلاکارانو ته له قضایی تعقیب څخه پناه ورکړه. د دغه قانون په تصویبیدو سره د ایران له عدلیې څخه د هغو امریکایی مامورانو او کارګزارانو د سزا کولو اختیار، چې په ایران کښې جرم کوی، واخیستئ شو. له دې سربیره حسن علی منصور ترکیې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ایښودونکی حضرت امام خمینی (رح) په جلاوطنۍ کښې اغیزمن رول لره. ترکیې ته د امام خمینی (رح) د جلاوطنۍ زیاته موده نه وه تیره چې حسن علی منصور د هغه وخت د پارلیمان مخې ته د یو مسلمان مبارز محمد بخارایی په ډزو ولګید او بیا څو ورځې وروسته مړ شو.
۴۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران د ولس او د اسلامی انقلاب د غورځنګ د څپو په وړاندې د پهلوی رژیم د حکومت د ستنو په لړزیدا سره د شاه رژیم د جیلونو دروازې خلاسې شوې او د ایران مسلمانو خلکو خپل فرزندان چې له مودو راهسې د رژیم په زندانونو کښې تر شکنجې لاندې وو، له بنده ازاد کړل. د همدې ورځې له ماسپښینه وروسته، د هوایی پوځ ګڼ شمیر افسرانو او کارکوونکو په لاریونونو لاس پورې کړ او د ایران له مسلمان ملت سره یې د خپل پیوستون اعلان وکړ. همدا راز په دغه ورځ د ایران مطبوعاتو په سترو عنوانونو سره ولیکل: (امام خمینی (رح) به څو ورځې وروسته ایران ته راستون شی). دغه خبر د ایران په خلکو کښې ډیر زیات شور او شوق رامینځته کړ او ټولو هڅه وکړه چې ځانونه د انقلاب د ستر رهبر حضرت امام خمینی (رح) تاریخی او بې نظیره هرکلی لپاره اماده کړی.