Feb 05, 2022 15:19 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې پنځلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا دبزرګې د میاشتې له ۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې له څلورمې نیټې سره برابره ده.

۱۰۰۳ کاله مخکې د ۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې میاشتې په ۲ نیټه یونامتو او کم ساری پوه ابورریحان بیروني د افغانستان په غزني ښار کې وفات شو .ابو ریحان د خپل تحصیل په پیل کې طبعي او ریاضي علومو ته ډیره دلچسپی درلوده او پس له لږې مودې څخه  ورسته ددغو علومو یو پیاوړۍ استاذ شو . هغه ورسته بیا تاریخ او جغرافیا ته مخه کړه او نور علمونه لکه طب، درمل جوړونه ،کان پیژنده او نجوم يي هم زده کړل چې د علمي څانګو څخه یو وتلۍ شخصیت شو دغه  لوی مسلمان  حکیم او فیلسوف د لویدیځوالو پوهانو څخه پیړۍ پیړۍ مخکې د ځمکې کروي ډوله شکل کشف کړاو د محاسباتو له لارې دې نتیجې ته ورسیدل چې مځکه  هره ورځ یو وار له خپل ځان را څرخیږي او هر کال یو وار د لمر په شا وخوا را تاویږي . ابو ریحان په عربي ،یوناني او سانسګریتو ژبو کې  پوهیدل په همدې وجه ډیر کتابونه ژباړلي چې دهغه نیمايی آثار د ریاضیاتو او نجومو په اړه دي د ابوریحان له آثارو څخه آثارالباقیه ،تحقیق ماللهند ،الجواهردي

 

 

۸۷ کاله پخوا د ۱۳۱۳ هجری لمریز کال د سلواغې په پنځلسمه نیټه د تهران پوهنتون بنسټ کښیښودلی شو. د تهران پوهنتون د جوړولو طرحه په کال ۱۳۱۳ شمسی کښې د قانونی لایحې په توګه ملی شورا ته وړاندې شوه او له تصویبیدو وروسته یې اجرا پیل شوه. تهران پوهنتون د طب د لوړ ښوونځی او د حقوقو او علومو د ښوونځی په شان د هغې زمانې له لوړو ښوونځیو جوړیده. د دغه پوهنتون د جوړیدو په وخت پکښې د طبی، انسانی، تربیتی، سیاسی، اقتصادی او فنی علومو په نومونو شپږ پوهنځی شامل وو او د جوړیدو نه تر ۱۳۱۷ کاله پورې یې مشری د ډاکټر علی اصغر حکمت په ملګرتیا ډاکټر عیسی صدیق په غاړه درلودله.

له اداری او فنی نظره د تهران پوهنتون خپلواکی به ۱۳۲۱ لمریز کال کښې د ډاکټر علی اکبر سیاسی د وزارت په وختو کښې عملی شو او د پوهنتون د خپلواکۍ د قانون د اصولو له مخې په وړومبی ځل د پوهنځیو مشران له استاذانو څخه او د هغوی د نظر او راې په موافقت سره غوره شول. همداشان د پوهنتون مشر هم د پوهنځیو له مشرانو څخه د پوهنتون د شورا په راې غوره شو. دا پوهنتون نن سبا د ایران د پوهنتونونو د پلار په توګه ګڼل کیږی.

 

۷۳  کاله مخکښې د ۱۳۲۷ هجری لمریز کال د سلواغې په پنځلسمه نیټه د پهلوی لړۍ دویم او وروستی باچا محمد رضا شاه د وژلو په یوې حمله کښې بچ شو. هغه په داسې حال کښې چې په تهران پوهنتون کښې په یولړ مراسمو کښې د ګډون نیت یې درلود د ناصر فخرآرایی په نامه د یو کس لخوا پرې پنځه ډزې وشوې. په دې پیښه کښې شاه سرسری زخمی شو خو بریدګر د شاه د ساتونکو د ډزو له امله په ځاې مړ شو.

حکومت د ایران توده ګوند چې په پخوانی شوروی پورې پیئلی و، د دې حملې لامل وباله او هغه یې منحل کړ. پهلوی رژیم په عین حال کښې د دې پیښې په پلمه آیت ا... کاشانی هم چې د شاه ترټولو ستر مخالف دینی مشر و، ونیوه او جلاوطن یې کړ. په تهران پوهنتون کښې د محمد رضاشاه ټرور یوه شکمنه پیښه وه چې پایلو یې د هغه او د هغه د بهرنیو ملاتړو ګټې په ځان پسې لرلې.

 

۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې په پنځلسمه نیټه ایران ته د امام خمینی(رح) له راتګ وروسته چې د باچا له رژیم سره د خلکو مبارزې خپل هدف ته په لاچټکتیا سره نزدې کیدې، د دغه رژیم وزیراعظم شاپور بختیار په یوه مصاحبه کښې هڅه وکړه چې خلک آرام او کرار کړی. هغه چې د ډیموکراسۍ او آزادی غوښتنې په تظاهر سره یې هڅه کوله خلک د انقلاب له دوامه وغړوی، په دې مصاحبه کښې یې اعلان وکړ چې امام خمینی ته د لنډمهاله حکومت د جوړولو اجازه نه ورکوی. دا په داسې حال کښې وو چې په مختلفو ښارونو کښې د خلکو د مظاهرو او کاربندیزونو په سختیدو، له پوځی مرکزونو او قومندانیو د پوځیانو په تیښتې او همداشان د حکومتی چارواکو او د پارلیمان د استازو پرله پسې استعفاګانو سره د هیواد کنټرول په عملی توګه د حکومت له لاسه وتلی و.

 

او له ننه ۲۹  کاله مخکښې د ۱۳۷۱ هجری لمریز کال د سلواغې په پنځلسمه نیټه په سپیده کاشانی مشهور د ایران اوسمهاله شاعره میرمن سرور باکوچی په ۵۶ کلنۍ کښې وفات شوه. هغه په ۱۳۱۵ لمریز کال کښې د ایران په یو مرکزی ښار کاشان کښې په یوه مذهبی کورنۍ کښې زیږیدلې وه.

سپیده کاشانی وړومبی د خپل پلار له لارې له شعر سره بلده شوه او له ۳۲ کلنۍ څخه یې په جدی توګه شعر ویل پیل کړل. په ۱۳۵۷ لمریز کال کښې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د سپیده کاشانی شعر د انقلاب په خدمت کښې راغی. د هغې د شعرونو محتوا زیاتره اسلامی او انقلابی موضوعات دی چې په ساده او روانه توګه ویل شوی دی. د سپیده کاشانی له آثارو څخه (پروانه های شب)، (سخن آشنا) او (انسان تنها) ته اشاره کوی شو.

 

ر