Jan 24, 2022 10:55 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د گل ورځ،یا دوشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۱ او ۲۰۲۲میلادی کال د جنورۍ له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.

۱۰۷ کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په څلورمه نیټه، د لومړنی نړیوال جنګ په ترڅ کښې د روسیې پوځیان ایران ته داخل شول. تر اوسه د احمد شاه قاجار د پر ګدۍ کښیناستا زیات وخت نه ؤ تیر چې لومړنی نړیوال جنګ پیل شو. په دغه جنګ کښې، د روسیې، انګلستان او فرانسې حکومتونو د جرمنی، اسټریا، مجارستان او ایټالیا له حکومتونو سره نښتې ته مخه کړه او څه موده وروسته عثمانی حکومت هم خپل اتحاد له جرمنی سره اعلان کړ او په عملی توګه جنګ ته ورداخل شو. د جنګ دواړو لورو ډیرې هڅې وکړې څو د ایران په حکومت کښې نفوذ پیدا کړی او هغه په جنګ د خپلې ګټی لپاره وکاروی او د ایران له سوق الجیشی سیمې څخه دښمن ته یو دروند ګزار ورکړی. په هغه وخت کښې، که څه هم د ایران حکومت په جنګ کښې د ایران بی پلوی اعلان کړه، خو د جنګ هیڅ یوه لوری هم دغه چارې ته پام ونکړ او د ایران خاورې ته داخل شول. انګلستان له جنوبه او روسیه د هیواد له شمال څخه ایران ته راننوتل او پراخه سیمه یې ونیوله. روسیې پر ایران له برید وروسته، له عثمانی پوځیانو سره چې د ایران پر آذربایجان یې یرغل کړئ ؤ، جنګ ته مخه کړه او دواړه نیواکګر په خپلو کښې وجنګیدل تر دې چې د عثمانی امپراطورئ پوځیانو ماتی وخوړه. د ایران واکمنی په هغه وخت کښې ډیره کمزوری شوې وه او د هیواد سیاسی او اقتصادی حالات ډیر کړکیچن شوی وو. د روس د تزار حکومت لخوا د ایران د شمالی برخې نیواک تر دریو کالو اوږد شو. په نهایت کښې په دولس سوه شپږ نوېم لمریز کال کښې د روسیې کمیونیسټی انقلاب رامینځته شو او روسی ځواکونه د روسیې د کورنی کړکیچنو حالاتو په وجه د ایران له شماله ووتل.

۴۳  کاله مخکښې د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په څلورمه نیټه، له پیرس څخه ایران ته د حضرت امام خمینی(رح) د ستنیدو خبر له خپریدو وروسته د شاه د رژیم لاس پوڅی لومړی وزیر شاپور بختیار چې پوهیده چې د امام خمینی په راتګ سره به حالات د هغه له کنټروله ووځی، په یو بیړنی او نه سنجول شوی اقدام کښې حکم ورکړ چې د ایران ټول هوایی ډګرونه دې بند کړئ شی څو ایران ته د انقلاب د مشر او لارښود د راتګ مخه ونیسی. د حکومت دغه اقدام د خلکو د قهر سبب شو چې په بې صبرۍ سره ایران ته د امام د راتګ په تمه وو.

همداراز د شهید آیت ا... مطهری او شهید ډاکټر بهشتی په شان مبارزو او مشهور شخصیتونو د هوایی ډګرونو په بندیدو باندې په اعتراض کښې د تهران پوهنتون په جومات کښې پرلتۍ ووهلې. خلکو هم د مظاهرو او لاریونونو په کولو سره د حکومت خلاف شعارونه ورکړل او د هیواد د هوایی ډګرونو د خلاصیدو غوښتنه یې وکړه.

او له ننه ۳۸  کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه شپیتم هجری لمریزکال د سلواغی د میاشتې په څلورمه نیټه، اوسمهاله خوشنویس استاد حسن هریسی وفات شو. استاد حسن هریسی له دولس کلنۍ څخه د تبریز طالبیه مدرسې ته ولاړ او د قرآن، ګلستان سعدی، صرف، نحو، منطق او فقې او د فقې د اصولو له زده کولو وروسته یې خوشنویسۍ ته مخه کړه او د نستعلیق او نسخ خطونه یې د ښار د استادانو په محضر کښې زده کړل. استاد هریسی له پینځه ویشت کلنۍ څخه د تبریز په مدرسو کښې د خوشنویسۍ د استاد په توګه خپل کلتوری خدمتونه پیل کړل او له دیارلس سوه اووه څلویښتم لمریز کاله یې د تبریز په فرهنګ خونه کښې د خوشنویسۍ زده کولو ته مخه کړه. د رسم الخط پر کتابچو او جزوو سربیره له استاد هریسی څخه د قرآن درې لیکلی شوی نسخې، د مفاتیح الجنان درې لیکل شوی نسخې، منتهی الاعمال، معراج السعاده، صحیفه سجادیه او د نهج البلاغې لس ټوکه په یادګار پاتی دی . هغه له خوشنویسۍ سربیره، د کتابونو د سریزو طراحې هم ترسره کړی ده چې د قرآن د کتابت لومړئ پانې د هغو بیلګې دی. استاد هریسی بالاخره په اتیا کلنۍ کښې د مغزو د ناروغئ له امله په تبریز کښې وفات شو.