Jan 31, 2022 15:36 Asia/Kabul
  • تاریځ پاڼه

نن د نهی ورځ، یا ۳ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې دولسمه نیټه ده، چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له لومړئ نیټی سره برابره ده.

۲۰۸  کاله پخوا، د اتلس سوه څوارلسم میلادی کال دفرورۍ په لومړۍ نیټه، په روټیئر مشهوره خونړۍ نښته له اوب سین سره نږدې په همدې نوم یو ه ځائ کښې ،د فرانسې د امپراتور نیپولین بناپارټ په قوماندانۍ سره د فرانسې د دوه څلویښت زره پوځ په مقابل کښې د پرویشیا ،سویس او آسټریا له هیوادونو جوړ ې د اتحادیې د یولک شپیته زره کسیز ځواک ترمینځ رامینځته شوه. په دغه جنګ کښې فرانسوی عسکر د روحیې د نه درلودلو او د مخالف لوری د ځواک د نابرابرۍ په وجه ونه توانیدل، دمتحدینو د سنبال او تازه نفس ځواک په مقابل کښې مقاومت وکړی . دغه جنګ بالاخره د نیپولین بناپارټ په ماتې سره پائ ته ورسید.

 

۱۳۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووم هجری قمری کال د جمادی الثانی دمیاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ملکم خان له خوا د قانون په نوم ورځپاڼه خپره شوه. دغه اقدام په هغه زمانه کښې په ایران کښې د اصلاحاتو لپاره یوه قوی او سیاسی حربه وه. د ورځپاڼې لیکلو ته د ملکم خان مخه کول په اصل کښې د هغه ګوښه کولو او مغضوبیت په وجه وو. احتمال شته چې ملکم خان دغه ورځپاڼې ته د لوستونکو د لا زیات پام اړولو او پراختیا لپاره دغه ورځپاڼه په وړیا توګه د لوستونکو په واک کښې ورکوله. د قانون ورځپاڼې اصلی موضوعات په دا ډول دی. « له استبدادی حکومته نیوکه، د واکمنانو د اصلاح کولو ضرورت او د قانونی عدالت رامینځته کول، ګوندی تعلیمات او اتحاد، اتفاق او قانون غوښتنې ته د خلکو رابلل، د ملی موخو په پرمخ بیولو کښې د روحانی پرګنې دملاتړ جلبول او د ښځو ټولنیزو حقوقو ته پام کول . په بله وینا، دغه موارد په دې ډول خلاصه کولئ شو: د ایران په ټولنه کښې د ترقۍ، عدالت او اتفاق پیدا کول.

 

 

۴۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) له پنځلس کلنۍ جلاوطنۍ او له وطنه څخه له لیرې پاتیکیدو رووسته، د خلکو په له شوره ډک هرکلی کښې د اسلامی ایران په خاوره ګام کیښود. له حضرت امام خمینی څخه د ایران دویښ ،پوه او مینه ناک ولس پراخ هرکلی بې مخینې ؤ،په دې ډول چې ویل کیدلئ شی، د اوسمهال د تاریخ په یوه پړاؤ کښې هم ولس د خپل یوه محبوب شخصیت دغه شان هرکلی نه دی کړئ. حضرت امام خمینی (رح) د تهران په مهرآباد هوایی ډګر کښې له یوې لنډې وینا وروسته داسلامی انقلاب د شهیدانو د احترام او درنښت لپاره په بهشت زهرا کښې د هغوئ هدیرې ته ولاړ او هلته یې د خلکو په څپانده سمندر او ولولناک ټول کښې مهمې خبرې وکړې او دخپلې وینا په دوام کښې یې یو ځل بیا د بختیار حکومت د باچا یو لاس پوڅئ او تالی څټئ وباله او اعلان یې وکړ: زه د دغه ملت په ملاتړ سره حکومت ټاکم.

حضرت امام خمینی (رح) د شهیدانو له پاکې هدیرې ستنیدو وروسته، په تهران کښې په یوه ساده خونې کښې استوګنه شو او د اسلامی انقلاب لارښونه یې پیل کړه تر دې چې بالاخره ایران ته د هغه له راتلو لس ورځې وروسته د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د همدغې میاشتې یعنی د سلواغی په دوه ویشتمه نیټه د ایران پرتمین اسلامی انقلاب بریالئ شو. په همدې وجه، دسلواغی له دولسمې نیټی،د سلواغی تر دوه ویشتمې نیټې پورې د (سباؤن لسیزه) نومول شوې ده او هرکال په دغو ورځو کښې د ایران درست ملت په دغه ورځ ډیر ښکلی جشنونه کوی.

 

او له ننه ۳۹  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه، د فجر د تیټر او فیلم لومړنی فیسټیول په تهران کښې ترسره شو. د اسلامی انقلاب د بریالیتوب څلورمی کلیزی په درشل کښې او په دیارلس سوه یو شپیتم لمریز کال کښې د انقلاب د سباؤن لسیزی له پیلیدا سره په یو وخت، د فجر فیلم او تیټر لومړنی نړیوال فیسټیول په تهران کښې ترسره شو. په دغه فیسټیول کښې بهرنیو خاصو شخصیتونو او پوهانو، د سینما او ټیلویزیون ډایریکټورانو ګډون درلود او یو شمیر ایرانی او بهرنی فیلمونه یې نندارې ته وړاندې کړل. د فجر د تیټر او فیلم فیسټیول د ایران په اسلامی جمهوریت کښې ترټولو مهم هنری فیسټیول دی. هر کاله د فجر او سباؤن په لسیزه کښې د لسګونو ایرانیو ډایریکټرانو او هنروالو سینمایی او د تیټر مهم تولیدات نندارې وړاندې کیږی او د فیلم او تیټر په بیلا بیلو برخو کښې ډیر غوره هنروال ته سیمرغ بلورین ډالئ ورکول کیږی .