تاریخ پاڼه
نن د زیارت ورځ، یا ۵شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې اوومه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
۸۹۹ کاله پخوا، د پینځه سوه څلور څلویښتم هجری قمری کال د جمادی الثانی په څلور ویشتمه نیټه ، په نیشابور ښار کښې د قرآنی علومو یو فاضل احمد بن علی بیهقی سبزواری وفات شو. هغه د نحواو لغت په علومو کښې د خپل وخت له نامتو عالمانو ګڼل کیده او د قرآن کریم ایاتونو قرائت او تفسیر یې هم په ډیر ښه ډول کاوه. له هغه څخه یو ګڼ شمیر تالیفات لکه (د لغت په باره کښې، تاج المصادر او المحیط بعلم القران ) په یادګار پاتې دی چې اکثره پکښې د قرآن کریم په باره کښې دی.
۸۲۷ کاله پخوا، د شپږ سوه شپاړسم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په څلور ویشتمه نیټه، د ابو زکریا لقب لرونکئ یو مشهور عرب شاعر او ادیب یحیی بن قاسم ثعلبی وفات شو. هغه له ادبی علومو سربیره په فقې، لغت او د قرآن کریم په تفسیر کښې هم د خپل وخت د عالمانو سرخیل ؤ. ابو زکریا تر ډیرو کلونو د بغداد په نظامیه مدرسې کښې په تدریس بوخت ؤ. له هغه چې په زیاتو عربانو کښې د یوه شاعر او ادیب په توګه مطرح دی، د شعرو یو دیوان په یادګار پاتې دی.
۸۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه یوولسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په اوومه نیټه، یو ستر ایرانی عالم آیت ا... سید محمد باقر حجتی مازندرانی وفات شو. هغه په دولس سوه اته څلویښتم هجری لمریز کال کښې د ایران له شمالی ښار بابل سره نږدې په داسې حال کښې وزیږید چې پلار یې له لاسه وړکړئ ؤ. د آیت ا... حجتی کورنۍعلم او فضیلت لرونکی کورنۍ وه او هغه په همدې لاره کښې خپل سفر پیل کړ. په لومړیو کښې یې د خپلې سیمې له استادانو مقدماتی علوم زده کړل او وروسته نجف ته ولاړ. دغه تکړه عالم په دغه سپیڅلی ښار کښې تر شلو کلونو پورې له قدرمنو استادانو څخه استفاده وکړه او بالاخره د خپل ښار د خلکو په غوښتنه د هغوئ ټولنیزو او دینی مسئلو ته د رسیدلو لپاره بابل ته ستون شو. آیت ا... حجتی مازندرانی په دې ښار کښې د اسلامی علومو تدریس او د علمیه حوزې د اداره کولو تر څنګ د بهائیت د انحرافی فرقې سره مبارزه پیل کړه. (حاشیه بر عروة الوثقی) د دغه نامتو عالم له کتابونه څخه دی.
۴۹ کاله پخوا، د نولس سوه درې اویایم میلادی کال د جنورۍ په اووه ویشتمه نیټه، د څلورو کالو له خبرو اترو وروسته د امریکا او شمالی ویتنام تر مینځ د اور بند تړون په پاریس کښې لاسلیک شو. د دغه تړون په اساس چې د پاریس تړون په نوم مشهور شو، امریکا ومنله چې خپل ځواکونه به له جنوبی ویتنام څخه وباسی. که څه هم د دغه تړون له لاس لیکیدا وروسته د امریکایی ځواکونو او شمالی ویتنام تر مینځ اور بند ونه شو خو په نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال کښې امریکا د ډیرو تلفاتو او مالی تاوانونو له امله د جنوبی ویتنام پریښودو ته مجبوره شوه. د پاریس تړون د په ویتنام کښې د امریکا د سلطه غواړو او لاس وهونکی سیاستونو لپاره لویه ماته وه چې له نولس سوه څلور شپیتم میلادی کاله په ویتنام کښې پیل شوی وو. د دغه تړون له لاسلیکیدا د جنوبی ویتنام څخه د ټولو امریکایی عسکرو تر وتلو پورې کابو دوه کاله وخت تیر شو او بالاخره د نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د اپریل په نهه ویشتمه نیټه جنوبی ویتنام د شمالی ویتنام د ځواکونو لخوا آزاد او د ویتنام ټاټوبئ بیا متحد شو.
۴۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی په اوومه نیټه، اوسمهاله ایرانئ ادیب او تاریخ لیکونکئ مجتبی مینوی وفات شو. هغه په دولس سوه دوه اتیایم هجری لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او د لیسې له زده کړو وروسته یې فرانسوۍ او انګریزۍ ژبۍ زده کړې او بیلا بیل کارونه یې وکړل. مینوی خپل کلتوری فعالیتونه له استادۍ سره پیل کړل او د پوهنتون تر استادۍ یې پرمختګ وکړ.
هغه له خطی کتابونو څخه ډیر عکسونه راخیستی او هغه یې د څیړاندو په واک کښې بللی دی. مجتبی مینوی د څو ادبی او کلتوری مرکزونو مشری پر غاړه درلوده او په نړیوالو کنګرو کښې یې ګډون وکړ. له هغه څخه د (پینځلس ویناوې)، (آزادۍ او آزاد فکری)، (فردوسی او د هغه شعرونه) او همداراز زیات شمیر پخوانی تصحیح شوی متنونو او څو ژباړو په شان آثار په یادګار پاتی دی.
او له ننه ۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په اوومه نیټه، ایران ته د امام خمینی (رح) له راتلو څخه د شاه رژیم د ګوډاګی لومړی وزیر شاپور بختیار د دولت له مخنیوی وروسته د روحانیونو لویې ډلې د تهران پوهنتون په جومات کښې پرلتۍ ووهلې او د دغه پرلتۍ د ماتولو شرط یې ایران ته د امام خمینی (رح) بیرته راستانیدا اعلان کړه. دغه پرلتۍ د ایران د انقلاب په تاریخ کښې برخلیک ټاکونکئ اقدام ؤ. ځکه په هغو حساسو ورځو کښې د بختیار حکومت د امریکا په ملاتړ هڅې کولې چې له یوې خوا ایران ته د امام خمینی (رح) د بیرته راتلو مخنیوئ وکړی او له بلې خوا د خلکو د بیلابیلو پرګنو تر مینځ په ژمنو او چلونو سره تفرقه واچوی. د ایران د روحانیونو اتحادیې چې پکښې پیژندل شویو څیرو لکه شهید بهشتی او شهید مطهری شتون درلود، د تهران پوهنتون د مبارزو ځواکونو د غونډیدو مرکز او د دغه ځواکونو د رهبرئ په ځائ بدل کړ او د شاپور بختیار د دولت پلانونه یې شنډ کړل.