Jan 27, 2022 11:10 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ، یا ۴ شنبه هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له شپږویشتمې نیټی سره برابره ده.

 

۱۲۳۶ کاله پخوا، د دوه سوه اووم هجری قمری کال د جمادی الثانی په درویشتمه نیټه، یو عباسی سردار طاهر ذوالیمینین ووژل شو. طاهر بن حسین ذوالیمینین د هارون او مامون عباسی یو نامتو سردار ؤ. هغه د مامون لخوا د امین عباسی له قومندان علی بن عیسی سره مقابلې ته وراغئ او هغه ته یې ماته ورکړه او بغداد یې فتح کړ. له هغې وروسته هغه د مامون له خاصو کسانو شمیرل کیده او بغداد ته د مامون د تلو له وخته د خراسان واکمن وګرځید. د مامون د خلافت په وروستیو کښې، طاهر د خپلواکۍ ادعا وکړه او یو ورځ یې د جمعې لمونځ په خطبه کښې د خلیفه نوم حذف کړ. لکه څنګه چې مامون پوهیده چې طاهر به یو ورځ دغه کار وکړی، څه موده مخکښې یې یو مریه هغه ته ډالۍ کړ چې په حقیقت کښې د مامون جاسوس ؤ اوماموریت یې لره، همدا چې طاهر د خلیفه نوم د جمعې لمونځ له خطبې حذف کړی ، طاهر ووژنی . د طاهر له وژلې وروسته د هغه زوئ طلحه د خراسان واکمن شو.

 

۱۹۹ کاله پخوا، د اتلس سوه درویشتم میلادی کال د جنورۍ په شپږویشتمه نیټه، انګریز طبیب او د چیچک د ویکسین کشف کوونکئ اېډورډ جینر مړ شو. هغه په اوولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال کښې وزیږید او په پینځه څلویښت کلنۍ کښې په هندوستان کښې د خپلې استوګنې په وخت د چیچک د ویکسین په کشفولو بریالئ شو. جینر په اوولس سوه شپږ نوېم میلادی کال کښې د وړومبی ځل لپاره د چیچک مایه د انسان په مټ کښې تزریق کړه. هغه باوری ؤ چې د چیچک د مایې تزریق کول په انسان کښې د وړه چیچک د راپیدا کیدو سبب کیږی او همدغه موضوع به د بیمارۍ په وړاندې د بدن د مصونیت سبب شی. د جینر له طریقې څخه په استفادې سره په میلینونو کسانو د چیچک په شان له خطرناکې ناروغۍ څخه نجات وموند.

 

۱۰۷ کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شپږمه نیټه، د لومړنی نړیوال جنګ په بهیر کښې د ایران په آذربایجان کښې د عثمانی او روسی ځواکونو ترمینځ جنګ پیل شو. د لومړنی نړیوال جنګ له پیلیدا او په دی جنګ کښې د ایران د بې پلویتوب له اعلان سره سره ، عثمانی ځواکونو د دولس سوه درې نوېم لمریز کال د مرغومی په وړومبیو کښې د ایران پر آذربایجان یرغل وکړ او هغه یې ونیوه. د عثمانی له تیری وروسته، د روسیې حکومت هم خپل ځواکونه ایران ته راولیږل او د ایران د ښارونو د نیوللو لپاره د ایران په خاوره کښې د دواړو لورو ترمینځ خونړۍ نښته رامینځته شوه. دغه جنګ د دولس سوه درې نوېم لمریز کال د مرغومی په اتمه نیټه د عثمانی له ماتی سره پائ ته ورسید او تر څو کلونو پورې، د روسیې پوځ د ایران په شمال او لویدیځ کښې ډول ډول جنایتونه او لوټ مارۍ ته دوام ورکاوه. په هغه وخت کښې، د ایران حکومت د قاجاریه باچاهانو د لړۍ د کمزورئ په وجه د انګریزانو تر نیغ په نیغه مداخلو لاندې راغئ. په همدې وجه یې د نیواکګرو ، چې د هیواد شمال او جنوب یې نیولئ ؤ، پر ضد ترټولو لږ مقاومت ونه ښودلو.

۷۲ کاله پخوا، د نولس سوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په شپږویشتمه نیټه، په هندوستان کښې جمهوری نظام اعلان شو او دغه ورځ د هندوستان ملی ورځ ونومول شوه. له نیواکګر انګلستان څخه د هندوستان له خپلواکۍ وروسته جواهر لعل نهرو لومړی وزیر شو او راجندرا پرساد د هندوستان د لومړی ولسمشر په توګه غوره شو. د هند ډیموکریسی پارلمانی ده او ولسمشر یو تشریفاتی رول لری او اجرایی قدرت د لومړی وزیر په لاس کښې دی. هندوستان د هند د لویې وچې تر ټولو پراخ او زیات نفوس لرونکئ هیواد دی او له پاکستان، چین، نیپال، بنګلادیش، بوټان او میانمار سره ګاونډی دی. د هندوستان نفوس کابو یو ملیارډه او پنځوس ملیونه کسان دی چې د نفوس له دغه شمیرې سره له چین وروسته د نړۍ دوهم تر ټولو زیات نفوس لرونکئ هیواد دی.

 

۵۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شپږمه نیټه، د ایران د باچاهۍ د تر ټولو مهم ګوډاګی د امیر عباس هویدا لومړی وزیری پیل شوه. د شاه رژیم لومړی وزیر د حسنعلی منصور له انقلابی اعدامه وروسته، امیر عباس هویدا چې د منصور په کابینې کښې د مالیې وزیر ؤ، د کابینې د جوړونې مامور شو. هویدا تر دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کاله، کابو دیارلس کاله په دی څوکۍ پاتی شو. د هویدا د صدارت اوږد پړاؤ چې د پینځه ویشتو لومړی وزیرانو د وزارت له مودې سره برابر ؤ، د محمد رضا پهلوی د باچاهۍ د ثبات او ارامښت پړاؤ ګڼل کیده. هویدا د صدارت پړاؤ له ختمیدا وروسته، نورو چارو ته مخه کړه تر دې چې دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال په لړم میاشتې کښې په یوه غولونکی اقدام کښې د ازهاری د پوځی حکومت لخوا ونیوئ شو. خو دغه نیونه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب سره په یو وخت ترسره شوه او بالاخره د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه څو ورځې وروسته د انقلاب د عدالت په حکم چرمری کړئ شو.

 

او له ننه ۴۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شپږمه نیټه، د (کمیونیسټانو اتحادیې) په نوم یوې انقلاب ضده ډلې د ایران په شمال کښې پر آمل ښار برید وکړ. وسله والو انقلاب ضده کسانو د کمیونیسټانو د اتحادیې په چوکاټ کښې د خپلو ټولو ځواکونو او امکاناتو په راغونډولو سره ، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د شپږمې په شپې په آمل ښار حمله وکړه څو د ایران په شمال کښې هغه د خپلو وروستیو حملو لپاره مرکز وټاکی. خو د دغه ښار انقلابی او جنګیالیو خلکو په لنډه موده کښې انقلاب ضده یرغل له مینځه یوړه. که څه هم په دغه انقلاب ضده وحشیانه برید کښې د دغه ښار څو شمیر اوسیدونکی شهیدان شول خو ډیر شمیر تیریګر هم ووژل ، ونیول او پاتی کسان یې په ښا او خوا ځنګلونو کښې خواره واره شول. د انقلاب ضده برید په مقابل کښې د آمل ښار د خلکو کوڅې تر کوڅې مقاومت د دی لامل شو چې آمل ښار په هزار سنګر مشهور شی.