Feb 05, 2022 14:49 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ،یا ۵ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا د بزرګې د میاشتې له لومړۍ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له دریمې نیټی سره برابره ده

 

نن د رجب د میاشتې لومړنی نیټه ده چې له رحمت او فضیلته ډکه میاشت ده. دغه میاشت له ورپسې دوو نورو میاشتو یعنی شعبان او رمضان له میاشتو سره کمال ته د انسان د رسیدو او خدائ پاک ته د هغه د نږدې کیدو لپاره د ځان د اصلاح کونې یو روزنیز پړاؤ دی. د خدائ ګران رسول (ص) د رجب د میاشتې په اړه وفرمایل: (د رجب میاشت د خدائ یوه ستره میاشت ده او هغه میاشت ده چې په حرمت او فضیلت کښې بله ثانی نلری او په دې میاشت کښې له کافرانو سره جنګ حرام دی. رجب د خدائ میاشت ده، شعبان زما او رمضان زما د امت میاشت ده).

د رجب په میاشت کښې روژه نیول ډیر ثواب لری او په ګڼ شمیر روایتونو کښې په دې میاشت کښې پر روژه نیولو او له خدائ پاک څخه د مغفرت پر غوښتلو زیات ټینګار شوې دی. د رجب د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه د حضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت له برکته ډکه پیښه رامینځته شوې ده او د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه، د حضرت امام علی (ع) د ولادت مبارکه ورځ ده.

هیله من یوو چې تاسو به هم د دغې مبارکې میاشتې له معنوی برکتونو څخه تر هر څه زیاته استفاده وکړائ شئ.

 

۱۳۸۶ کاله پخوا، د اووه پنځوسم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په لومړی نیټه، د یو روایت له مخې د خدائ د ګران رسول (ص) یو قدرمن لمسئ او د هغه حضرت له اهلبیتو څخه پینځم امام حضرت امام محمد باقر (ع) نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه حضرت ته (باقر) لقب ورکړئ شو چې د علومو د څیرونکی په معنا دی، ځکه چې حضرت امام محمد باقر (ع) د خپلې زمانې علمی مشکلات او پیچلتیاوې په دقت او ظرافت سره تجزیه او تحلیلولې. د هغه حضرت د امامت په پړاؤ کښې له شپږ نوېم هجری قمری کال څخه چې د بنی امیه کورنۍ د پائ او د هغوئ د حکومت د کمزورۍ کال ؤ، یو فرصت رامینځته شو چې هغه قدرمن امام د مسلمانانو د فکری او کلتوری بنیادونو په مضبوطولو لاس پورې کړی. په دغه زمانه کښې او همداراز د هغه حضرت د زوئ حضرت امام جعفر صادق (ع) د امامت په پړاؤ کښې زیات علوم وغوړیدل او د دغو دواړو بزرګوارانو شاګردانو ځینې علوم پراخه کړل او نوی علوم یې هم رامینځته کړل. حضرت امام محمد باقر (ع) زیاته خندانه څیره لرونکئ او ښه چلند کوونکئ ؤ. هغه حضرت به له حاجتمنو سره په مرستو، بخښلو او نېکۍ او د ناروغانو پر پوښتنې زیات ټینګار کاوه. د هغه حضرت اخلاقی نصیحتونه او سپارښتنې د هغه په عمل او کردار کښې څرګندې وې او پخپله یې تر ټولو وړاندې په هغه څه باندې عمل کاوه چې فرمایل یې. د حضرت امام محمد باقر (ع) د ولادت د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ له هغه حضرته یوه وینا نقلوو چې فرمایی: ( هر کس چې نیک اخلاق او د مهربانۍ او رفاقت د صفت لرونکئ وی، ټول خیرونه او نیکۍ ورته ورکړل شوې دی او په دنیا او آخرت کښې به له هرې سوکالتیا او ارامتیا څخه برخمن وی او هغه کس چې له اخلاقو بې برخې وی، لار به یې د بدیو په لور وی).

 

 

۱۰۸۰ کاله پخوا، د درې سوه درې شپیتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په لومړی نیټه، یو نامتو لویدیځوال عالم نعمان بن محمد تمیمی وفات شو. هغه په دوه سوه نهه پنځوسم هجری قمری کال کښې وزیږید او ډیر زر یې اسلامی روایتونه او تعلیمات زده کړل. نعمان بن محمد لومړی د مالکی مذهب منونکئ ؤ خو څه موده وروسته نوی راڅرګندې شوی اسماعیلی فرقې سره یو ځائ شو او د هغوئ له قانون جوړوونکو څخه شو. نعمان بن محمد د فاطمی واکمنانو په زمانه کښې یو لړ مهم پوسټونو ته ورسید. له هغه څخه د (دعائم الاسلام)، (شرح الاخبار) او (التوحید و الامامه) په شان زیات شمیر کتابونه په یادګار پاتې دی.

 

۳۴۴ کاله پخوا، د یو زرو نهه نوېم هجری قمری کال د رجب دمیاشتې په لومړی نیټه، په محقق خوانساری مشهور ایرانئ حکیم او فقیه حسین بن محمد وفات شو. دغه مسلمان عالم د دینی علومو له نامتو استادانو څخه ؤ او زیات شمیر شاګردان یې وروزل. له محقق خوانساری څخه د قران شریف یوه ارزښتناکه ترجمه او پر معتبرو اسلامی کتابونو د شرحو په اړه یو لړ ارزښتناک کتابونه په یادګار پاتې دی.

 

۱۰۷  کاله پخوا، د نولس سوه پینځلسم میلادی کال د فرورۍ په دریمه نیټه، د لومړی نړیوال جنګ په بهیر کښې، د سویز کانال چې د انګلیستان تر ولکې لاندې ؤ، د جرمنی او عثمانی امپراتورۍ د ګډو ځواکونو تر برید لاندې وراغئ.

لکه څنګه چې سویز کانال د مدیترانې سمندرګئ له سره سمندرګی سره نښلوی، د جګړې د دواړو لورو لپاره، یعنې متفقینو او چورلیزی دولتونو لپاره، پر دې اوبلاره ولکې ډېر ارزښت درلود.

که انګلستان دغه اوبلاره له لاسه ورکړی وائ، په آسیا کښې یې ښکیلاک مینې له جدی خطر سره مخامخ کیدې.

په همدې وجه، انګریز ځواکونو د سویز اوبلارې د نیولو لپاره د جرمنی او عثمانی ځواکونو د ګډ برید په مقابل کښې سخت مقاومت وکړ او جرمنیانو او عثمانیانو ته یې ماتې ورکړه.

د سویز اوبلاره تر نولس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال پورې چې د مصر رهبر، جمال عبدالناصر هغه ملی اعلان کړه، د انګلیستان په نیواک کښې وه.

 

۴۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال د سلواغی په څوارلسمه نیټه، په داسې حال کښې، چې ایران ته د امام خمینی (رح) د راستانیدا په وخت له شوره ډک جشنونو په ټول هیواد کښې دوام درلود، حضرت امام خمینی (رح) په یوه مطبوعاتی مرکه کښې د ایران راتلونکی اسلامی نظام دریځ روښانه کړ او په ډاګه یې کړه، چې ژر به د انقلاب لنډمهاله دولت جوړ کړی.

هغه په دې مرکه کښې په ډاګه کړه، چې لنډمهالی حکومت به د ټول پوښتنې لومړنی کارونه برابر کړی تر څو د اساسی قانون له جوړیدو وروسته، هغه ټول پوښتنې ته وړاندې کړی.

امام خمینی (رح) همداراز، د باچا رژیم لاسپوڅی لومړی وزیر شاپور بختیار دولت ته، خبرداری ورکړ، چې د خلکو د ځپلوپه دوام کښې به د جهاد حکم ورکړی.

امام همداراز له پوځ څخه وغوښتل، څو له ولس سره یوځائ شی.

له بلې خوا اعلان وشو، چې ترهغه مهال پینځه دیرش زره امریکایان له ایران څخه ووتل او لس زره نور په بیړه له ایرانه ووځی.

 

۳۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم لمریز کال د سلواغی په څوارلسمه نیټه، د ایران د فارسی ژبې او ادبیاتو وتلی استاد، ډاکټر سیدحسن سادات ناصری په افغانستان کښې د یوه علمی ماموریت په بهیر کښې وفات شو.

استاد ناصری خپل عمر د فارسی ژبې او ادب ښوونې او تدریس ته وقف کړ او په کلتوری، ادبی او دینی برخو کښې یې ارزښتمن آثار په یادګار پرېښودل چې پکښې (سرآمدان فرهنګ و هنر ایران) کتاب او د (صائب تبریزی) دیوان سمولو ته اشاره کولائ شو.

 

او له ننه ۲۸  کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، یو نه ستړی کیدونکئ عالم آیت ا... شیخ عبدالرسول قایمی وفات شو. عبدالرسول قایمی په اصفهان کښې د ماشومتوب او ځلمیتوب له پړاؤنو وروسته د دینی علومو د زده کولو لپاره د اصفهان علمیه حوزې ته ولاړ او څو کاله وروسته د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ. آیت ا... قایمی په نجف کښې د آیت ا... سید ابوالحسن اصفهانی له محضره استفاده وکړه او څو کاله وروسته د هغوئ په حکم سره د کمیونیسټانو او بهایت په ضد د تبلیغ لپاره آبادان ته ولاړ. هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکښې،د مبارزانو او مجاهدینو تکیه وه. ډیرو هغو کسانو چې ظالم رژیم تر تعقیب لاندې وو، د هغه په وسیله له هیواده وتل. آیت ا... قائمی چې د سید ابوالحسن اصفهانی، سید حسین بروجردی، سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی، سید محمد رضا ګلپایګانی او حضرت امام خمینی (رح) لخوا د پوره واک استازی ؤ، په دیارلس سوه شپیتم لمریز کال کښې اصفهان ته ولاړ.

 

 

 

 

رر