تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې دوهمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له دوه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
۴۶۱ کاله پخوا، د پینځلس سوه یو شپیتم میلادی کال د جنورۍ په دوه ویشتمه نیټه، انګریز ریاضی پوه او فیلسوف فرانسیس بیکن وزیږید. هغه په لومړیو کښې سیاسی کارونو ته مخه کړه او څه وخت وروسته د رشوت خوړلو په تور ونیوئ شو او زندانی شو. د زندان پړاؤ د هغه د استعداد د ښکاره کیدو پړاو ؤ . بیکن په انګلیستان کښې د تجرباتی علومو په پراختیا او په اروپا کښې د فلسفې د علم په بیا ژوندی کولو کښې ارزښتمن رول درلود. د بیکن له آثارو څخه د (احیاء العلوم کبیر) او (د پوهې پرمختګ ) کتابونو ته اشاره کولئ شو. همداراز هغه د (نوې اتلانتیس) تر عنوان لاندې کتاب کښې یو ارمانی ښار د علمی اصولو په اساس وړاندې کړې دی. بیکن په شپاړس سوه شپږ ویشتم میلادی کال کښې مړ شو.
۲۴۷ کاله پخوا، د اوولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د جنورۍ په دوه ویشتمه نیټه، فرانسوئ ریاضی پوه او فزیک پوه آندره میری ایمپر وزیږید . هغه له ماشومتوبه له ریاضۍ سره مینه درلوده او په دې څانګه کښې یې مطالعې ته مخه کړه. ایمپر د پاریس د پولی ټیکنیک پوهنتون استاد ؤ او مهم اکتشافات او اختراعات یې رامینځته کړل. هغه د بریښنایی ټیلیګراف دستګاه اختراع او د بریښنایی بهیر شدت ېې کشف کړ او د هغه د اندازه کولو لپاره یې یوه وسیله جوړه کړه .
ایمپر د الیکټرو ډاینیمیک د برخې لاس راوړونکئ بلل کیږی او د فزیک په برخه کښې یې د هغه د خدماتو له امله د بریښنایی بهیر واحد د هغه په نوم یعنی (ایمپر) نومولئ دی . ایمپر په اتلس سوه شپږ دیرشم میلادی کال کښې مړ شو .
۲۳۴ کاله پخوا، د اوولس سوه اته اتیایم میلادی کال د جنورۍ په دوه ویشتمه نیټه، انګریز شاعر ( جارج ګورډن بایرن ) وزیږید. هغه له لوړو ژورو ډک ژوند او جنجالی شخصیت درلود. د بایرن آثار له احساسه ډک او انتقادی دی. بایرن له ځوانئ د شعر ویلو ته مخه کړه او د شعرونو لومړئ ټولګې یې (فارغ ساعتونه ) نوم درلود. د هغه له نورو آثارو څخه (د شیلان زندان ) او ( چایلډ هارولډ) ته اشاره کولائ شو. بایرن اروپا او آسیا ته سفرونه وکړل او بالاخره په اتلس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې د عثمانی امپراطورئ او یونانیانو د جنګ په وخت کښې په داسې حال کښې چې د یونانیانو په څنګ کښې جنګیده، ووژل شو .
او له ننه ۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دوهمه نیټه، له شاه رژیم سره د ایران د مسلمانو خلکو د مخالفتونو او د دغه رژیم له پوځیانو سره د هغوئ د جګړو په دوام کښې ډیر شمیر خلک مړه یا ټپیان شول. د ایران مسلمان ولس چې په بې صبرۍ سره ایران ته د حضرت امام خمینی (رح) د راتلو په تمه وو ،د اسلامی انقلاب له رهبر څخه یې د تر ټولو لوئ هرکلی لازمه تیاری ونیوه. په همدې مناسبت له روحانیونو او د تهران د خلکو له بیلابیلو استازیو پشمول یوه غونډه جوړه شوه تر څو د هرکلی مراسم لا ډیر پرتمین شی. له کلیو او ښارونو څخه هم ډیر شمیر خلک تهران ته راغلل تر څو حضرت امام خمینی (رح) ته د هر کلی په مراسمو کښې ګډون وکړی. له بلې خوا د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د هوایې ځواک څلورو زرو ځواکونو د ایران له مبارزو ډلو څخه د ملاتړ په لړ کښې لوږ تړ وکړ او له ایران څخه د امریکایی سلاکارانو د ایستلو غوښتونکی شول.