تاریخ پاڼه
نن د نهی ورځ، یا ۳ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۲ او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جنورۍ له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
۱۰۵۲ کاله وړاندې د ۳۹۱ سپومیز کال د جمادی الثانی په ۲۲مه نېټه، مسلمان شاعر، ابن حجاج وفات شو.
هغه په بغداد کې وزږید او د ځوانۍ له وخته یې شعر او شاعرۍ ته مخه کړه او له مشهور شاعر، مهلبی سره یې دوستی او ناسته ولاړه درلوده.
د ابن حجاج له آثارو څخه د نوموړی لس ټوکیز دیوان ته اشاره کولای شوو چې یوه نسخه یې د بغداد په کتابتون کې شتون لری.
همدارنګه د نړۍ په مختلفو برخو کې، لکه د بریټانیا موزیم او د استانبول په پوهنتون کې ددې اثر برخې په تیت پرک ډول ساتل کېږی.
۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی په پینځمه نیټه، سره له دې، چې د باچا رژیم عواملو، د ایران په زیاترو ښارونو کښې له دوو تنو د ډیرو کسانو ناسته منع کړې وه، د خلکو بیلابیلو پرګنو، د پوځی حکومت خبرداریو ته له پامه پرته، د رژیم پر وړاندې لاریونونو ته دوام ورکړ او د باچا رژیم لاسپوڅو، د ځپلو په تر ټولو سختو لارو له خپلولو سره سره، د خلکو په کنټرولولو ونه توانیدل.
له خلکو سره د حکومتی مامورینو له تاوتریخوالی ډک چلندونه، د ایران په مختلفو ښارونو کښې د زیات شمیر خلکو د شهادت لامل شول.
په همدې ورځ په تهران کښې د هوایی ځواک یو زیات شمیر افسران او نور کار کوونکی واټونو ته راووتل او د باچا د خپل سری رژیم پر وړاندې یې لاریونونه پیل کړل او له حضرت امام خمینی (رح) سره یې خپله ژمنتیا په ډاګه کړه. هغو د لاریون په پائ کښې په یوه خپاره شوی پریکړه لیک کښې، د باچا رژیم جنایتونه وغندل او د اسلامی انقلاب په لاره کښې یې د خپلې سر ښیندنې چمتوالئ اعلان کړ.
۳۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی په پینځمه نیټه ، نامتو ایرانی عالم ملا عبدا... مدرس ګرجی وفات شو. هغه په دولس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال کښې د ایران د کردستان په یوې فاضلې کورنۍ کښې وزیږید او د دینی علومو زده کړې ته یې مخه کړه. هغه لومړی له خپل ورور محمد او وروسته د سیمې له نورو عالمانو څخه علم حاصل کړ. ملا عبدا... مدرس ګرجی همداراز ډیر شاګردان وروزل او د ایران په کردستان په تیره بیا د سنندج په ښار کښې د اسلام د تعلیماتو په تبلیغولو لاس پورې کړ. له دغه دینی عالم څخه ګڼ شمیر کتابونه په یادګار پاتی دی چې پکښې (رساله ای در وجوب حجاب در اسلام)، (پیام به برادران دینی) او (کشف الغوایه) ته اشاره کولائ شو.
او له ننه۱۶ کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادی کال د جنورۍ په پینځه ویشتمه نیټه، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس)، د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د حکومت په پارلمانی انتخاباتو کښې په ګډون سره د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړ. په دغه انتخاباتو کښې چې د بهرنیو څاروونکو په شتون سره تر سره شول، حماس، د دوئ پر ضد د لویدیځی حکومتونو او صهیونیسټ رژیم د رسنیو د منفی تبلیغاتو سره سره، وتوانید، چې د پارلمان له یو سلو دوه دیرشو څوکیو څخه، شپږ اویا څوکۍ تر لاسه کړی او اکثریت ترلاسه کړی. په دې توګه د حماس غورځنګ، اسماعیل هنیه، د خپل حکومت د لومړی وزیر په توګه وټاکه او د دغه نیت د درلودنې اعلان یې وکړ، ، چې د فلسطین د آزادی غواړی سازمان په ګډون سره به د ملی وحدت حکومت جوړ کړی.
خو صهیونیسټی رژیم او لویدیځی حکومتونو، په تیره بیا امریکا، د اقتصادی، سیاسی، پوځی او تبلیغاتی دباوونو په اچولو سره هڅه کوی، چې د حماس ولسی حکومت ، په دې پلمې سره، چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په رسمیت نه پیژنی، نسکور کړی. په همدې لړ کښې ، دغه رژیم له میاشتو کلابندۍ وروسته، د دوه زره اتم او دوه زره څوارلسم میلادی کالو کښې پر غزه سخت او وحشیانه بریدونه پیل کړل، چې د ولس او حماس غورځنګ او د فلسطین د نورو مبارزو ډلو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. د فلسطین د ولس او د هغو د غوره شوی حکومت پر ضد، د لویدیځی حکومتونو، په ځانګړې توګه د امریکا اقداماتو، وښودله، چې لویدیځ تر هغه ډیموکراسۍ او بشری حقوقو ته ژمن دی، چې د هغو ئ او د هغوئ د ملګرو، په ځانګړې توګه د تل ابیب ناروا ګټې په خطر کښې ونه لویږی.